
قریب الرحمن سعید
په اروپا کي د افغان ولس د سولي د جرګګۍ مشر
چهارشنبه 3 عقرب 1391
بسم الله الرحمن الرحيم
د لوې اختر مبارکي
ټولو درنو ، وياړلو او پتمنو هيوادوالو ته ، هغوې چي د خپل ګران هيواد د ازادۍ او استقلال سره مينه او محبت لري ، په دې لاره کي شپه او ورځ هڅه او هاند کوي او د هيڅ ډول ځان ځارنې څخه دريغ نه کوي ، او تر څنګ يي ټولو هغو شازلميو ته چي دخپل هيواد د ابادۍ له پاره يي مټي را بډ وهلي ، د هر ډول فساد په مقابل کي په کلکه ولاړ دي ، او بیا ټولو هغو کونډو ، يتيمانو ته چې دترور او وحشت په واسطه دخپلو خپلوانو د وژلو وروسته يي لا تر اوسه سترګي نه دې وچې شوي او شپه او ورځ د خپلو خپلوانو د بياراتلو له پاره سترګې په لاره دي او .... ددي لوې اومبارک اختر د مبارکو ورځو د رارسيدو په مناسبت د زړه له کومي مبارکي وايم . او د الله تعالي د پاک ، مقدس ، رحيم او کريم ذات څخه خپلو ټولو شهيدانو ته دجنت الفردوس دعا کوم او زخميانو او بې کوره شوو کورنيو ته د الله د عظيم او ستر ذ ات د درباره د عاجلې شفا او ددنيا او اخرت ستر اجر او بدله غواړم .
درنو هيوادوالو! هيواد مو د سختو شرايطو څخه د تيريدو په حال کې دې ، امنيتي ستونزې ورځ په ورځ دکمښت په ځاې د ډيريدو په حال کې دي . بهرني څواکونه چي په ۲۰۰۱ کال کي افغانستان ته ، په دی هیواد کي د امن د ټینګښت او ددي هیواد د بیا ابادۍ له پاره راغلي وو ، نه یواځي زمونږ هیواد یی اباد نه کړ بلکه ورځ تر بلي یی ددي هیواد ټول فرهنګي ، اخلاقي ، کلتوري او مذهبي بنسټونه یو په بل پسي له منځه یوړل . دخپلو یولسو کالو په موجودیت کي یی نه یوازي زمونږ هیواد ته مارشل پلان ور نه کړ بلکه د پخواني پلانونو په واسطه جوړشوي بنسټونه یی هم تر پښو لاندي کړل ، نه یوازي دا چي زمونږ ددی وران ویجاړ هیواد د جوړښت له پاره یی کوم ګام بورته نه کړ بلکه دخپلو اوسیدو ځایونه یی هم تر اوسه د خیمي نه په تعمیر بدل نه شول . ..... اوس چې دوي د دي هیواده د وتلو تکل کړې ، نو زمونږ د هیواد اساسي بنسټونه یی هم و لړزول . په هیواد کي یی قومي او ولسي تربګنیو ته لمن ووهله ، د لږ کیو او ډیره کیو په نامه یی د ورونو ولسونو تر منځ فاصلي راپیدا کړې ، مجرم او د ولس په وینو ککړ او ولسې محکمي ته مطلوب عناصر یی په واک کي وساتل .....د ټاکنو نظام یی د بد نه بدتر کړ او د یو څو کمزورو او په فساد کي ښکیلو عناصرو له پاره یی د واکمنۍ لارې چارې برابرې کړي .....
درنو هیوادوالو ! نړیوال ځواکونه د افغانستان څخه د وتلو بیړه کوي ، د ۲۰۱۴ کال ترپایه او یا شوني ده چي ددی نه مخته دا ځواکونه زمونږ هیواد په داسي حال کي پریږدي چی هیوادوال د یوه کمزوري حکومت په شتون کي په نورو تازه ستونزو کي سره لتاړ کړي او خداې ناخواسته د ۹۲ کال کرغیړني پیښي یو ځل بیا تکرار شي ..
په دي اساس دا زمونږ د هیوادوالو او په ځانګړي توګه د سیاسي او فرهنګي فعاله شخصیتونو دنده ده چي ددی ستر ازميښت څخه هیواد د سلامتۍ او امن په لور رهبري کړي .
راځئ ددغه ازمون او ازمیشت له پاره لاسونه یو کړئ ، او نړیوالو ته وښایاست چي افغانان ددي جوګه دي چي خپل امور په ښه او غوره توګه د خپلمنځي جرګو او خپلمنځي خبرو اترو له لاري پر مخ بوزي ....
اختر دي دټولو مبارک وي
ژوندي دي وي افغانستان
قریب الرحمن سعید
په اروپا کي د افغان ولس د سولي د جرګګۍ مشر