
دپیسو د نړیوال صندوق د راپور له مخې په ایران د بندیزونو له امله د یاد هېواد اقتصاد اغېزمن شوی دی. د پیسو په نړیوال سازمان کې د منځني ختیځ او منځنۍ اسیا ریئس مسعود احمد د اسوشیټډ پریس خبري اژانس سره په خبرو کې د ایران د اقتصاد په هکله خبرې وکړې. نوموړي زیاته کړه چې د اقتصادي بندیزونو له امله روان کال په ایران کې د پیسو پړسوب زیات او اقتصادي وده کمه شوې ده.د پیسو د نړیوال صندوق د شمېرو له مخې، په (۲۰۰۵ز) کې د ایران اقتصادي وده شپږ سلنه وه،په (۲۰۱۱ز) کې دوه سلنه او په (۲۰۱۳ز) کې ۰،۸ سلنه اټکل شوې ده.د راپور له مخې، د ایران اقتصاد د بهرنیو بندیزونو له اوسمهال دتيلو تولید په ټیټه کچه کوي چې له همدې امله یې اقتصاد اغېزمن شوی دی،تېر کال د ایران دتېلو صادرات د ورځې(۲،۱۴) میلیون ډالر وو،مګر سږکال دا کچه (۱،۲۵) میلیون ډالر ته راښکته شوې ده.
لطف الله.
نړیوال اسلامي پوهنتون-اسلام اباد.