
د سویل ختیځې اسیا اقتصادي پرمختګ
د سویل ختیځي اسیا سازمان (اسیان) له لسو هېوادونو(برونای،اندونیزیا،کمبودیا،مالیزیا،لاوس،ویتنام،سینګاپور،برما،تایلند،او فیلپین) څخه جوړ شوی دی. سویل ختیځه اسیا د (۶۰۰)میلیون وګړو سیمه ده او د (۲) تریلیون ډالرو په ارزښت اقتصادي حجم لري.د اروپایي اقتصاد په څېر د ستر حجم لاندې کول ډير وخت ته اړتیا لري. چین وکولای شو چې د یو نسل په بهیر کې داروپا په څېر ستر اقتصاد شاته کړي او ځان د نړۍ دوهم ستر اقتصاد کړي.وروسته له چین څخه، اوس په سویل ختیځه اسیا کې کې د یو شمېر اقتصادي کارپوهانو په اند سویل ختیځه اسیا کولای شي چې د اروپایي اتحادیي اقتصادي برم وننګوي.الجزیرې د (اسیان) د عمومي جنرال سکرتر سره د سویل ختیځې اسیا د اقتصادي پرمختګ په اړه خبرې کړې دي.د نوموړي په وینا سویل ختیځه اسیا ډیره حساسه سیمه ده. په سویل ختیځه اسیا کې جغرفیاوي ستونزې،په ځانګړي ډول سمندر ته څېرمه د سویلي چین د غاز او تېلو ستونزې ،اداري فساد،بې نظمي او کورنۍ ستونزې د ستر پرمختګ مخنیوی کوي.د (اسیان) جنرل سکرتر پدې سربېره د مالي کړکېچ او د میانمر په وضعیت هم خبرې وکړې. د نوموړي په اند میانمر اوس د نړۍ سره تړلی هېواد دی، خپل اقتصاد یې نړۍ ته پرانیستی دی او یو شمېر هېوادونه اوسمهال په سیالۍ بوخت دي چې د میانمر په اقتصادي رغښت کې پراخه ونډه تر لاسه کړي. میانمر اوس په دې هڅه کې دی چې د خپل اقتصادي پرمختګ لپاره تر ټولو غوره هېواد وټاکي. مګر د نوموړي په وینا،د میانمر د اقتصاد په پرانیستلو سره ښایي ډير هېوادونه د میانمر په رغولو کې ونډه واخلي.نوموړي همدا راز د فیلپین د سولي د بهیر په اړه څرګندونې وکړې،فیلپین د تيرو څلورو لسیزو راهیسې د کړکېچ په ګورت کې دی. چې له امله یې (۲۰۰۰۰۰) وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.اوسمهال د هېواد په سویل کې د فیلپین حکومت او د (مورو د مسلمانانو ازادي غوښتونکي غورځنګ) دې هوکړې ته رسېدلي چې یوه نوې ازاده سیمه جوړه کړي.ددې سیمي اوسیدونکي په یاده سیمه کې د پانګوني او اقتصادي ودې د کمښت څخه سر ټکوي. په یاده سیمه کې یو شمېر کانونه شته دی.
لطف الله.