
د کوېټ په زرګونو اوسېدونکو د دغه هېواد پارلمان پر وړاندې د لاريون په تر سره کولو سره د ټاکنو د قانون طرحې له بدلون سره مخالفت کړی دی. دغه لاريون د مخالفو گوندونو له لوري تر سره شوی او لاريون کوونکيو خبرداری ورکړی؛ که چېرې دولت په خپله خوښه د ټاکنو په قانون کې بدلونونه رامنځ ته کړي؛ دوی به يې پر وړاندې پراخ لاريونونه تر سره کړي.
بل لور ته د کوېټ دولت د دغه هيواد د اساسي قانون له محکمې څخه غوښتنه کړې، څو د ټاکنو قانون بدلون په اړه، چې په 2006 زېږدي کال کې تصويب شوی حکم صادر کړي.
هاخوا مخالفين وايي دولت هوډ لري، چې د ټاکنو قانون د ځان په گټه بدل کړي، ثو لدې لارې پارلمان ته د مخالفو ډلو استازو له برياليتوب څخه مخنيوی وکړي. د مخالفو ډلو په زرگونو تنو پلويانو تيره ورځ د دغه هېواد پارلمان پر وړاندې لاريون تر سره کړی او د ټاکنو قانون له بدلون سره يي خپل مخالفت څرگند کری دی.
لاریون کوونکو خبرداری ورکړ؛ که چېرې په یاد قانون کې بدلون رامنځ ته شي دوی خپلو لاریونو او سیاسي فعالیتونو ته زور ورکړي.
د کوېټ د پارلمان یو شمېر غړي هم وايي؛ که چېرې د محکمې حکم د دوی د غوښتنو پر بنسټ نه وي، نوی دوی راتلونکي پارلماني ټاکنې تحریم کړي.
د پارلمان یو غړی ولید الطبا طبايي وايي: "که چېرې د محکمې حکم زموگ د غوښتنو پر بنسټ نه وي؛ موږ به راتلونکې ټاکنې تحريم کړو او د هغو پر وراندې به سياسي فعاليتونه زیات کړو. موږ به د هغه پر وړاندې پراخ لاريونونه تر سره کرو".
په وروستيو کلونو کې د کوټت دولت مخالفينو د دغه هېواد حکومت پر وړاندې په وار وار لاريونونه تر سره کړي دي. دوه اوونۍ وړاندې هم پدغه هېواد کي د شاهي کورني له لوري د قدرت انحصار پر وړاندې لاريونونه تر سره شول.