
پنځمه برخه :
د سمنګانو ولايت ته سفر
دجون د مياشتې ۲۵ نيټه ۲۰۰۱ م کال
سردار سعيدي سره له چايو خوړولو وروسته مو د سمنګانو ولايت پر لوري خپل سفر پيل کړ، دتاشقرغان د حضرت سلطان په ولسوالۍ کې دسمنګانو والي سيد محمد اقبال منيب او ورسره سلګونه قومي مشران او دښوونځيو زده کوونکي زموږ هر کلي ته ولاړ وو، زده کوونکو ډېرې په زړه پورې ملي ترانې وړاندې کړې چې د جلالي صيب له خوا په نغدي تحايفو ووياړل شول، په دغه سفرکې موږ سره استادعطامحمد نور، جمعه خان همدرد او دبلخ دامني قوماندان ډګر جنرال سيدمحمد هم ملګرتوب کاوه،غرمه مهال د سمنګان ولايت مرکز ايبکو ته ورسيدو، دلته هم په سلګونو کسانو زموږ انتظار ويسته په ايبکو کې مو په هغه غونډه کې برخه واخسته چې د جلالي صیب او ورسره هيئت په وياړ جوړه شوې وه.
لومړی د سمنګانو والي محمد اقبال منيب خبرې وکړې او د هرکلي نه وروسته يې وويل (( افغانستان داخل مرحله ئې نوين مې شود که بعد از دوره اشغال و اختلاف های داخلي جوامع بين المللی و دوستان خارجي افغانستان باما ايستاده و همکاري ميکنند، دېروز افغانستان د رجوامع بين المللی به حيث مملکت حامې مرکز تروريزم وقاچاق مواد مخدر شناخته مې شد، اما امروز وطن ما در استانه بازسازی قرار دارد، اگر وحدت ملی داشته باشيم گامې استوار در بازسازی خواهيم داشت، افغانستان خانه همه است، سمنگان دارای شش ولسوالی و تخمينا تعداد نفوس آن به شش لک نفر مې رسد، همه اقوام پهلوی يک ديگر مثل برادر زنده گی مې کنند. دشمنان افغانستان مې خواهند که ثبات سياسي افغانستان رابرهم بسازد مگر ما حمايت خود را از فرامين،هدايات و احکام حکومت مرکزی اعلان مې کنيم و تا ئيد فيصله ۱۳ فقره يې شورا امنيت رامې کنيم وامنيت اينجا مربوط قومانداني امنيه است نه گروه مسلح ديگری.
دسمنګان د والي د خبرو نه وروسته جلالي صيب په خپلو خبرو کې لومړی د دولت د رئيس سلامونه خلکو ته وړاندې کړل او دسمنګانو د ولايت د چارواکو او خلکو له هر کلي يې مننه وکړه او ويې ويل : ((په دې غرونو کې په زرګونو رستمان(۷) راپيدا شوي دي او خپل هېوادیعنی افغانستان يې له دښمنانو ساتلی، خدای جل جلاله دې وکړي څرنګه چې موږ په جګړه کې همیشه ميدان وړی نو په سوله کې هم بايد له چا کم ونه وسو، د ځان غوښتنې نه بايد ځانونه وژغورو، که افغانستان ارام وي نو موږ به هم ارام يو، هو! که زه راتلونکې ته هيله من نه وای نو ما د وزارت دا درنده دنده نه قبلوله،دافغانستان ډېری خلک سوله غواړي ، همدارنګه نړيواله ټولنه هم د افغانستان امنيت ته ځانګړې پاملرنه کوي، په راتلونکو درېو کلونو کې به موږ نږدې پنځوس زره پوليس ولرو چې دا پوليس به ديو شخص، يو تنظيم اویا يو قوم پوری به تړاوونه لری، ښه معاش او ښه امکانات به ولري چې په عزت سره خپله دنده پر مخ بوځي.))
د جلالي صيب له خبرو وروسته دسمنګانو دولايت مرستيال خادم حسين ناطقي خبرې وکړې او وي ويل: د ۱۳۵۷ هـ ش کال دلوې د مياشت په ۲۶مه نيټه د دره صوف خلکو قيام وکړ چې بيا حکومت زه بندي کړم چې لومړی دلته په سمنګانو کې بندی وم او بيا يې کابل ته انتقال کړم او بيا د ۱۳۵۸ کال د جدي په ۲۶ نيټه خلاص شوم او ورورسته بېرته دلته راغلم او په عملي جهاد کې مې برخه واخسته. له دې وروسته مو د دره صوف معادن او بيا ولسوالي ونيوله او وروسته مو تخت رستم هم ونيوه چې د طالبانو پر ضد انقلاب هم دلته پيل شو، چې مشترکه شورا مو جوړه کړه چې زه يې دشورا مشر، حاجي عبدالوهاب د نظامي شورا مشر او حاجي احمدي چې اوس د دره صوف د ابتدايې محکمې قاضي دی د قضايه شورا رئيس وو، په دره صوف ولسوالۍ کې شيعه او سني قومونه دواړه د وروڼو غوندې بودوباش لري اوس دا ولسوالي دوه شوې او د د ره صوف عليا او سفلی په نامه ياديږي.
دبلخ ولايت او سمنګانو تر منځ۱۰۳ کيلو متره فاصله ده او دخلکو عمده ستونزه د زور واکانو سره وه چې د خلکو ځمکې او جايدادونه يې په زور نيولي و، په دغه ولايت کې پښتانه اقليت ووچې دازبکو له خوا به ظلم ورباندې کيده.
د سمنګانو والي سيد محمد اقبال منيب چې ازبک و، ډېر زرنګ سړی ووچې دشرايطو سره يې ځان ډېر ژر عياروه او دهر چا په مزاج به يې خبرې کولې، حتی د ولايت په خونه کې به يې د مختلفو کسانو عکسونه درلودل او کوم هيئت به چې راته نو دهغه دطرفدار عکس به يې په خونه کې راځړاوه، د بيلګې په توګه کله چې به د کابله څوک ورتلل نو دښاغلی کرزی صيب عکس اوکه د جنرال دوستم له خوا به څوک وو نو د جنرال دوستم او که د جمعيت به څوک وو نو بيا به يې د احمد شاه مسعود عکس په خپله خونه کې لګاوه.
په سمنګانو کې د غرمې ډوډۍ دمخه جلالي صيب خپل د پلاوي رئيسان د ولایت بررسي ته ورلېږل او ماسپښين بېرته د مزار شريف ښار ته رأستانه شوو، مازديګر مو په مزار کې د دغه ښار د يو شمېر سپين ږېرو سره وکتل، جلالي صيب سپين ږېرو ته څرګنده کړه چې زموږ د سفر هدف دا دی چې تفصيلي خبرې وکړواو مشکلاتو د حل لارې چارې ولټوو. موږ ملي پوليس جوړو چې لومړی ورسره څلور کاله قرارداد کوو او بيا تر شلو کالو پورې د پوليسو په چوکاټ کې کار کولای شي او تقاعد به هم ولري. د دې پرګرامونو په اړه بې تفاوتي د دې معنا لري چې د خپلو اخلاقي، اجتماعي او ملي مسؤليتونو څخه تيښته کوو، د بې وسلې کولو پروسه بايد دوام پيدا کړي او کار بايد اهل کار ته وسپارل شي، مهاجرين چې کله هېواد ته رأستنيږي د بې کارۍ له امله دوی دویم ځل مهاجرت ته اړ کيږي، بايد دوی ته دکار زمينه مساعده شي.
يو تن مولوي د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او وويل: کله چې دهقانان خپل حاصل ټولوي نو مسلح کسان ورنه په زور دعشر په نامه (ده يک ) حاصلات ټولوي، ده وويلې (( تامين امنيت وقتی شده ميتواند که تعداد ارباب هاباید برداشته شود، اگر چند خدا مې بود اين نظام درهم وبرهم مې شد، همين قرارگاه ها ارباب ما نيست، ما يک مسؤل مقتدر وآزاد د ر ولايت مې خواهيم،کسانيکه فرامين رامې خواهد تطبيق کنند اول بايد سرخود عملی کند، اين ارباب ها که درشهر مې گردند موترهای مسلح پشت سرشان مې باشد که ترس و وهم را ايجاد مې کند. تقريبا دو روز پيش چهار بجه روز در شهر تاجر ما رابسته کرده، و هفت هزار دالر را ازنزدش برد، به همه اداره های امنيتی رفتیم هيچ کس عرض ما را نه گرفت ما چطور مې توانيم که سر اين ارباب های مسلح انتقاد کنيم، مواد مخدر راکه قاچاق مې کند همين ارباب های مسلح ميباشد، آدم غريب و تاجر قاچاق مواد مخدر را کرده نمې تواندجنگ در دروازه بلخ (۸) مې شود ومال ما در ديگر جای شهر چور مې شود))
جلالي صيب د دغو مشرانو دخبرو اوريدو وروسته دوی ته وويل: حکومت اوسمهال په مرکز کې هم کمزوری دی، ځينې مسائل په مرکزي حکومت باندی له اطرافونو تحميليږي ، موږ بايد داسې ګام پورته کړو چې هدف ته مو نږدې کړي، په ډېرو ټولنوکې ډېر کرته دتصوراتو پر بنسټ پريکړې کيږي اوواقعيتونه په پام کې نه نيول کيږي نوزموږ ستونزه هم همدا ده چې ډېر کرته دتصوراتو پر بنسټ پريکړې کوو هر شخص دلته چارو ته د تنظيمي،سيمه يېزو، ژبنيو او نورمساُیلوپه شکل ګوري، په ميمنه کې خلک د نوی والي پر شا اوخوا راجمعه شوي دي، موږ د ميمنې ښار ته پنځوس تنه پوليس دکابل نه ليږلي چې دخلکو په همکارۍ اوس هغه څوک ښار ته نه پريږدي چې د وسلې دګرځولو کارت ونه لري. د کوکنارو دکرکيلي څخه دهقانان ډېره لږه ګټه اخلي او ډېره ګټه يې قاچاقبرانو او نورو ته رسيږي خو بدنامي يې دافغانانو ده.
د فارياب والي قاضي عنايت هم موجود و او ويې ويلې چې دميمنې په ښار کې دجمعيت او جنبش دډلی کسان د خلکو په کورونو کې په زوره ځای په ځای شوي وو څلور کسه يې ترور کړل او بيا وروسته جګړه پيل شوه چې اتلس ساعته يې دوام وکړ چې ديارلس کسه په کې مړه شول او څوارلس کسه په کې ټپيان شول، خلکو مظاهره وکړه او پر ولايت يې هجوم راوړ او ويل يې که تاسې زموږ حمايت وکړئ دا مسلح کسان موږ په تيږو او کوتکيو هم له ښاره ويستلی شو، هماغه وو چې موږ دخلکو د دې اقدام نه حمايت وکړ او اوس دميمنې په ښار کې مسلح کسان نه شته.
داچې په بلخ ولايت کې زما پلار څو دورې د ندې اجرا کړې وې نو ما هم په دغه سيمه کې ډېر پښتانه مشران پيژندل نو دوی له مانه غوښتنه وکړه چې غواړي جلالي صیب سره په ځانګړي توګه وګوري نو ما جلالي صيب ته وویل که دوی ته وخت ورکړي او ستونزې يې واوري نو ښه به وي. جلالي صيب مازديګر ناوخته وخت ورکړ چې نږدې سل کسه پښتانه مشران دبيلا بيلو ولسواليو څخه راغلل. د بلخ د ولسوالۍ نه مېرزا عبدالرحمن خبرې وکړې او ويې ويل چې د بې وسلې کولو پروسه بايد عملي شي، په موږ هر چا ظلم کړی او دولايت په ټولو شعبو کې زموږ عرض څوک نه اخلي، دبلخ ولايت امنيتي وضعيت ډېر خراب دی. ورپسې د بلخ دولايت دمخورو د شورا مرستيال وکيل عبدالحميد خان چې د شولګرې د ولسوالۍ دی خبرې وکړې (۹) او ويې ويل: جناب جلالي صيب ستا په راتګ اوس موږ ازادې خبرې کوو، يوازې زموږ دغه ليدنه هم ډېره مؤثره ده، دې کې شک نه شته دی چې امنيت خراب دی، قاتلين نه نيول کيږي او ظلمونه شته دی، نژادي تبعيض شته دی، په دولتي ادارو کې پښتنو ته حتی د يو پياده سهم هم نه دی ورکړل شوی، که د سولې او بازسازۍ پروسه وروورو هم پر مخ ځي موږ ورته خوشبين يو.
يو تن د لوی جرګې وکيل حاجي عبدالقيوم د بلخ ولسوالۍ اوسيدونکي وويل چې که تاسې دغه مسلح کسان له ښاره وباسۍ نو دوی اطرافو ته راځي او هلته هم ظلم کوي، هغوی هم د دې خاورې بچیان دی، همدا اوس دبلخ د ولسوالۍ ښارګوټي ۵۰۰ متره مربع مساحت لري او د تنظیمونو دوه پوستې په کې شته او که نور مسلح کسان هلته راشي نو ستونزې به نورې هم ډېرې شي، نو ښه به دا وي چې وسله والې ډلې بې وسلې شي.
وروسته جلالي صيب خبرې وکړې او وویل چې: زه له تاسې سره موافق يم چې د بې وسلې کولو بهېر بايد ادامه پيدا کړي، خبرې خو ډېرې دي خو د حل لارې بايد ولټول شي. په دولتي ادارو کې بايد ټولو قومونو ته هم د مرکز او هم دولاياتونو په کچه په متنا سبه توګه ونډه ورکړل شي خو اهليت بايد په نظر کې ونيول شي، د جرګې اصل دی چې يو څه به اخلې او يو څه به ورکوې، اميد دی چې دا ستونزې ژر حل شي او زه دې ته متوجه يم.