
وایی چی د کوم چا کور ته غل ورغلی وو او لټول
یی چی یو څه پیدا کړی او له ځانه سره یی یوسی ، خو په کور کی یی نور هیڅ پیدا نه
کړل یوازی د کټ لاندی د تخم غنم پراته دی.
نو کله چی غله ور لاس کړ چی را ویی باسی د کور خاوند چی ځان یی په خوب اچولی وو( ځان یی ویده ښود)، په غله غږ کړ
او ورته یی وویل چی پدی به سره خپه کړو.
روښتیا هم چی پښتونستان د ډیری پښتنو لپاره د
تخمه د غنو څخه ډیر اهمیت لری، او ټول پښتانه که هغه خوا دی او که دغه خوا ځانونه یو وجود بولی ، د یو بل په غم غمیږی او
په خوشحالۍ یی خوشاله کیږی. زه هم په خپل وارسره
تر کومه چی زما ساده فکر پری کار
کوی په یاده شوی موضغ لږ شان ته رڼا اچول غواړم .او غواړم چی لاندیو پوښتنو ته نسبی ځوابونه پیدا کړم.
د ډیورنډ موضوع ولی اوس راپورته شوه؟
ایا په کابل کی ناسته اداره به دی موضوع ته سم
ځواب ووایی؟
ایا ټول افغانان دا پوله نه منی؟
ایا موږ د پولی پر هغه خوا پښتنو حساب کولی شو؟
څه باید وشی؟
که موږ لږ شاته لاړ شو او دا لنډ تاریخ وګورو،
څو میاشتی وړاندی امریکایانو د پاکستان پر پوځیانو بامونه وعورځول چی په نتجه کی
یی ۲۰ کسه پاکستانی پوځیان د تورو خاورو خوراک ته مجبور کړل او په کتل یی ورسول،
هغه وو چی پاکستان د ناټو پر مخ د کراچۍ
له لاری اکملاتی لاره وتړله او له ناټو یی وغوښتل چی امریکایان د له پاکستان څخه ددوی د پوځیانو پر
وژنه بښنه وغواړی.خو امریکایانو دا کار
ونه کړ یعنی له پاکستان څخه بښنی ته تیار
نه وو. نو ناټو یی دی ته مجبوره کړه چی د
روسی له لاری خپل د ضرورت مواد په افغانستان کی پرتو عسکرو ته ورسوی.خو دا نوی
لاره ناټو ته په اقتصادی لحاظ خواره قیمته تمامیدله او هغه وو چی ناټو بیا پاکستان
ته مراجعه وکړه تر څو د کراچۍ لاره ددوی پر مخ خلاصه کړی. زما په غالب ګومان په هم
هغه وخت کی د امریکایانو او پنجپیانو تر منځ ډیر زور د ډیورنډ د کرښی په سر وو نه
د بښنی پر سر کومه چی په رسانیو کی انعکاس کیدله نو په هم هغه وخت کی امریکایانو د
پښتنو په سر د پنجبيانو سره معمله وکړه او پښتنانه یی خرڅ کړل او دا مسله یی د
پاکستان سره ومنله چی د ډیورنډ پوله د نړیوالی پولی په صفت وپیژنی. دا د دی کرښی
په تاریخ کی او د امریکا په تاریخ کی کومړۍ ځل دی چی نن امریکایان په واضغ ټکیو
وایی چی دوی (امریکایان) د ډیورنډ پوله د نړیوالی پولی په حیث پیژنی.
بله خوا دا پدی معنی هم نه شی کیدلای چی ګویا
امریکایان غواړی پاکستان ته دی ګټه ورسوی په داسی حال کی چی پاکستان اتومی اصلاحه
هم لری. او موږ باید له یاده ونه باسو چی غربیان د پاکستان له اتومی وسلی څخه په
روښتیا ویره لری او داسی فکر کوی چی که نوموړی وسله احیا ننآ د ځینو اسلامی
تندراوانو لاس ته ورشی چیری نه چی دوی پری
خوړین نه کړی.نو داسی احتمال شته چی امریکا
افغانستان او پاکستان په جګړه
واچوی او بلاخره پاکستان په همدی چل ټوټی کړی.
ایا په کابل کی ناسته اداره به دی موضوع ته سم ځواب
ووایی؟
وایی چی غوایی د په کور کی لوی شی غاښونه یی مه ګوره. نو په
کابل کی ناستی اداری خو تر او سه ټولی ازموینی فعل یعنی ناکامی کړی دی نو په دی ازموینه کی به څنګه بریالۍ شی.
دافغانستان په ناسته اداره کی به داسی خلک
چی ملی ګټو ته وفادار وی په نشت خسابیږی او ټول داسی څوک راټول شوی چی چی په هره
موضغ کی خپلی شخصی ګټی تر ملی ګتو پورته بولی نه د هیواد او نه د ولس په فکر دی او
نه یی ساتی، او دا ګټی د تقریبآ ۱۵۰
افغانانو په منځ کی ویشل کیږی نور ملت په اور کی سوځیږی.چی له دی ۱۵۰ افغانانو څخه
کرزی او کورنۍ یی د هغه مرستیالان ، کابینه ،ولیان او د ولس په کور کی ۹۰ سلنه د
ولس غله دی چی هیواد یی لوټ کړ او لوټوی یی. نو ددی ویره هم شته چی د کرزی اداره
پدی خاطر چی ګټی یی خوندی پاتی شی د ډیورنډ په پوله د امریکایانو او پنجپیانو سره
نا مشروع معامله وکړی.
ایا ټول افغانان دا پوله نه منی؟
له پښتنو پرته د نورو قومونو ډیرۍ سیاستوال په هیڅ وجه نه غواړی چی پښتونستان د د
افغانستنان یو برخه وی او یا د شی دا ځکه چی د نوموړو قومونو سیاستوال له دی ویره
لری چی که د پولی هغه خوا پښتانه هم د افغانستان د پښتنو سره يو ځای شی نو فکر کوی چی د دوی اواز
به بیا هیڅ نه اوریدل کیږی او هغه نا مشروع ګټی چی دوی یی د ژبی قوم
تر سیوری لاندی تر لاسه کوی له
منڅه لاړی شی. ځینی خو پدی نظر دی چی دا شته افغانستان هم ټوټی کړی او دا
ورسره پښتانه هم له ځانو څخه جدا کړی . خو
ټول افغانان دی پدی ښه پوه شی چی ددوی خوشبختی او هوسایی یوازی او یوازی په یوالی
او یو موټیتوب کی ده او د ټوټه کیدلو په نتجه کی به خپل ځانونه لکه د ډوډۍ د ګلی
په شان د همسایه هیوادونو د خوراک سبب
کړی. بل خوا غام ولس دی چی د هغه رول په اوس وخت کی صفر دی او هيڅوک ورته اهمیت نه
ورکوی.
ایا موږ د پولی پر هغه خوا پښتنو حساب کولای
شو؟
بل خوا د پولی هغه خوا زموږ پښتانه وروڼه دی
چی بی له شکه زموږ مټ او وزر دی په بی رحمانه ډول له موږ جدا کړل شوی دی او هلته
هم یو غام ولس دی او بله خوا یی سیاستوال دی. او د پولی هغه خوا عام پښتانه که هر
څومره وغواړی چی د افغانستان د پښتنو سره یو ځای شی، ولی که سیاستوال یی و نه
غواړی نو ددوی نظر یا غوښتنه د افغانستان د پښتنو څخه پرته د نورو قومونو په شان
ده یغنی چی هیڅ رول نه لری.خو موږ یی ګورو چی د پولی هغه خوا د پښتنو ډیرۍ
سیاستوال او په پوځ کی پښتانه پوځییان په هیڅ وجه نه غواړی چی د افغانستان سره يو
ځای شی دا ځکه چی پنجبیانو دوی داسی بی حاله کړی دی چی هیڅ وخت به راویښ نه شی.
هغوی ته یی ښایسته کورونه، لوکس موټرونه، او ښه معاشونه په اختیار کی ورکړی دی او
بلا تشبه جنت یی ورته جوړ کړی دی او دا جنت به په ساده ډول له لاسه ورنکړی.
نو څه باید وشی؟ دا پوښتنه د دی پورتنیو مشکلاتو او شرایطو په موجودیت
کی اسانه نه ده ده چی ورته په اسانۍ سره ځواب پیدا کړل شی. او زما په نظر ددی
پوښتنی د ځواب پیدا کولو يوه طریقه شته هغه دا چی د افغانستان له ګوټوګوټ څخه او د پولی هغه خوا څخه د ولس واقعی او ریښتنی
نماینده ګان راوبلل شی او د ګران افغانستان د تاریخ په نظر کی نیولو پر بنسټ یوه حقیقی لویه
جرګه جوړه او دی وروستۍ پوښتنی ته سم ځواب پیدا کړی. دا ځکه چی دا خو یوه ورځ نه
ده له هغه تاریخه چی پاکستان جوړ شوی دی د همدی کرغړنی کرښی پر سر یی زموږ سره
کلکه د شمنی ده او له هره امکان څخه چی وس یی رسیږی کار اخلی او په افغانستان کی
که اسلامی رژیم وی او یا غیری اسلامی دی ته یی نه پریږدی چی ساه وباسی . ولس وژنی،
ښونځي، روغتونونه، پلونه ، کورونه خلاصه یی دا چی په هیڅ صرفه نه کوی، او دا کوشش
کوی چی افغانان سر پورته نه کړی . نو ښه به دا وی چی دا مسله د ولس ریښتنی
نمایندهګان حل کړی او له دی مسبت او بدبختۍ څخه ټول پښتانه د ابد لپاره خلاص کړی.
جنګ د ډیورنډ غاړی
ته راغی ټوپک
راواخله پنجپیان راغلی دینه!
د یوه لوی افغانستان په هیله.
ډاکټر ګل مر جان منګل