اقتصادی جنګ ، که مذهبی جنګ ؟

 اقتصادی جنګ، که مذهبی جنګ ؟                                 
که د نړی جګړو ته انسان په دقت سره نظر وکړی ، نو دا به ورته روښانه شی چی دغه جنګونه دومره ساده نه دی لکه څومره یی چی عادی وګړی فکر کوی .
 که څه هم پخوا وختو کی  ډیر جنګونه د مذهبی ډلو تر کنترول لاندی و ، خو بیا هم اقتصادی بازار پکی خپله ونډه اخستی ده ، دا په دی معنا چی دی قدرت ساتلو لپاره  اقتصادی برخه ډیره ضروری وه .
خو ننۍ چګړی بیا ټول د اقتصادی بازار په لاس کی دی ، او دا دی تعصبه ډګی جګړی بیا د استخبارتی کمپنیو له خوا د استخدام شوی مذهبی ډلو تر کنترول لاندی اداره کیږی . او دا مذهبی ډلی ټپلی بیا  د جهان له  پرمختګه پاتی او ناپوه اولسه په استفادی سره د ننیو جنګونو میدان ګرم ساتلی دی . مسلمانان نن په نړی کی له بل هر مذهب نه د جهان له سخت اقتصادی ، استخبارتی او تعصبی چلند سره لاس او ګیروان دی .
خکه چی په مسلمانی نړۍ که اقتصادی پرمختګ ډیر ورو روان دی ، او هغه مذهبی ډلی چی د مسلمانانو قدرت یی په لاس کی دی دوی د غربی نړۍ د اقتصادی ودی تر تاثیر لاندی راغلی او  د خپل ځان پخاطر یی دی ټول مسلمان اولس سره خیانت کړی دی .  
او بل دغه مذهبی سالارن پدی پوهیدلی  دی چی دوی څنګه عادی وګړی د خپل احساساتی بحث تر تاثیر لاندی راولی ، تر څو دوی په دی توانیدلی وی چی د پردی تر شاه راکړه ورکړه دی دوی په ګټه تمامه شوی وی .
نو دا څرګنده خبره ده چی سالار دی خاین وی ، نو د قافلی به دی څه حال وی !!!
مګر زموږ بیچاره او غریب اولس دا فکر کوی چی زموږ سالار په حقه دی ، ځکه چی د ازادۍ لپاره یی بډی راغښتلی ، او دا وطن به اباد کړی .
خو خبر ه داسی نه ده .دا ځکه چی موږ نن د اقتصادی بازار له تمدنه شاته پاتی شوی یو ، او اوس له دغه بحرانه راوتل اسان خبره نه ده .
 بل خوا زموږ سالار خرڅ شوی دی ، زموږ مذهبی فتوی خرڅیږی ، زموږ د وطنپرستۍ احساس په ځانپرستۍ بدل شوی دی .     
نوموږ به څنګه وکړای شو چی د نن د پرمختللی نړی او د  ظالم استخبارتی  کمپنیو له شره ځانونه خلاص کړو ، چی زموږ د هری فیصلی حق اول د دوی دی دست خط څخه تیریږی ؟
 نو موږ اوس مجبور یو چی  نن د جهان پیشرفت ته د قدر په سترګه وګورو ،او دی ځان د اصلاح په خاطر له دقیق فکر څخه کار واخلو ، تر څو موږ کړی وی چی د راتلونکی بحران مخه مو نیولی وی او دی هغه نسل چی د راتلونکی پرمختګ زمواری زموږ په غاړه وی ، خپل مسولیت ادا کړو .  
او دوی ته دا الهام ورکړو چی وطن پرستی ، او ترقی په حقیقت کی زیار ، زحمت او عملی کار ته د عمل جامی وراغوستل دی .
 
 
هلمند پردیس 
 
اوکراین ـ ادیسه  
 19 – 10 - 2012