پښتانه او د هغوی په ضد جګړه

احمدجان تڼی


په دې ورځو کې رسنیو راپور ورکړ چې په جنایتونو تورن وګړی ددې په ځای چې جزا ورته ورکړل شي  د بندیخانی څخه خلاص شوی.
ددې عمل په وړاندې د ولسی جرګې د شکایتونو د اوریدلو کمیسیون او په مشرانو جرګه کې د روزګان ولایت استازو سخت غبرګون وښوده. چې د دوی په اړخ کې د هیواد ډیرې خلک د حکومت په دې کار باندې په غصه شوي دي.
دا وګړی چې  عبد الحکیم شجاعی نومیږي د رسنیو په قول د غزنی ولایت اوسیدونکی دی خو په خاص روزګان کې د یوې سیمه ایزه په دولت پورې د تړلی ملیشا کوماندان دی. ویل کیږی چې دا ملیشا د بهرنیانو له خوا جوړه شوی او د هغوی له خوا په جنګی توګه ترې ملاتړ ترې کیږي.
دا وګړی په ډیرو وحشیانه جرمونو سره تورن دی چې د یو څو ورځو له پاره د توقیف لاندې و، خو د محاکمی او بند مودې د تیرولو پرته د بنده خلاص او بیرته حاص روزګان ته ورسید. په ده باندې د یو سل او دیرشو تنو څخه د زیاتو سیمه ایزو خلکو د وژلو تور دی چې په دې وروستیو کې یې وژلي دي . همدارنګه ده زیات شمیر کډې اړې کړي دي چې سیمه پریږدی . دی سیمې ته په سمدلاسه رسیدو سره بیا  د هغه ځای پښتانه یې تهدید کړل چې سیمه پریږدي. هغه ددې تهدید په اړخ کې د خلکو څخه د میږو او پسونو غوښتنه هم کړيده.
د ارزوګان څخه یوه مشر وویل چې شجاعی پوځي ملاتړ د ناټو او مالی ملاتړ د کورنیو چارو وزارت څخه لري. په دې کې شک نه شته چې په یوه وګړی د اعدام د حکم تطبیق او یا د زندان څخه د هغه خلاصول په معمولی توګه د اولسمشر په صلاحیت کې دي چې دا صلاحیت مرستیالان نه لري له دې څخه ښکاري چې دا په جنایتوتونو تورن سړی په خپله د اولسمشر د امر په بنسټ سره خوشي شوی او بیرته هلته لیږل شوي دي.
د کابل ادارې مشر په دې کې ډیر مهارت لری چې ځان له ټولو هغوجنایتونو او جرمونو څخه چې دده د حاکمیت په مهال کې تر سره کیږي خلکو ته لیرې په ډاګه کړي او ځان ټولو ته سپین وښيي.
خو دا د ویلو وړ ده چې هم په قانوني توګه او هم په شرعي توګه دې د ټولو هغوجرمونو او جنایتونو چې د کابل د ادارې د اوسنی مشر د حاکمیت په مهال د خلکو په وړاندې تر سره شوي دی او یا تر هغه مخکې تر سره شوی خو دده له خوا په دوی باندې د قانون د تطبیق مخنیوی شوی وی د پوښتنې حق لری او خلک دې ته تیار دي چې ددې جرمونو دده او دده د شریکانو( مرستیالانو، وزیرانو  والی ، رییس، ولسوالانو ، کوماندانانو پورې)څخه د ټولو څخه چې د المان هیواد د بن د لومړي کنفرانس د جوړیدو څخه د ده د حاکمیت د دوهمي دورې تر بشپړیدو پورې په شرعي او قانوني محکمه کې وپوښتي.
د افغانستان خلک په دې ښه پوهیږي  چې دا یوازې شجاعي نه دی چې په بشریت ضد د ټاکلی توکم ضد جنایتونو باندې تورن دی بلکې په تیرو یو لسو کلونو کې د کابل په اداره پورې اړوندو زورواکانو او ملیشاو په هیواد کې زړه بوګنونکی جنایتونه ترسره کړی دی او هم په تیرو لسیزو کې  په کابل او یا په ولایتونو کې داسی کسان نور هم شته چې د سلګونو کسانو د وژنو نه بلکې د زرګونو کسانو د وژنو تورونه په لګیدلی دي . دا کسان په دولت کې ډیرې لوړې څوکی لري. هغوی اوس ځانو ته ډیر ښاغلی وايی.
خو د شجاعی د بند څخه را ایستل او بیرته خاص ارزګان ته لیږل په دې مانا دی چې د هغه جبهه چې د پښتنو په وړاندې په مرکزی افغانستان کې فعاله ده باید نوموړی همغه جبه رهبري کړی چې هغمسې د پښتنو په وړاندې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.
که هر څومره څومره د روزګان خلک او یا د دوی استازی شکایتونه وکړي دا نتیجه نه ورکوي او نه د کابل د ادارې مشر غواړي چې د پښتنو د ضد جګړې د بهیر مخنیوي وکړي.
که د افغانستان علومو اکاډيمی یوه علمی څيړنه خپره کړی  دا چې په دې څيړنه کې ویل شوي و، پښتانه د افغانستان اکثریت توکم دی ددې له پاره چې پورتنی کړۍ ترې خفه نه شي علمی کتابونه د ماشین خوراک کوي . مګر که ددې کړیو څخه یو څوک یو سل او دیرش وګړی په بې رحمانه توګه وژني مګر بیا هم  تورن وګړی  د ارګ له خوا د جیل څخه خلاص او بیرته همغه سیمې ته د نورو جنایتونو د ترسره کولو د پاره لیږل کیږی.
د پښتنو په وړاندې جګړه به افغانستان کې یوازې په خاص ارزګان کې روانه نه ده ، دا جګړه په کندز، بغلان، بلخ، سرپل، هرات، بادغیس، تخار او بلاخره په ټوله پښتونخوا کې روانه ده.
تیره میاشت د کابل په اداره پورې د تړلي ملیشا ډلې په کندز ولایت کې په یوه کلی باندې په رڼا ورځ برید وکړ او په لس ګونو خلک یې شهیدان او ټپیان کړل. رسنیو هم راپور ورکړ چې نوموړی وګړی هم د کابل د مشرانو له خوا حمایه کیږي. په دې ولایت کې پښتانه تل د سیمه ایزو چارواکو او ملیشاو له خوا ځورول کیږي په دې هکله کورنی او بهرني رسنی په منظم ډول راپورونه خپروي  او خلک ښکایتونه کوي خو د کابل د ادارې مشران پرې خبر نه دي. دا ملیشاوې د خلکو په ناموسونو باندې په رڼا ورځ ډله ایز تیري کوي خو د قربانیانو غږ تر ارګ پورې نه رسیږي. په تیرو میاشتو کې په یوه کوچۍ انجلی باندې ډله ایز تیری وشو . ددې انجلی مور او خپلوانو که هر څومره شکایتونه کول چا غوږ پرې نه نیوه دا ځکه چې هغه مظلومه وه او تیري کونکي د کابل ملیشا.
 دوه کاله مخکې په شمال کې د کابل د اداری د پولیسو کوماندان  مرحوم داود داود د طالبانو د ځپلو تر نوم او یا پلمې لاندې په شمال کې د پښتنو د ځپلو له پاره پراخ پلان جوړ کړی او تر تطبیق لاندې نیولی و. هغه ددې پلان په ترځ کې په بغلان او نورو ولایتونو کې په زرګونو د پښتنو کورنی بې ځایه کړې خو د کابل د ادارې مشر هغه ته هیڅ هم ونه ویل .
په دې ټولو پیښواو جنایتونو باندی د اغلی سیما سمر کمیسیون ( تش په نامه د بشري حقوق مستقل کمیسیون) تل چوپ پاتې شويدی. خلک ددې سبب  دا بولی چې دا کمیسیون په توکمي بنسټ جوړ شوی او د ځانګړي قومي اجندا سره سم کار کوي.
د ویلو وړ ده کله  چې یوولس کاله مخکې امریکايي پوځونو د متعصبو ملیشاو سره یو ځای  د طالبانو په وړاندې  په شمال کې پیل شول بهرنیو پوځونو د متعصبو کړیو په اشارو سره  د پښتنو سیمې د بمباردونو  موخې وګرځولې. متعصبو ملیشاو په قصدي توګه د بیګناه پښتنو د وژلو پروګرام تر لاس لاندې ونیوه . که څه هم امریکا او د هغه متحدینو څو څو ځلې ویلي و ، چې د دوی جګړه د تروریزم په وړاندې ده چې په عملی ډول دا جګړه د پښتنو په ضد جګړې بڼه یې ونیوله.
متعصبه کړیو به بهرنیو پوځیانو ته ویل چې څوک چې په پښتو غږیږی اویا یې لنګوټې په سر وي هغه القاعده دي. دا ډول جګړه د هغې جګړې دوام و ، چې دیرش کاله مخکې ببرک کارمل او د هغه همکار سلطان علی کشتمند د هیواد په شمال کې د پښتنو دځپلو له پاره پیل کړي وه. دوی د پښتنو دځپلو د پاره د سیمه ایزو ځواکونو تر نوم لاندې ملیشاوې تشکیل کړې. ددې ملیشاو د جوړولوڅخه موخه یوازې د پښتنو په وړاندې د هغوی استعمالول و.
ببرک کارمل هم په شمال کې د پښتنو په سلګونو کلی د اشرارو په نوم ړنګ او خلک یې دې ته اړکړل د ببرک پلویانو هغه متعصبه کړیو ته چې په سیمه کې موجود و دا پيغام ورکاوه چې دوی غواړی پښتانه وځپي او دا سیمه ترې پاکه کړي.ببرک کارمل هم روسانو ته دا فکر ورکاوه چې ټول هغه څوک چې په پښتو خبرې کوي هغه اشرار دي او باید وځپل شي د ده ډلې به زیار ایسته چې په پښتني سیمو کې جګړه تاوده وساتي . په هغه مهال کې وسله والو ډلو ته هدایت ورکول کیده چې په پښتنی کلیو بریدونه وکړي.
ډاکټر نجیب الله هم په شمال کې د ببرک کارمل پالیسي ته دوام ورکړ. ډاکټر نجیب الله ته دده نږدې همکارانو د ملیشاو د پالیسی په هکله خبرداری ورکړ خو ده و نه مانه . هغه سیمه ایزې ملیشاوې نوره هم تقویه کړي او دا ملیشاوې یې نه یوازې په شمال کې د پښتنو په وړاندې استعمال کړې بلکې هغه یې په کندهار ، لوګر ، خوست او نورو سیمو کې هم استعمال کړی چې دې ملیشاوهم د اشرارو د ځپلو تر نوم لاندېس د پښتنو په وړاندې نه بښونکی جرمونه تر سره کړل. ده فکر کاوه چې د دې ملیشاو مشران د پرچم د ګوند سره اړیکي لری نو تل به ده ته وفادارې وي او کیدای شی دا ملیشاوې ددې حاکمیت ټینګ کړی . دا ځکه چې ده په اردو او څارندویو باندې باور د لاسه ورکړی و.
خو دا ملیشاوې ده ته ژمنې پاتې نه شوې او دده په وړاندې  د ایتلاف په جوړولو سره دده حکومت رانسکورکړ او دی یې پری نښود چې افغانستان پریږدي.
د لوی احمدشاه بابا څخه وروسته په کابل کې پښتانه د سیاست له ډګر څخه ګوښه او اوس په بشپړه توګه شړل شوي دی. کابل شاهي کورنیو د تیمور شاه څخه تر محمد داودخان پورې ټول واکمنان په پارسي ژبه باندې غږیدل. د دوی څخه چا یو ټکی پښتو و نه اوریده. د کابل دربار تل د دیګانو په لاس کې و.   دربار تر ډیره بریده د پښتنو د ځپلو پالیسي مخې ته بیوله .
خو بیا هم  دا څه سبب دی چې د پښتنو په وړاندې ځينی کړۍ دا ډول تعصب امیز چلند کوی او د دوی په وړاندې منظمه جګړه مخ ته بیايي؟ او یا دا پوښتنه په دې ډول سره مطرح شي چې ولې په افغانستان او سیمه کې د پښتنو په وړاندې دا ډول جګړه روانه ده؟
اوس راځو د لومړي پوښتنې ځواب ته: په افغانستان کې یو شمیر کړۍ د ګاونډیو هیوادونو په تحریک سره په دې فکر کې دي چې افغانستان  ټوټی ټوټی کړي او دلته مستقل دولتونه او یا د ګاونډیانو سره د یوځاي کیدو په صورت کې ستر دولتونه تشکیل کړي.
د خلکو په وینا سره دا ډلې د دریو نویو دولتونو په فکر کی دي د لوی تاجکستان ، لوی ازبکستان او هزاره جات. دوی د هر یوه دولت د جوړولو له پاره جلا لارې په نظر کې نیولی دی.
دا  ډلې که څه پروګرامونه یې  سره بیل دي خو د دوی په وړاندې خنډ یو دی، هغه په افغانستان او په ځانګړي توګه په شمال او مرکزي سیموکې د پښتنو شته والی دی. دا ډلې فکر کوي چې دا پښتانه په بالقوه توګه دې ته تیار نه دي چې افغانستان دې په څو برخو وویشل شي.
نو د دوی د فکر سره سم باید پښتانه یا ددې سیمو څخه وشړل شي او یا دومره کمزوری شي چې د نوموړو پلانونو د تطبیق په لاره کې خنډ نه شي. همدا سبب دی چې دا کړۍ په ګډه د پښتنو په وړاندې منظمه جګړه مخې ته بیایي.
تر اوسه په لس ګونو زره د پښتنو کډې نه شي کولی چې په شمال کې خپلو سیمو ته راوګرځي او خپل کار او ژوند پيل کړي. همدارنګه ددې بې ځایه شوو خلکو کیمپونه په هرات ، هلمند او کندهار کې شته دي او همدارنګه په تیت او پرک ډول په ټول افغانستان کې ژوند کوي.
د مرکزي سیمو په هکله باید وویل شی چې دلته متعصبې کړۍ پلان د شمال د متعصبو کړیو سره یو څه توپیر لري. دوی که په جوته خپله دغه موخه پټه ساتی  خو د دوی کړنې او د دوهمه درجه وګړي په علنی ډول سره د هزاره جات په نوم د هیواد د رامنځته کولو خبرې کوي . دوی فکر کوي چې هغه مهال د هزاره جاتو د هیواد جوړیدل ممکن دی چې د یوې خوا د هیواد مرکزی سیمې د نورو توکمونو څخه تصفیه شي. او هم ددې له پاره چې د بهر څخه ملاتړ تر لاسه کړی نو باید هزاره جات د ایران هیواد سره ګډه پوله پیدا کړي.
د خلکو د خبرو سره سم  په مرکزي سیمو کې د ځمکو او جایدادونو یوه په دریمه برخه یوازې په کوچي قومونو د وګړو شخصي ملکیت دی چې قبالې او قانوني اسناد لري . همدارنګه په ټول هیواد کې د قانون سره سم هیڅوک نه شی کولی چې د څړځایونو څخه کوچیان منع کړی. همدارنګه په دې سیمو کې غیر کوچی قومونه او نور توکمونه هم ملکیتونه لري چې په دې کړیو پورې د تړلو ملیشاي ډلو له ویرې هلته تللی نه شي. د کابل اداره په ټول ځواک سره هڅه کوي چې دې سیمو ته د غیر هزاره خلکو چې هلته جایدادونه لری مخنیوی وکړي. د کابل د ادارې دوهم مرستیال د کوچیانو د تګ په لاره کې کیږدۍ واهي او وايي چې کوچیان به هلته مرکزی سیمو ته ولاړ شی چې دی مړ وي.
دا ډلې پلان لری چې مرکزی هزاره جات د هرات له لاری د ایران سره ونښلوي او په دې ډول یو بین المللی دریز خپل کړي. نو ځکه د انوري په وخت کې چې په هرات کې والی و، په لس ګونو زره جریبه ځمکه غصب او یا د ایران په روپیو راونیول شوه او د خپلو وګړو په واک کې ورکړل شوه. دا کړۍ په دې لټه کې دي چې دا سیمې د ایران سره د سړک په واسطه هم ونښلوي.
نامتو لیکوال بسم الله بامیانی په خپل کتاب کې چې بامیان( ۱۳۸۰ کال چاپ) نومیږي د بامیانو د سیمې په هکله مفصل معلومات ورکړی دی . په دې کتاب کې یو شمیر هغه زړه بوګنونکوجنایتونو ته چې د غیر هزاره او غیر شعیه وګړو په وړاندې په ۱۳۷۴ کال کې تر سره شوي دي اشاره کړي او ویلی دي ( در بامیان زمین زراعتی مردم سنی را یک هزاره به دیګرش به قباله شرعي میفروخت مثلیکه از پدرش به میراث ګرفته باشد. قاضی وشاروال هم به مردم قباله میدادند...). په بل ځای کې ښاغلی بامیاني لیکي:( در دروازه شهر جدید خود ساخته خود به لوحه مشق نوشته شده کرده بودند که:
              ( بامیان پایتخت کوچک جمهوری اسلامی ایران)
به همین ترتیب در حالیکه اقای بروجردی نماینده خاص ایران هفته وار یا ماهوار می امد و همه را ملاحظه مینمود.)
کوماندان شجاعی د بند څخه خلاصول هم ددې له پاره شوي دي چې په خاص ارزګان کې د قومي تصفیه پالیسي مخې ته بوزی. تر څو د دوی په فکر هزاره جات د هرات او وروسته د ایران سره ونښلول شي. هغه ته د هزاره ګانو د مدافع په توګه شخصیت ورکول کیږي او مشهور کیږي تر څو په راتلونکی کې دا متعصبه کړۍ د شجاعی په خوله د هزاره جاتو په نوم د هیواد څخه د یوې بیلې شوي ټوټي اعلان وکړل شی .  تر دې مهال پورې دا پلان په منظم ډول په مخ روان دی.
د سپوږمی راډیو سږکال د اکتوبر په درویشتمه راپورټ ورکړ چې د پورتني ډلې یو مشر حاجې محمد محقق تیره ورځ د بریتانیا د سنا  د مجلس د مشر سره  په لیدنه کې د افغانستان په تجزیه کې د انګلستان هیواد مرسته وغوښته د راپورټ سره سم په دې غونډه کې نوموړي د پښتنو د توکم په هکله یو شمیر توهین کونکي خبرې وکړې.
دا لومړی ځل نه دې چې د نوموړی ډلې یو کوماندان په رزوګان کې د یوسل او دیرشو کسانو څخه زیات وژني بلکې همدا په خپلو بشري ضد کړنو کې نوم لری.
د کابل  ټول ښاریان شاهدان دي چې په کابل کې په کورنیو جګړو کې هم پښتانه د وسله والو ډلو لومړنی ټارګيټ و. په کابل کې پښتني سیمي لکه چهلستون، سیدنورمحمدشاه مینه، بګرامي، واصل اباد، پکتیا کوټ، هودخیل او نوری سیمې په قصدي توګه  په هغه مهال کابل کې د واکمنې ادارې له خوا په توپونو ، توغندیو ویشتل کیدې او بمونه پرې غورځول کیدل.
همدارنګه په فزیکي توګه د پښتنو د له منځه وړلو د پاره په کوڅو کې به وسله والو د خلکو اسناد کتل او د افغانانو پوښتنه به یې کوله .دوی د افغان تر نوم لاندې په لس ګونو زره پښتانه ووژل.
زما هغه ورځ نه هیریږي ، په کابل کې د جګړو په مهال د دارالمان څخه د ښار خواته د یوه زاړه موټر په سر راسپاره و. په لار کې زموږ موټر د وسله والوکسانو له خوا چې مخونه یې په تورو دسمالونو تړلي و ، ودرول شو. ځینو کسانو ویل چې دا د ایران سپاه پاسداران دي چې ښاغلی بروجردي ( د ایران د افغانستان په چارو کې مسوول او په هغه مهال په کابل کې و ، او عملا د کابل جګړو په رهبری کې یې ونډه درلوده) راوستی دی .خو بیا ځینې ویل چې دا افغانان دي .
په دوې کې یوازې یوه سړي  چې مخ یې نه و  پټ کړی ، موټر ته راوخوت او د خلکو اسناد یې کتل . د اسنادو څخه ده معلوموله چې هغه سړی د کوم ځای دی. که چیرې افغان به و ، نو  هغه به یې د موټر څخه کښته کاوه.
کله چې وار د یوه پښتون څخه چې د هرات ولایت د شینډنډ د ولسوالی اوسیدونکی و ، ورسید . موټر ته راختلی  سړی  ورته وویل: تو افغان استی؟ په موټر کې سپور سړي په داسی حال کې چې ډیر وارخطا و  ورته په ځواب کې وویل : به خدا اګر افغان باشم.
بلې که ده ویلی وای چې افغان دی دده ژوندي پاتې کیدل ناممکن و. د پورتنیو وسله والو ډلو له پاره (افغان بودن)جرم و. ددې له پاره چې پښتانه د نورو څخه وپیژني نو به د ( قروت او کورت) پوښتنه کوله. دا ځکه چې لوی (ق) پښتانه سم نه شي تلفظ کولی. نو همدا خبره ده چې دوی د پښتنو په وړاندې پراخه جګړه پیل کړیده . د دوی په باور یوازې پښتانه افغانان دي.
دا جګړه په افغانستان کې دننه محدوده نه وه. افغان کډوالو کې ټول هغه کسانو چې د ملي فکر لرونکي  ( لکه پوهاند بهاوالدین مجروح او نور) به  په رڼه میدان او یا په پټه د پنجاپ د پټو سرویسونو له خوا به وژل کیدل. همدارنګه دوی په زرګونو ښوونکي او مامورین په دې تور چې کافران دي ووژل.
د ملی شخصیتونو وژل نه یوازې د پولې هغې غاړی په کیمپونو کې دوام ومونده بلکې کله چې د ډاکټرنجیب الله حکومت نسکور شو دا پنجاپ له د پښتنو ملی شخصیتونو د ترتیب شوی لست سره سم د وژلو بهیر د افغانستان د ننه ته ولیږدول شو.
د پښتنو په وړاندې د پنجاپ د جګړې انګيزه د افغانستان په دننه کې د متعصبو کړیو د جګړې سره توپير کوي. په سیمه کې پښتانه د یوه لوی توکم په توګه په څلورو برخو کې ژوند کوي: افغانستان، ازاد قبایل، پښتونخوا، بلوچستان.
ددې سیمو د خلکو ترمنځ یو طبعي کشش موجود دی چې غواړی سره یو ځای شي . دا ځکه چې ټول یو اولس دی دا اولس یوه ژبه ، یو تاریخ ، یو کلتور او ګډې د وینو او قومي اړیکي لری دا د دوی ترمنځ کشش ددې سبب کیدای شی چې پنجاپ خپلې مستعمرې د لاسه ورکړي او یا په خپله پنجاپ هم د هندي پنجاپ سره یوځای شی..
په نړی کې اوسنی علمی او تخنیکي پرمختګونو دې ته زمینه برابره کړي ده چې د دې اولس تر منځ اړیکي نورې هم نږدې شي. که چیرې په ساختګی توګه د ډیورینډ په کرښه د سرتیري په نظر کې و نه نیسو ، اوس د پیښور، جلال اباد او کابل خلک سره لکه د یوې کوڅې خلکو په توګه ژوند کوي. اوس کویټه او کندهار د خلکو اړیکي دومره سره نږدې شوی دی لکه د یوې ناحیې اوسیدونکي چې واوسي.  د وزیرستان ، بنو او دخوست خلک خو په بشبړه توګه سره نږدې شوي دي.
ددې اړیکو نږدې والي پنجاپ ډیر وارخطا کړی دی .دا فکر کوي چې ددې  اړیکو د ټینګیدو عمده سبب د ډيورینډ د منحوسې کرښې هغه خوا ته د افغاني کډوالو تلل دی.  په دې ډول د کرښي دواړو غاړو پښتنو په یوه کوڅه کې سره ژوند وکړ او په یوه جومات کې لمونځ سره وکړ. دوی یو بل ته د پردیو په سترګه ونه کتل. همداسبب دی چې اوس پنجاپ هڅه کوي چې د ډیورینډ کرښې هغې خوا ته تللی خلک بیرته د پولې دې خوا ته راواړوی.   د دواړو خواو د پښتنو تر منځ اړیکي د پخوا څخه ډیرې ټینګي شوی دي او د دوی ترمنځ بیلتون ناممکن دی.
پنجاپ ددې له پاره چې د پښتون قوم د سره نږدې کیدو مخه ونیسی او په دوی کې دا انرژی له منځه یووسي چې د پنجاپ د استعماری واکمنی په وړاندې ودریږي. نو یې په مختلفو نومونو سره د پښتنو په سیمو کې د جګړو اور بل کړ. ښکلی سوات یې لولپه کړ. وزیرستان یې په بمونو او توغندیو وویشت. کورمه ، اورکزی ، باجوړ، خیبر دره یې په وینو ولړله.
پنجاپ په دې هم بسوالی ونکړ.بلکی د پښتنو په وړاندې یې سیاسي جګړه هم مخې ته بیايي. پنجاپ په افغانستان کې یې هم د پښتنو ضد کړیو سره اړیکي د سره ټینګي کړې او د هغه  هر لوړ پوړی چارواکی چې کابل ته راځي ددې کړیو د مشرانو سره ګوري او دوی ته د خپل ملاتړ څخه ډاډ ورکوي. همدارنګه دوی ته بلنې ورکوي چې اسلام اباد ته سفرونه وکړي.
اوس دواړو پښتون او افغانستان دښمنه اړخونه هڅه کوي چې د ستراتيژیک تړون د لاسلیک تر نوم لاندې د ډيورینډ منحوسه کرښې ته رسمیت ورکړي. تر په دې ډول سره په سیمه کې د پښتنو بیلتون دایمی کړی. باید ووایو که چیرې د کابل د ادارې مشر د پنجاپ سره د ستراتیژیک تړون تر نوم لاندې هر ډول سند لاسلیک کړي او له دې لارې د ډیورینډ کرښې ته رسمیت ورکړي. په هغه صورت کې به ټول افغانان او په تیره بیا پښتانه هیڅکله ونه بښي.
پنجاپ  په افغانستان کې په خپل ټول ځواک سره هڅه کړیده چې د نړیوالې ټولنې په ضد جګړه د پښتنو په سیمو کې محدوده وساتي. د پنجاپ دې پالیسي ، پښتنو ته ډیر زیانونه واړول. په لس ګونو زره پښتانه شهیدان شول. د پښتنو سیمې د انکشافي پروګرامونو څخه په شعوري توګه بې برخې وساتل شوې. پنجاپ د پښتنو په سیمو کې د ښوونځيو دروازې وتړلې.
د پښتنو ضد جګړی یوازی پوځي اړخ نه لری بلکې سیاسي ، اقتصادی او فرهنګي اړخونه لري:
د کابل اداره چې په کې متعصبی کړۍ واکمنی دي تر ډیره بریده په پښتون میشته سیمو کې یې د انکشافي پروګرامونو د پلي کولو مخه نیولي ده. دوې زیار ایستلی چې د یوې خوا ددې سیمو د ودې له پاره کوم پلانونه طرح نه کړي او که په ظاهري توګه د خلکو د تیر ایستلو د پاره طرح شوي هم وي ،بیا هم د وسله والو ډلو په مرسته ددې پروګرامونو د تطبیق مخه نیسي چې د هغه ښه مثال د کابل او خوست ترمنځ سړک  او نور دی. په دې ډول د کابل واکمنانو د وسله والو ډلو په مرسته په تیرو لسو کلونو کې د پښتنو په سیمو کې د اقتصادي ، تعلیمي او فرهنګي انکشاف مخه نیولي ده.
ددې په اړخ کې چې په کابل کې پښتانه د بلوڅانو، پشه ییانو، نورستانیانو، شغنیایو او ترکمنانو په شان د سیاسی واک څخه څنډې ته شوي دی او په واک کې هغه پښتو ژبي وګړي ساتل کیږی چې د متعصبو کړيو د اجندا سره سم کار کوي .
پنجاپ او د روس ( پخواني شوروي) د پښتنو تر منځ د اختلافاتو د پیدا کولو د پاره د ملي ګوندونو د جوړیدو مخنیوی وکړ او دهغه په ځای یې داسې ډلې رامنځته کړی چې یو پښتون یې د بل په وړاندې ودرولو. دوی پښتانه د ( طالب، خلقي او مجاهد ) په نومونو سره وویشل. په داسې حال کې چې ددې اړخونو غړي د پاکو ارمانونو لرونکي و ، خو د دوی څخه  پنجاپ او روس د پښتون توکم په کمزوري کولو کې کار واخیست.
پنجاپ هم د پښتنو له پاره د یوه متحد تنظیم د جوړیدو مخه ونیوله او هغه یې په اوو ډلو وویشل. مګر پنجاپ د دیګانو له پاره یوه ډله رامنځته کړه. چې لومړنې اوه ډلې د پښتنو د اختلاف سبب شوې.
اوس په سیمه کې د پښتنو ضد مثلث موجود دی چې په تیرو دیرشو کلونو کې یې د دوی په وړاندې جګړه مخته بیولي ده . ددې مثلث د دقیق سنجول شوي پلان په بنسټ روسان او لویدیز هم د پښتنو په ضد جګړه کې راښکیل شوی دي.
که څه هم لویدیز په سیمه کې د ډیرو قوي استخباراتي او معلوماتي شبکو څخه برخمن دی خو بیا هم په تیرو لسو کلونو کې تروریزم سره جګړه په هغه بڼه مخته بوتلله چې د پورتني مثلث غوښتنه وه.
په دې کې هیڅ شک نه شته او ښايي په دې هکله د لویدیز سرچینې ژور معلومات ولري چې په سیمه کې د تروریزم رامنځته کونکی ، ملاتړ کونکی او سمبالونکی په خپله پنجاپ دې. القاعده هم په خپله د پنجاپ له خوا د پښتنو د ځپلو او د نړیوالو موخو د ترلاسه کولو د پاره ایجاد شوی ده او فعالیت کوي چې د هغه ښه ثبوت په ایبټ اباد کې د جنرالانو په فامیلیو کې د اسامه بن لادن اوسیدل دي.
یو شمیر په اصطلاح سیاسی څيړونکی وایي چې دا جګړه د افغانانو په ضد ده او دلته افغانان وژل کیږي. دا د اوتوبوتو ویونکي چې د متصبو کړیو تر اغیزې لاندې دي او یا د دوی څخه ډاریږي چې په ډاګه ووايی چې په دې جګړه کې په قصدي توګه پښتانه په نښه کیږی.
د کابل د ادارې ددې له پاره چې خلک تیر باسي بیا نو وايي چې تروریستان د هیواد څخه بهر دي او د افغانستان په کلیو او بانډو کې نه شته.
بیا ددې په اړخ کې ددې له پاره چې خپل پخوانی بادار ځانه خفه نکړي بیا نو وايي چې پاکستان او افغانستان دواړه د تروریزم قربانیان دي. دی دا هیڅکله د دې واقعیت د بیانولو توان نه لري چې وايي دا ډلې د پنجاپ پیداوار دي او پنجاپ دا د ډیورینډ دواړو غاړو پښتنو د ځپلو له پاره استعمالوي.
که چیرې په رښتیا د کابل ادارې مشر غوښتلی چې د پښتنو ضد جګړه ودروي نو لومړی دا شجاعي چې په بندي و، نه به یې د جیل څخه خلاصولي. او یا به یې هغه کوماندان چې په رڼا ورځ یې په کندز کې برید وکړ، نارینه او ښځينه یې ووژل عدلی ارګانونو ته سپارلی وای. او یا به یې کوچیانو ته دا زمینه برابره کړي وای چې خپلو قباله ایي ځمکو ته د هیواد په شمالی سیمو کې تللی وای.
·         اوس نو دا پوښتنه پيدا کیږي چې په داسې شرایطو کې چې د هرې خوا په دوی باندې په مختلفو نومونو سره جګړه روانه ده دوی څه کولی شي؟
·         ایا دې تدریجې مرګ ته ټول سترګې په لار کیني ؟
·         یا پښتانه دا حق لری چې په سوله کې ژوند وکړي ؟
·         ایا پښتانه دا حق لری چې سره په یوه ټغر راټول او یو هیواد تشکیل کړي؟
د ځانه دفاع د پښتنو روا حق دی چې د ژوند په ټولو ډګرونو ( سیاسي، اقتصادي او پوځي ) کې خپل حقوق ترلاسه کړي. ددې له پاره باید دوی داسې لارې او چاری پیدا کړی چې د ژوند پکې خوندي او مبارزه د یووالی او سولې په لور ولاړه شي.
په لومړی ګام کې اړینه ده چې ټول پښتانه سیاستوال او روڼ اندي په لومړی پړاو کې پښتون اولس په دې و پوهوي چې دا دیرش کاله کیږي چې د دوی په وړاندې ډيره خطرناکه جګړه روانه ده. د دوی دښمنان غواړي چې دا اولس په بشپړه توګه تباه کړی .
 د پښتنو د تباهي له پاره چنګیز، ګوډ تیمور، بابر ، انګریز او  روس ډیر پلانونه درلودل . په بامیانو کې سهاک ، بامیزي، داودزی او د پښتنو نور قومونه دچنګیز له خوا قتل عام شول . ګوډ تیمور هم په هرات کې دا کار وکړ. بابر هم په لوګر کې په زرګونو کوچیان ووژل .  استعماری قوتونه تل د خپل واک د ساتلو له پاره په یوه سیمه کې د توکمي لږکیوڅخه کار اخلی او په افغانستان کې د دې هیواد دښمنانو هم دا هڅه کړي ده.  خو اوس مهال دا وخت تیر شوی دی چې توکمي لږکی د پښتنو په وړاندې ودریږي . ځکه چې دوی نه غواړی د استعماری قوتونو د لاس اله وګرځي .
 پښتانه په خپل منځ کې د یووالی په راوستلوسره په لوی ځواک باندې بدلیږي  په هغه صورت کې لویدیز هم اړکیږي چې د پښتنو حقوقو ته قایل شي او په پنجاپ باندې فشار راوړي تر څو په پښتنو ، بلوڅو او نورو توکمونو باندې د خپل استعماري واک څخه لاس په سر شی. دوی به نړیوالو ته دا قناعت ورکړی چې دوی د جګړې قربانیان دی او اصلی تروریستان پنجاپ ، ایران او په افغانستان کې په دوی پورې تړلی متعصبې ډلې دي. تر هغه چې پنجاپ په سیمه کې د استعماري سیاست څخه لاس نه وی اخیستی او د نورو توکمونو حقوقو ته قایل شوی نه وي تر هغه به د پنجاپ اداره د خپلو استعماري موخو له پاره د تروریزم او بنسټ پالنې څخه کار اخلی.
تر اوسه چې پښتنو څومره او په هر نوم چې جګړه کړیده د هغې جګړې ګټه پنجاپ، امریکا ، ایران او په افغانستان کې متعصبو کړیو ته رسیدلی ده .تر دې وروسته باید پښتانه د شرایطو په نظر کې نیولو سره د ستونزو څخه د خپل ځان د ژغورلو او د خپلو ملي ګټو (په لویه پښتونخوا( افغانستان) کې د سیمې د ټولو پښتنو راټولیدل) د پاره وجنګیږي.
بله دا چې اوس په دې پښتانه پوهیدلی دي چې ترهغه چې سره یو نه شي ترهغه دوی نه شي کولای په سوله او ارامي کې ژوند وکړي. د پښتنو یووالی په اوس شرایطو کې تر ټولو زیات ممکن دی. اوس ټوله نړی یو کلی او ټوله پښتونخوا یوه کوڅه ګرځيدلی ده. اوس عملا ټول پښتانه د تلیفون ، مطبوعاتو ، انترنیت او نورو لارو سره نږدې شوي دي او دوی په اسانی سره کولی شي یو د بله سره لاسونه سره ورکړي.
پښتانه یوازې زړه ور،  صادق ،هوښیار، نووښت ګر مشرتوب لکه میرویس خان او یا احمدشاه بابا ته  اړ دی. دا ډول کسان اوس لږ نه دي یوازې همت غواړي چې رامخته شی په دا ډول وګړو باندې  ټول پښتانه په ډیره لنډه موده کې راټولیږي هغه مهال دی چې استعماري کرښې به ړنګی او یوه لویه پښتونخوابه رامنځته شی هغه پښتونخوا چې پنجاپ ، ایران او په افغانستان کې متعصبې ډلې د هغه دجوړیدو د مخنیوي له پاره د هر ډول جنایت څخه ډډه نه کوي.
بلی د سیاسی کارونو په اړخ پښتانه اړ دي چې د ځانه د دفاع له پاره یو میکانیزم رامنځته کړي. باید ووایو چې پښتنو د خپل ځان د دفاع له پاره د تاریخ په اوږدو کې ډول ډول میکانیزمونه رامنځته کړي دي . اوس هم کولای شي د اوسنیو شرایطو په نظر کې نیولو سره د همغو میکانیزمونو څخه کار واخلی.
یو ددې میکانیزم څخه چې په ټولو قبایلی او کلیوالو سیمو کې ترې کار اخیستل شوی دی هغه د څلویښتی ، اربکی ، چیغه او لښکر میکانیزم دی. اوس هم پښتانه کولی شي ددې میکانیزم څخه په استفادی سره د خپلو کلیو او سیمو څخه دفاع وکړی.
جګړه پنجاپ، متعصبو کړیو او ایران د پښتنو په وړاندې پيل کړي ده خو پښتانه یوازې نه دی دا توکم د افغانستان او  سیمي د نورو توکمونو سره د وروڼو او یوه وجود په شان ژوند کوي او پښتانه به د نورو توکمنو سره اوږه په اوږه دې جګړې ته د پای ټکی کیږدي.