د چین کنګره او اقتصادي اصلاحات

 
د چین د کمونیست ګوند ۱۸ مه کنګره، نن د جمهور رييس ((هوجین تاو ))په وینا سره پرانستل شوه. د چین ولسمشر په خپله وینا کې د تیرې لسیزې په بدلونونو، اصلاحاتو او بریاوو هر اړخیزې خبرې وکړې. ولسمشر د اصلاحاتو په دوام ټینګار وکړ.
د کنګرې ویاند ((مینګ جاو)) وویل چې اصلاحاتو ته به دوام ورکړو خو ددې لپاره زیات وخت ته اړتیا ده. د چین ولسمشر په پام کې لري چې د اقتصادي ودې په موخه کورنۍ تقاضا زیاته کړي. نوموړۍ همدا راز زیاته کړه چې چین به هڅه وکړي چې دبازار په بنسټ د راکړې ورکړې نرخونه سمبال کړي.د یادونې ده چې چین اوسمهال د راکړې ورکړې په بازار کې د ثابت نرخ تګلاره لري.د اصلاحاتو بله ستره برخه د کورني مصرف زیاتول دي. په دې توګه چین غواړي چې د صادراتو د ټیټېدو مخه ډب کړي.د چین نوې کنګره داسې مهال پرانیستل کیږي چې د چین اقتصاد د تېرو درې کلونو د ودې په تر ټولو ټیټه سطحه کې دی.
چین همدا راز د مالي سکتور لپاره یو شمېر تګلارې په پام کې لري.دچین مالي سکتور د نورو په پرتله یو څه تړلی دی، د شننونکو په اند د چین د راتلونکې ودې لپاره د مالي سکتور پرانېستل اړین دي. د روان کال په جون کې د چین ملي بانک پور ورکوونکو ته په ټاکلي واټن کې د سود د کچې د ټاکلو واک ورکړ.بیجنګ همداراز د ضمانتونو د څارونکو په مټ د بهرنیو پانګونکو ورتګ ته اسانتیاوې برابرې کړي دي،تېر کال چین بهرنیو پانګوالو ته (۵۷) جواز لیکونه صادر کړي ول. په چین کې بله ستره اندیښنه د بډای او غریب تر منځ واټن دی،د چین په شتمن میشتو سیمو لکه شانګهای،بیجنګ او تنجین کې د وګړو کلنی اوسط عاید(۱۰۰۰۰) ډالر دی، دا کچه د اروپایي هېوادونو د کچې سره هم د پرتلنې وړ دی. او په غریب میشتو سیمو کې د وګړو کلنی اوسط عاید (۲۰۰۰) امریکایی ډالر دی.ددې ستونزې د لرې کولو په موخه ولسمشر وویل: که مونږ غواړو چې پرمختللی،همغږه او با انډوله چین ووینو نو،نو مونږ باید په ښاري او کلیوالو سیمو کې تر (۲۰۲۰) پورې د (۲۰۱۰) کال ناخالص کورنی محصول او د وګړو سرانه عاید دوه ځله زیات کړو. پدې موخه به چین خپل کورنی بازار او پانګونه زیاته کړي.
نړیوال اسلامي پوهنتون –اسلام اباد.