
د بارک اوباما د ټاکلو نه پس اوس د پانګوالو پاملرنه د امریکا په بودیجه راټولیږي. د بارک اوباما په تېره دوره کې د امریکا اقتصاد د کاواکه مالي پالیسیو له امله مالیه(۶۰۰) بیلیونه زیاته شوې وه او په همدغه اندازه حکومتي لګښتونه کم شوي و. یادې چارې د امریکا اقتصاد ټکنی کړی وو.امریکا به په دوهمه دوره کې هڅه وکړي چې کانګرس سره د جوړجاړي په مټ د امریکا اقتصاد د سمسمکي په لور روان کړي.د اوباما بیا ټاکلو ته د یو شمېر بازارونو غبرګون دومره د پام وړ نه وو. د اروپا د اسهامو یو شمېر مهم شاخصونه د (۱-۲) سلنې تر منځ وچلېدل.بارک اوبام د کانګرس سره دا ژمنه کړې وه چې پخپله دوهمه دوره کې به په اقتصادي تګلارو له سره غور وکړي او یو شمېر اغېزمن بدلونونه به راولي.د مالیو کمول د اقتصادي چارو شننونکي مایکل هیوسن د اوباما د بیا ټاکل کېدو په غبرګون کې د اروپایي بازارونو سوړ وضعیت ته په کتو سره اخېستنه کوي او وایي چې د بارک اوباما اداره به د تېرو څلورو کلونو په تګلارو کې کوم ستر بدلون راولي نه بلکې دوام به ورکړي.داوباما تېرې ادارې د پخواني ولسمشر بش د یو شمېر تګلارو پلنیوی کړی وو. ډیری امریکایان د لوړومالیو څخه سر ټکوي.که دامریکا په مالي تګلارو له سره غور و نه شي، نو ښایي چې د امریکایی اقتصاد رغښت ناشونی شي او نور هم اقتصاد د سړښت لور ته روان کړي.
د امریکا په پارلمان کې اوس ډیری برخه د جمهوریت غوښتونکو ده، ښایي له دې امله دوی سره د ولسمشر اوباما جوړجاړی ستونزمن شي. جمهوریت غوښتونکي غواړي چې د بودیجې کسر د حکومتې لګښتونو په کمولو سره له منځه یوسي،دیموکراتان هم د بودیجې کسر له منځه وړل غواړي، مګر دوی غواړي چې د شتمنو وګړو په عایداتو د مالیو په لوړولو سره ورته موخې ته ورسیږي.د جمهوریت غوښتونکو بل دریځ دادی چې د دفاعي لګښتونو د کمولو پلوي نه دي. که دوی د اوباما د ګوند سره کوم جوړجاړي ته و نه رسېدل نو شاید اوباما د دفاعي لګښتونو په کمولو هم غور وکړي. د پرونیو ټولتاکنو نه پس امریکایي اقتصاد پوهان ډول ډول انګېرنې کوي. یو شمېر اقتصاد پوهان هیله مند دي چې په راتلونکو دوه میاشتو کې به د بېکارۍ کچه را ټیټه او اقتصادي وده پیاوړې شي.دوهمه ډله اقتصادیان بیا بل ډول نظر لري.دوی نږدې راتلونکي ته دومره هیله مند نه دي،ددوی،بارک اوباما دېته اړ بولي چې د جمهوریت غوښتونکو سره مصلحت وکړي. دوی زیاتوي چې اوباما له وړاندې څخه په شخصي ډول د خپلو کړنو په هکله پوښتل شوی دی.اوباما ښایي د مخالف ګوند سره د مالیو په لوړولو او په صحي چارو د لګښتونو د کمولو په اړه ممکن مصلحت وکړي.د امریکا اقتصاد د یو شمېر نورو ستونزو سره هم لاس ګریوان دی. تر ټولو وروستۍ ستونزه یې د بېکارۍ لوړه کچه ده چې له امله یې د مصرفوونکو سلوک احساساتي کړی دی.دې ته په کتو سره دوی زیاتوي چې د دندو بازار به په نږدې راتلونکی کې نورمال حالت ته راشي نه چې له همدې امله به اقتصادي رغښت ټکنی پاته شي.
لطف الله
نړیوال اسلامي پوهنتون ـ اسلام اباد