
د اسراییل د کورني امنیت مطالعاتو موسسه (INSS) د ایران پر وړاندې د اسراییل برید د پایلو لا څېړلو په موخه، د یوې داسې طرحې بڼه یې جوړه کړې ده، چې اسراییل د امریکا له ملاتړ پرته پر ایران پوځي برید کوي.
د جروزالیم پوسټ ورځپاڼې د رپوټ له مخې دغه بڼه جوړونه د دې لپاره شوې ده، چې پر ایران له برید څخه ۴۸ ساعته وروسته کوم بدلونونه به په منځني ختیځ کې رامنځ ته شي.
دغه طرحه پدې فرضیې سره، چې اسراییل د امریکا له ملاتړ پرته د نومبر میاشتې په نهمه شپه پر ایران برید کوي تر سر شو. د اسراییل کورني امنیت مطالعاتو موسسې له لوري، چې د تل ابیب پوهنتون تر نظر لاندې فعالیت کوي په جوړ شوي موډل کې داستان داسې پیېلېږي: الجزیره رپوټ ورکوي، چې د اسراییل جګره¬ییزو الوتکو په درېیو بریدونو کې د ایران هستوي تاسیسات تر برید لاندې راوستل.
لدغه خبر وروسته اسراییل په رسمي توګه وايي له هغه ځایه، چې نوره چاره مو نه درلوده پر ایران مو برید وکړ. د دغې طرحې له مخې د ایران هستوي تاسیسات له منځه ځي او د دغه هیواد هستوي پلانونه درې کاله له شاتګ سره مخامخ کېږي. د دغه برید په لړ کې ایران هم په خپل ټول توان سره اسراییل ته ځواب وايي او په دوو پړاوونو کې ۲۰۰ شهاب توغندي د اسراییل پر لور توغوي، چې وروسته د لبنان له حزب الله، حماس او یو شمېر نورو ایران پلوه ډلو څخه غوښتنه کوي، څو پر اسراییل برید وکړي.
له همدې مخې او د ۴۸ ساعتونو په اوږدو کې اسراییل بل برید تر سره کوي. د اسراییل کورني امنیت مطالعاتو موسسې له لوري په جوړ شوي موډل کې داسې تصور شوی دی، چې په لومړنیو بریدونو کې ایران په خلیج کې د امریکا اډې تر برید لاندې نه راولي. د دغو بریدونو په غبرګون نړۍواله ټولنه په څو برخو وېشل کېږي، چې روسیه پدې لټه کې ده، څو ووايي، چې پر ایران د اسراییل برید له امله د مسکو ستراتېژيکې موخې له خطر سره مخ شوي دي.
د امریکا دريځ
که څه هم د اسراییل له لوري پر ایران برید کې دغه هېواد له امریکا سره مشوره و نه کړې؛ خو د دې لپاره، چې د نړۍ هېوادونو ترمنځ د درز له پيدا کېدو څخه مخنیوی وشي امریکا له تل ابیب څخه ملاتړ کوي او وايي: تر هغه، چې ایران د هرمز تنګي نه وي تړلي له ایران سره به جګړې ته دننه نه شي. له بل لوري واشنګټن وايي، چې چمتو دی له ایران سره خبرې اترې وکړي او دغه هېواد پر وړاندې شته بندیزونه کم کړي.
پدغه طرحې کې ویل شوي دي که څه هم په لومړیو کې ایران په خلیج کې د امریکا له ګټو او تاسیساتو سره کار نه لري؛ خو پوهېږي، چې په داسې شرایطو کې یوازینۍ لاره د امریکا پر ګټو برید دی.
د لبنان حزب الله دریځ
د دغه موډل له مخې پر ایران د اسراییل له برید څخه وروسته حزب به په یوه کړکېچ موقعیت کې ځای لري؛ ځکه له یوه لوري ایران پرې فشار راوړي، څو د اسراییل پر وړاندې درانه بریدونه تر سره کړي او له بل لوري حزب الله به لدې اندېښنه ولري، چې د اسراییل پر وړاندې بریدونه به د لبنان ملي امنیت له خطر سره مخ کړي.
بلاخره ایران د دې په بیان سره، چې (نن د حساب ورځ ده) حزب الله قانع کوي، څو د اسراییل پر وړاندې برید وکړي.
حماس به هم حزب الله ته ورته وضعیت ولري؛ خو د اسراییل او حزب الله ترمنځ د جګړې پر مهال به هڅه وکړي، څو تل ابیب ته دا پلمه په لاس ور نه کړي، چې پر غزې تړادې توغندي وتوغوي. جروزالیم پوسټ په دوام لیکي: له ۴۸ ساعتونو وروسته د ایران او اسراییل ترمنځ جګړه کمېږي او نړۍ واله ټولنه د دغې جګړې پای په موخه او نورو هېوادونو ته یې د پراختیا مخنیوي لپاره مټې رانغاړي.