
د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد په نړۍ کې د قانون حاکميت په موخه وړانديز وکړ، چې د دولتونو ترمنځ دې گواښ او زور ته لاس اچونه منعه شي او د نړۍ په کچه اختلافات بايد په سوله ييزه توگه حل شي.
احمدي نژاد، چې د ملگرو ملتونو عمومي غونډي په څنډه کې د قانون حاکميت تر سرليک يې يوې غونډې ته وينا کوله، د ملگرو ملتونو د امنيت شورا له جوړښت څخه يې نيوکه وکړه او ورانديځ يې وکړ، چې ټول هېوادونه دې په نړۍوالو پرېکړو کې يوشان ونډه ولري.
ده زياته کړه، چې د وټو حق تحميلي او له تبيعضه ډک امتياز دی، چې مشروعيت نه لري او له همدې امله دغه شورا په نړۍ کې د عدالت، نظم او امنيت په ټينگښت کې پاتې راغلې ده.
د ايران ولسمشر يو ځل بيا اسراييل يي په منځني ختيځ کې يو جعلي او بې بنسټه دولت وباله او ويې ويل: د اسراييل له لوري نيول شوي سيمې بايد د هغو اصلي خاوندانو ته وگرځول شي. احمدي نژاد د ايران له اټمي هڅو مخنيوي څخه نيوکه وکړه او زیاته یې کړه: د ايران له علمي پرمختگ څخه د مخنيوي په موخه دغه هڅې پداسې حال کې تر سره کيږي، چې اسراييل ته اجازه ورکړل شوې، ثو اټم بم په واک کې ولري.