د جاپان اقتصاد له ستونزو سره مخ دی

 د جاپان ناخالص کورنی محصول د تېر کال راهیسې (۳،۵) سلنه ټيټ شوی دی.همدا راز د تېرو درې میاشتو راهیسې یې اقتصاد (۰،۹) سلنه راښکته شوی دی. یو پخواني اقتصاد پوه تېره ورځ وویل چې د جاپان اقتصاد ته کورني او بهرني ګواښونه متوجه دي.ښایي چې د جاپان بانک د ستونزو څخه د خلاصي لپاره مالي تګلاره نرمه کړي.جاپان د نړۍ دریم ستر لوی اقتصاد دی، اوسمهال هڅه کوي چې د تېر کال زلزلې او سونامي د ورانیو څخه ځان و رغوي.د جاپاني اقتصاد په وده کې د نوموړي هېواد صادرات ستره ونډه لري. د اروپایي او امریکایي بازارونو د سوړوالي له امله د یاد هېواد صادرات هم ټکني شويدي. له دې امله تر اوسه جاپان په دې نه دی توانېدلی چې خپل اقتصاد ورغوي.څه وخت وړاندې په چین کې د جاپان ضد لاریونونو د یاد هېواد اقتصاد نور هم ترینګلی کړ.
لطف الله.
نړیوال اسلامي پوهنتون-اسلام اباد.