شپږ افغان حاجيان په سعودي عربستان کې په حق ورسېدل


د افغانستان د حج او اوقافو سرپرست وزير خبر ورکوي، چې د بيت الله شريف شپږ تنه افغان زيارت کوونکي په حق رسېدلي. يو کس په مدينه منوره کې او پنځه تنه نور په مکه معظمه  کې په  حق رسېدلي دي. په حق رسېدلي شپږ واړه کسانو تر ۵۵ کلو زيات عمر درلود. تېرکال ټول ۴۰ تنه افغان زيارت کوونکي د  حج پر مهال په حق رسېدلي وو. سرپرست وزير ښاغلی عابد وايي، چې که څه هم سعودي عربستان له ۶۵ کلو په پورته کسانو بنديز لګولی، خو په  افغانستان کې دغه بنديز نه عملي کېږي او زياتره کسان له سره تذکرې جوړوي.