
شپږمه برخه
د جوزجان ولايت ته سفر
دجون دمياشتې ۲۵ نيټه ۲۰۰۵ م کال
د مزار شريف او جوزجان ولايت مرکز شبرغان تر منځ واټن ۱۱۸ کيلو متره دی چې په دوه ساعتونو کې هلته ورسيدو، د سهار چای مو د شيخ آصف محسني دفرقې دقوماندان جنرال نجيب سره وڅښلو، شبرغان ښار ته نږدې په سلګونو مشران، پوځي او ملکي چارواکي او د ښوونځيو شاګردان، د جنرال دوستم په ګډون دهرکلي لپاره ولاړ وو.
د کورنيو چارو وزېر او ورسره پلاوي د شبرغان د ښار اديتوريم ته لاړ څو هلته له خلکو سره وګوري او خبرې ورسره وکړي. د شبرغان ښار وضعه د مزار د ښار په پرتله ارامه ښکاريده، ځکه د لته يوازې د جنرال دوستم د جنبش ډله په قدرت کې وه او په اديتوريم کې د ښځو شمېره هم زياته وه، د جنرالانو شمېر هم ډېر زیات وو، ځکه چې جنرال دوستم هر چاته يې چې خوښه شوې وه د جنرالۍ رتبې ورکړې وې او عجيبه خولا دا وه چې کله موږ د شبرغان ښار ته داخليدو نو دترافيکو څو موټر سايکلونو زموږموټری بدرګه کولی نو زه د جلالي صيب سره په يوه موټر کې سپور وم او خبرې مو کولاې چې يو ترافيک ته چې پر موټر سايکل سپور و، متوجه شوم او جلالي صيب ته مې وويلې چې دې ترافيک ته ګوره چې د اوږې پر يو اړخ يې دبريد جنرالۍ او پر بل اړخ يې د تورن جنرالۍ رتبې لګيدلي دي.
دسيد عزېر الله په نامه د جنبش د ډلی يو تن نماينده چې انانسري يې کوله موږ ته هر کلی ووايه او وي ويل : په جوزجان کې ټول قومونه يو بل سره د ورورنو په څېر ژوند کوي امنيتي وضعه هم ښه ده خو د دې لپاره چې دښار وضعيت خوندي پاتې شي د شپې له خوا د شبرغان په ښار کې په تګ راتګ بنديز لګول کيږي، له دې وروسته يې له جلالي صيب نه وغوښتل چې خبرې وکړي.
جلالي صيب وويلې: « د خوښۍ ځای دی چې د شبرغان په ښار کې د خپلو ورونو سره ګورم، موږ بايد يو بل ته د ورورۍ لاسونه ورکړو، نور نو بايد خپل ځانونه ونه غولوو ځکه ستونزې ډېرې دي او موږ بايد دغه ستونزو ته د حل لارې چارې ولټو، قومي اختلافاتو ته د افغانستان دښمنان لمن وهي او پړه يې په مرکزي حکومت ور اچوی، صلاحیتونه او مسؤليتونه ګونګ دي،یو والي تربل والي فرق لري او حتی د دوی (والیانو) کړنې د نورو په اشاره ترسره کيږي. جلالي صيب زياته کړه په ځينو ځايونو کې په پښتنو ظلم شوي، په بعضې ځایونو کې په هزاره ګانو او په بعضې کې په ازبکوخو په دې سيمه کې په پښتنو زياتی شوی دی او اوس دانتقام ځای نه دی او بايد په يو بل اعتماد وکړو چې ستونزې حل شي .»
د جلالي صيب د خبرو نه ووروسته ښاغلی عبدالصمد آصف دجوزجان ولايت اداري رئيس دولايت په کاري چارو رڼا واچوله او ويې ويل : ۱۸۰۰ کسان د نفتو او ګازو په پروژه کې کار کوي، ۱۴ د تيلو څاه ګانې اوس مهال فعالې دي او د جوزجان ولایت برق د ترکمنستان څخه راځي، نږدې ۱۲۰۰ کسان د جوزجان په محبس کې بنديان دي چې ډېر يې طالبان دي چې اوسمهال اعاشې او اباتې ته ضرورت هم لري خو مزکزی حکومت مونږته کافی بودجه نه راکوی. ده وویل چې د مرکزي حکومت ټول فرامين مو عملي کړي او د بشر دحقوقو د قوانينو د رعايت مسئله مو جدي نيولې ده.
ورپسې محترمه ايوبي د جوزجان ولايت دښځو په استازيتوب خبرې وکړې او ويې ويل: همه برادرهای ما که از خارج به وطن برای خدمت برگشته ستايش مې کنيم که زنده گی آرام خويش رامانده، ومثل جمعه محمد محمدي (۱۰) که زنده گی خويش را از دست داده، هر چه عاجل تر بايد خلع سلاح عمومې در افغانستان صورت بگېرد، پوليس ملي و اردو با اقتدار به ميان بيايئد، ديگر حوصله جنگ نيست وهمه تشنه صلح هستند، به پيش اشخاص غېر مسؤل سلاح بايد ديده نه شود، افغانستان از افغان ها است به اين وآن تفرقه نباشد. مانمې گويم که اشتباه نه شده اما امروز پېروزی آمده موضوع اقليت مطرح نيست عفوه عمومي شود وبه اهل کار کار سپرده شود. سلام های مارا به رئيس دولت برسانيد و در ولايت ها هم پوست های اساسي به زن ها داده شود، وافتخارات جوزجان ناديده گرفته نه شود.
ورپسې يو تن د مولوي محمد ابراهيم په نامه عمومي خبرې وکړې، همدارنګه داندخوی څلور ګونو ولسواليو په استازيتوب محمد ظاهر خبرې وکړې او ويې ويل چې اندخوی څلورنيم لکه نفوس لري او آقينه بندر فعال دی، په ۳۲ ښوونځيو کې پنځه دېرش زره زده کوونکي سبق وايې. ۲۳۰ تجارانو د فعاليت جوازونه اخستي نو زموږ پيشنهاد دادی چې اندخوی بايد مستقل ولايت شي، ځينی خلک کوشش کوي اندخوی د فارياب په ولايت پورې وتړي داچې اندخوی د فارياب څخه په ۱۴۰ کيلو مترۍ او د شبرغان څخه ۷۵ کيلو مترو کې موقعيت لري چې ۲۵ کيلومتره يې پوخ سړک دی نو ځکه خوموږ وايو چې تر څو اندخوی يا مستقل ولايت نه شي او ياهم په جوزجان پورې ونه تړل شي موږ خپل معاشونه نه اخلو، په اندخوی کې نه ولسوال او نه پوليس وسايط لري چې امنيت تامين کړي خو خلکو په خپله امنيت تامين کړی دی.
څرنګه چې ما مخکې يادونه وکړه چې جنرال دوستم غوښتل چې دآقينه بندر ترخپل کنټرول لاندې وساتي ځکه چې دا يو عايداتي منبع وه او نه يې غوښتل چې بېرته يې دفارياب ولايت ته ورکړي نو جنرال دوستم اکثريت ويناوال په دې پوه کړي ووچې دا مسائل بايد په خپلو خبرو کې مطرح کړي او د کورنيو چارو وزېر غوږونو ته يې ورسوي.
داندخوی د استازي دخبرونه وروسته يوتن ښوونکی دنورو په استازيتوب خبرې وکړې، نوموړي د خپلو خبرو په پيل کې د پښتو دا متل ولوست (( که تا ويل چې زه يم او ما ويل چې زه يم نه به ته يې او نه به زه يم او که ماويل چې ته يې او تاويل چې ته يې هم به ته يې اوهم به زه يم )) نوموړي زياته کړه چې د جوزجان په ولايت کې امنيت تامين دی او څلورزره معلمين په خپلو دندو بوخت دي، دا چې دملي اردو په جوړولو په کابل کې کار پيل شوی نو دملي پوليسو کار بايد له جوزجان څخه پيل شي ځکه چې دلته مجرب افسران شته دي، نوموړي ښوونکی زياته کړه چې غربي رسنۍ په اګاهانه او غېر اګاهانه توګه په جنرال دوستم پسې تبليغات کوي په داسې حال کې چې په جوزجان کې ملي وحدت او امنيت تامين دی او ۱۳۷۰۰۰ شاګردان ښوونځيو ته ځي، نوموړي زياته کړه په جوزجان کې پراخې ځمکې شته نو ښوونکو ته بايد يوه يوه نمره ځمکه ورکړل شي.
د نوموړي ښوونکی د خبرو نه وروسته ګل احمد پيمان د پښتنو په استازيتوب خبرې وکړې، پيمان چې غوښتل يې د جوزجان د مرستيال والي په توګه تعين شي خو جنرال دوستم سره د رابطې دخرابوالي له امله په مزار کې اوسيدلو خو نوموړی له مزار نه زموږ سره ملګری شو، نوموړی چې دکورنيو چارو د وزېر په ډاډ په ډاډه توګه غږيده ويې ويل: موږ د اختر خان شهيد او جنرال دوستم سره اوږه په اوږه جنګيدلي يو، دطالبانو په وخت کې زه دوه ځله بندي شوي هم يم خو اوس مشکل د جنرال مالک پلويان اوهغه کسان چې د جنرال دوستم له نامه بده استفاده کوي پيدا کړی دی، زه د خلکو د تشکيلاتو په اساس مرستيال والي او سيد محمد هاشمي د والي په توګه تعين شولو مګر اوس ټول اداري تشکيلات د دوه قومونو (هزاره او ازبکو ) په لاس کې دي.
د ګل احمد پيمان خبرو په جنرال دوستم ښه تاثېر ونه کړ، که څه هم نوموړي اراده نه وه چې خبرې وکړي خو ولاړ شو او ويې ويل: من هم مسؤليت دارم به حيث نماينده خاص ريئس دولت بايد به ( وزېرصاحب داخله ) مشوره بدهم که چطور امنيت تامين شود. ما ګپ های خورد وريزه را بايد دامن نزنيم، من درمسجد شبرغان بامردم مشوره کردم، وقتيکه حکومت نجيب سقوط کرد وحکومت مردمې تشکيل داديم، به من واشنګتن پيشنهاد کرد که پنج هزار نفر کومک کنيد، دوهزار سوار وسه هزار پياده، تاکه به تلفات کم طالب سقوط کرد.
اگر طالب يا طالب نماها زورگویی کند ما درمقابل اش ايستاده خواهم شد، ماگپ راکه کردیم به اوعمل مې کنيم. در ديگر ولايت های شمال مشکل نيست تنها درمزار اين مشکل است، مزار بايد غېر نظامې شود و در هر خانه که ديپو است از بين رفته شود، هشتاد هزار نفر به خاطر خيانت مالک کشته شد وامر پشتون کشی را داده بود. ماڼوگی منگل ، رسول بی خدا وجمعه اڅک مشوره های غلط را به نجيب داد، من به خاطر وحدت ملی سه معاون را در ولايت جوزجان تعين کردم، من نفرهای راتعين مې کردم و بعدا فرمان ښاغلی کرزی صاحب صادرمی شد.
والي مزار کار راپيش برده نمې تواند وبه سطح وزېر بايد در انجا والی باشد، يک سال به انتخابات مانده، ومامې خواهيم که يک رول خوب را بازی کنيم، مايک حکومت اسلامي که ديموکرأسي در آن باشد مې خواهيم، ما مې خواهيم که يک جبهه وسيع جور کنيم، بيست لک نفر افغان ها قربانی داده و اگر کسی تجزيه افغانستان مې خواهد ما مخالف هستم اولين گام عملی را در صلح وامنيت و خلع سلاح مامې گريم ماعملی ثابت مې کنيم».
د سرپل والی تاج محمد کوهي او دامنيه قوماندان عبدالمنان چې دکورنيو چارو وزېر ليدنې لپاره شبرغان ته راغلی وو، دوی هم په دې غونډه کې خبرې وکړې د سرپل والي چې هغه هم د جنرال دوستم له خوا هلته تعين شوی و وويل: سرپل نهه ولسوالي لري او دا چې د عمومي لارې څخه لرې پرته سيمه ده نو ځکه خو چارواکي ورته نه راځي، دوه درې مياشتې کيږي چې د سر پل مامورينو او پوليسو معاش نه دی اخستی، همدا شان سږ کال دحج او اوقافو وزارت د سرپل ولايت لپاره يوازې دوه سوه کسان سهميه دحج دفريضې د اداء کولو لپاره ورکړې ده، حال داچې موږ دوه زره کسان مراجعين درلوده ده وويلې چې زموږ برق ښه نه دی او دترکمنستان نه دی، پوليس يونيفورم نه لري او هم د پاسپورت داخستنې لپاره موږ مزار ته ځو، يوازې دګوسفندي په دره کې يو څه امنيتي مشکلات شته،خو د ولايت د نورو برخو امنيت ښه دی تراوسه زموږ دامنې د قوماندان منظوري نه ده راغلې.
دغرمې ډوډۍ مو په شبرغان کې د جنرال دوستم په کور کې وخوړه او هغې نه وروسته بېرته د مزار ښار ته رأستانه شو. مازديګر مو د بلخ د ولايت په مقام کې دټولو ادارو مشرانو سره په هغه ناسته کې ګډون وکړ چې والي محمد اسحاق رهګذر له خوا جوړه شوې وه، رهګذر وويل چې د مزار په ولايت کې څلور اتيا بيلا بيلې ادارې شته او دبلخ ولايت شپاړس اداري واحدونه (ولسوالۍ) لري او موږ له خپل توان څخه زيات کار کوو.په ټولو شعباتو کې قومي او ژبني تناسب په پام کی نیول شوی دی.
خو په حقيقت کې دنوموړي داخبره سمه نه وه، اکثريت کرسۍ دجمعيت اسلامي اړوندکسانو قبضه کړې وې، ده وويلې چې موږ هره اونۍ اداري مجلس لرو، په هفته کې يو ځل د استاد عطا سره ګورو او داونۍ په اخره کې د لوی جرګې د وکيلانو سره هم غونډه لرو، د والي دخبرو نه وروسته جلالي صيب خبرې وکړې او ويی ويل: چې هره اداره په درې اصولو کار مخ ته بيايې : اول جوړښت يا اداري ساختار دی، مګر متاسفانه چې نن موږ په اداري جوړښتونو کې له مشکلاتو سره مواجه يو، دغه مشکلات په ځينو سيمو کې ډېر زيات او په ځينو سيمو کې بيا دومره نه دي. دویم قانوني چار چوکاټ دی چې په تېرو ۲۵ کالونو کې مختلف قسمه قوانين وضع شوي دي. خو موږ لا هم د(۱۹۶۴) کال قوانين پلي کوو. او دريمه مسئله د کدرونو ده چې مسلکي کدرونه د نن ورځې د شرايطو پر اساس ډېر کم دي،د بیلګی په توګه دکندهار په ښار کې شپږ زره پاکستاني وګړي کار کوي ځکه چې موږ مسلکي کدرونه نه لرو، همدا شان کافی منابع او امکانات هم نه شته دی، د امنې قوماندانان د پوليسو موټرې او مخابراتي وسايل نه لري، زياتره ولسوالان دفترونه هم نه لري اودخلکو له کورونو څخه ګټه اخلي او که يو دوه ترهګر راشي نو بيا هغه سيمه پريږدي او بل ځای ته ولسوالي نقلوي بيا مخالفين ادعا کوي چې ولسوالي ونيول شوه، جلالي صيب وويل چې موږ اوس د ولسوالانو لپاره شل زره افغانۍ د دسترخوان په نامه ورکوو، ولسوال بايد موټر دفتر او نور وسايل ولري چې خلکو ته ښه خدمت وکړی شي .
دجلالي صيب پسې د ښځو چارو د رياست مرستيالې خبرې وکړې او ويې ويل: موږ په تېرو جګړو کې يو ميلون شهيدان ورکړي او درې ميلونه معلولين او معيوبين لرو، دکونډو او ماشومانو په حال بايد رحم وشي، موږ ښځو ډېر نعمتونه له لاسه ورکړي او هم د امنيت دنشتوالي له امله زموږ انجونې په بورقو کې ښوونځيو ته ځي، خپل ملي سرود مو ورک کړی دی او دهر تحول سره دبېرق رنګ او ملي سرود بدليږي.
له دې وروسته د ګمرک رئيس خپل شکايت وړاندې کړل او نوموړي وويل چې حېرتان بندرته څېرمه دوه نظامي لواوې پرتې دي د دوی دلاسه موږ محصول نه شو اخستی په لارو کې مسلح کسان ولاړ وي او له موټرو محصول اخلي، دوی وړانديز وکړ که عسکري جبري شي او پوليس د کانکور له لارې ونيول شي نو ښه به وي.
دمزار ښاروال وويلې چې شپږ زره کورنۍ بې سر پناه اوسيږي او موږ هيڅ امکانات نه لرو چې دوی سره کومک وکړو، دامنيه قوماندان وويل چې دا څنګه امکان لري چې پوليس بې تنخواه، له ځای او وسايطو پرته د خلکو امنيت تامين کړي.
جلالي صيب د دوی په ځواب کې وويلې چې د معلولينو او معيوبينو مشکل ملي او اجتماعي مشکل دی او يوې ملي ستراتيژۍ ته ضرورت دی، خلک هم مسؤليت لري چې د حکومت تر څنګ د دولت سره مرسته وکړي ، دميزان په مياشت کې به نوی اساسي قانون انشأالله تصويب شي خو دجبري مکلفيت دوره اوس ممکنه نه ده، د مخه بايد سمه احصايه او دتذکرو ويش تر سره شي، دا هم امکان لري چې زورور او پيسه دار کسان به خپل بچيان جبري عسکرۍ ته نه ليږي او دا کار به يوازې په غريبو خلکو تطبيق شي، خلک غريب دي پوليسو ته بايد معاش ورکړل شي.
دمجلس په منځ کې يو ډله سپين ږېرو چې غالبا د استاد عطامحمد نور له خوا به لمسؤل شوي وو، په شکايتونو يې پيل وکړ دوی ويل چې نهر شاهي ولسوالي دوه کاله کيږي چې د وسله والو له خوا اشغال شوې او دا وسلوال بايد بې وسلې شي.
دا و دغه درې ولاياتونو ته زموږ د سفر جزيات چې په مختصره توګه مو تاسې ته وړاندې کړل، دا دافغانستان د دغه وخت د وضعيت يوه بيلګه وه چې اداره ضعيفه وه، د مرکزي حکومت نه اطاعت نه وو، مسلحو او زور واکانو په عام ولس باندې رنګارنګ ظلمونه کول، نو ځکه خو د وضعيت د بدليدو لپاره جدي او عملي اقداماتو ته اړتيا وه چې له بده مرغه د مرکزي حکومت د ضعف او بې تفاوتۍ له امله څنګه چې لازمه وه ډېرکارونه په سمه توګه په مخ نه تلل.