چارواکو په پكتيا او خوست ولايتونو كې د دولت څلورو  وسله والو مخالفينو د وژل كيدو خبر وركړی دی

 
په پكتيا او خوست ولايتونو كې د دولت څلورو وسله والو مخالفينو د وژل كيدو خبر وركړل شو، په جنوب ختيځ زون كې د ملي اردو د تندرقول اردو د اولې لوا مطبوعاتي دفتر وايي چې د چارشنبې په ورځ د پكتياپه زرمت ولسوالۍ كې له وسله والوسره د مخامخ جګړې په پايله كې دوه وسله وال وژل شوي او د همدې  زرمت ولسوالۍ د زارخېلو په سيمه كې بيا يوتن د خپل ماين په چاودنه كې وژل شوى دى.
خبرځاى زياته وي چې د ناټوبي پيلوټه الوتكې د خوست په سپېره ولسوالۍ كې يو وسله وال چې په موټر سايكل سپور و په نښه كړى او ځاى پرځاى وژل شوى دى.
بل پلو د وسله والوطالبانويو تن وياندذبيح الله مجاهدبياوايي چې دوى د ګردېز او زرمت ترمنځ لاره كې تر ديارلسو دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې خو د دغو پېښو په اړه يې تراوسه څه نه دي ويلي.