له  مزار نه هرات ته سفر

 
اوومه برخه
له  مزار نه هرات ته سفر
د جون د مياشتې ۲۷ نيټه ۲۰۰۳ م کال
سهار لس بجې مود مزار شریف نه د انګلستان د ولايتي بيارغونې ټيم په( ۱۳۰-C) الوتکه کې د هرات په لورې پرواز وکړ او د يوساعت او لس دقيقو الوتنې نه وروسته د هرات هوايې ډګر ته ورسيدو چې د هرات والي محمد اسماعيل خان د سلګونو دولتي چارواکو، مخورواو سپین ږیرو سره د دهرکلي لپاره ولاړ و. د هرات ښار ته دا زما لومړنی سفر و. لومړی مونږ د هرات هوايې ډګر نه دهرات ښار ختیځ لورته د تخت سفر سره نږدې د خانه جهاد په نامه ميلمستون ته لاړو. کله چې د هرات هوايې ډګرنه د خانه جهاد ميلمستون ته تللو نو په لاره کې د هرات د ښار عظمت او تاريخي قدامت په ډاګه ښکاريده. څرنګه چې د جمعې مبارکه ورځ وه په خانه جهاد ميلمستون کې مو لږه دمه وکړه او د لمانځه د اداکولو لپاره د هرات د والي محمد اسماعيل خان سره يوځای د هرات د جامع جومات پر لورې وخوځيدو. د هرات جامع جومات چې د افغانستان د مهمو تاريخي ځايونو څخه دی چې تقريبا اته سوه کاله پخوا د غوريانو د دورې پاچا سلطان غياث الدين غوري لخوا جوړ شوی اوله هغې وروسته بيلابيلو پادشاهانو د د غه جومات ساتلو ته ډېره پاملرنه کړې او اوس هم خورا ښکلی دی.
که څه هم جلالي صيب د هرات په جامع جومات کې د خبرو کولو اراده نه درلودله خو د جومات خطيب له جلالي صيب نه وغوښتل چې يو څو خبرې وکړي. څرنګه چې د لمانځه وخت ډېر نږدې و نو جلالي صيب ډېرې مختصرې خبرې وکړې او ويې ويل: وېره او بې اعتمادي دوه غټې ستونزې دي چې ډېر نور مشکلات زيږوي نو موږ بايد په خپلو منځو کې د وېرې او د بې باورۍ لاملونه له منځه يوسو. خو د هرات د جامع جومات خطيب وروسته په خبرو کې وويلې چي جلالي صيب او ورسره هیئت د راتلونکې اساسې قانون د مسودې په هکله د خلکو سره د مشورواو تفاهم لپاره راغلی خو موږ علماء ددې قانون دمسودی په اړه دوه انګېرنې لرو، يو داچې په تېرواساسي قوانينو کې او حتی د کمونيستانو په وخت کې هم ذکر شوی و چې دوی اسلام ته احترام کوي خو په عين حال کې د بيان په ازادۍ يې تاکيد شوی وو خو موږ په تېره جرګه کې وليدل چې د بيان د ازادۍ په نامه د اسلام توهين وشو چې دا د بيان ازادي بايد تردې حده نه وي چي د اسلام بې حرمتي وشي دوی داچي کومه بله ماده چې د اسلام د دين سره تضاد لري هغه بايد له منځه يوړل شي. که څه هم زموږ د سفر موخه هرات ولايت ته د اساسي قانون د پوهاوی لپاره نه وو خو د هرات خطيب د وخت نه په استفادې سره د پورته ټکو يادونه وکړه اوزما په اند داساسی قانون مسوده یي نه وه لوستلی ځکه چې داساسی قانون په دریمه ماده کې په واضیح توګه لیکل شوی چې په افغانستان کې هیڅ قانون نشي کولای چې داسلام د سپېڅلي دین دمعتقداتو او احکامومخالف وي .
د هرات والي اسماعيل خان زموږ د پلاوي ډېره زیاته مېلمه پالنه وکړه او له ماښامه وروسته مو د ګذره په سيمه کې د خواجه عبدالله انصاري د مقبرې زيارت هم وکړو او د تخت سفر سره نږدې د باغ ملت په نامه ديو بڼ چې اسماغيل خان جوړ کړی و او دهرات ښاريان د خپلو کورنيو سره د سهار نه تر د ماسخوتن تر ناوخته پورې هلته د تفريح لپاره ورتلل هم کتنه وکړه.
د خانه جهاد په ميلمستون کې د ماسخوتن لخوا ناست و او د تخت سفر او باغ ملت ننداره مو کوله چې اسماعيل خان د جهاد د وخت قصې پيل کړې او ويې ويلې چې په ۱۳۶۵ز کال کې مو دلته د شورويانو سره دوه مياشتې ډېرې سختې جګړې وکړي چې دروند مالي او ځانې تاوان مو ورته ور واړول.
ددغه مېلمستون نه د هرات جامع جومات، د ګوهرشاد بيګم مقبرې او د هرات د ښار ننداره ډېره په زړه پورې وه اسماعيل خان وويلې: چې دطالبانو په وخت کې تقريبا پنځوس کلي چې د اېران او افغانستان د سرحد ترمنځ پراته و طالبانو له منځه يوړل او تخريب يې کړل چې د اېرانيانو او افغانانو ترمنځ بايد اړيکي نه وي په د ې وخت کې د کورنيو چارو د استخباراتو مرسيتال جنرال منان خان فراهي ته دا راپورونه رارسيدلي و چې د اېران د پاسدارانو غړي د افغانستان خاورې ته راننوځي او حتی د غوريانو د ولسوالۍ په سيمو کې کله کله ګزمه کوي خو اسماعيل خان دا راپورونه ردول او ويلي چې د اېران او افغانستان ترمنځ پولې تړل شوي دي.