بلخ ولایت ته سفر ( څلورمه برخه )

 
 د بلخ، سمنګان ، جوزجان او هرات ولايتونو ته سفر
۲۰۰۳ ز کال دجون دمياشتې له ۲۴- ۲۹ مې نيټې پورې
د بلخ ولايت سفر :
د جون دمياشتې په ۲۴ مه نيټه د سه شنبې په ورځ مو د کابل هوايې ډګر څخه په انګليسي(c-130)ډوله الوتکه کې د کورنيو چارو وزارت د لوړپوړي هيئت په ملګرتيا پرواز وکړ او مزار شريف ته لاړو، جلالي صيب په الوتکه کې خپل د زرې ضد موټر چې کرزي صيب ورکړی و هم له ځانه سره مزار شريف ته انتقال کړ تر څو د سمنګان، جوزجان او بلخ ولايتونو او ولسواليو ته هم سفر وکړي. د بلخ ولايت په هوايې ډګر کې دبلخ والي اسحاق رهګذر، دسمنګان والي محمد اقبال منيب، د اومې فرقي قوماندان استاد عطا محمد نور، د اتمي فرقې قوماندان جمعه خان همدرد، سلګونه قومي مشران،سپين ږېري، ملکي او پوځي افسران او دښوونځيو نجونې او هلکان هر کلي لپاره راغلي وو، له هوايې ډګر څخه دلسګونو موټرو په بدرګه کې دشاه ولايت مآب حضرت علي کرم الله وجهه روضې زيارت ته لاړو، د دعا نه وروسته د بلخ ولايت مقام ته لاړو، چېرته چې ګڼ شمېر مشرانو زموږ د راتګ لپاره انتظار کاوه.
د بلخ والي اسحاق رهګذر وويلې چې دبلخ ولايت امنيتي وضعه نسبتا دنورو سيمو په پرتله ښه ده که د بې وسلې کولو پروسه عملي او د ملي اردو د تشيکلاتو کارونه چټک شي نو امنيت به نور هم ښه شي. نوموړي زياته کړه چې په دې کار سره به دهر چا موقف او ځای هم معلوم شي. دامهال د مزار شريف په ښار کې دوه قول اردو د اومې او اتمي په نامه موجودې وې چې د يوې مشري استاد عطا محمد نور او دبلې مشري د جمعه خان همدرد پر غاړه وه چې جمعه خان همدرد دغه مهال دجنرال دوستم سره تړاو درلوده ځکه نوموړي غوښتل په دې توګه به په شمال کې د جمعيت اسلامي ګوند نفوذ راکم کړي. د بلخ والي په خپلو خبرو کې زياته کړه چې دوی د ملي شورا د امنيت د ديارلس فقره يېزې فيصلې نه ملاتړ کوي، ده وويلې چې پرون د افغانستان دښمنانو زموږ هېواد په شمال او جنوب تقسيم کړی وو اوس موږ د مرکزي حکومت پشپړ ملاتړ او د دوی د اوامرو اطاعت کوو، د تعليم په برخه کې بلخ والي زياته کړه چې اوسمهال په بلخ کې ۳۳۶ښوونځي فعال دي چې يوازې ۸۰ ښوونځي يې ودانۍ لري او پاتې نور په خيمو کې زده کړې کوي، د بلخ والي دخبرو نه وروسته جلالي صيب د خپل سفر اهداف په دې ډول تشريح کړل :
هر څه د مخه تاسې ته د ولسمشر سلامونه وړاندې کوم. تاسې چې د خپل يو خادم څخه هرکلی وکړ درڅخه ډېره مننه کوم، د افغانستان ستونزې ډېرې زياتې دي چې تاسې يې په خپله حس کولای شئ ، دافغانستان په خلکو ظلم شوی له دوی سره جفا شوې، دلته د د غه ستونزو يادول ښايې فايده ونه لري، خو هغه ستونزې چې اوس ورسره مخامخ يو په هيڅ صورت د قانون له پلي کيدو پرته نه حل کيږي، انديښنه دلته پيدا کيږي چې موږ پريو بل اعتماد نه کوو يو بل مو نه دی درک کړی، هيڅوک نه غواړي چې په افغانستان کې دې امنيت نه وي او دی دې يو باعزته ژوند ونه لري، نو بيا ولې له موږنه لاره ورکه ده؟ هو! يو ډله خلک شته چې خپلې شخصي ګټې تر هر څه مقدمې ګڼي او خپلې ګټې په ګډوډۍ کې ويني.
جلالي صیب زیاته کړه چې بيا رغونه، امنيت او يوه ښه اداره يو بل سره ارتباط لري، خو اوس هر څه شخصي شوي دي د بيلګې په توګه له يو قوماندان نه ټول وېره لري، نهادونه نه دي جوړشوی او هر څوک خپلې تنظيمي اړيکي پالي، ديوې پرمختللې او مدني ټولنې په اړه څوک فکر نه کوي، د دولت او خلکو ترمنځ واټن زيات شوی حکومت بعضوته يوازی هدف دی نه د امن، نظم او خدمت وسيله.
جلالي صیب وویلی چې حکومت خادم دی او ملت مخدوم ، داسې نه ده چې حکومت دې د خلکو مال ته سترګې پټې کړي وي. ترهغې چې ملي ګټې په شخصي او ګوندي اړيکو لوړې ونه ګنئ، هيڅ پريکړه ارزښت نه لري، زه او تاسې به هم دا هيله نه لرو چې معجزه دې واقع شي او دا هر څه دې په خپله سم شي، ولس په شمال کې له امنيتي وضعيته خوښ نه دی، ما له جنرال دوستم او استاد عطا سره خبرې کړي، تر هغې چې د مزار ښار غېر نظامي نه شي امنيت نه شي ټينګيدلی، تر څو چې اداره د تنظيمي اصالت څخه راونه وځي هيڅ ستونزه نه شي حل کيدای، ستاسې همکاري (خلکو) ډېره مهمه ده، والي، ولسوال، قوماندان، د ګمرک ريس هر يو يې په خپله ساحه کې حاکم او مسؤل دی.
ده زیاته کره چې په نامه به پوليس وي خو اړيکي به يې تنظيمي وي هر هغه څوک چې خلکو ته خدمت ونه کړي همغه نهاد چې په کې کار کوي خلک ورته اړتيا نه لري، که در سره په ريښتني توګه ونه غږيږم ستاسې دوست به نه يم او که تاسې زموږ نيمګړتياوې را په ګوته نه کړئ شته وضعيت به دوام ومومي، زه د سياسي، مادي او ياهم د اداري شان او شوکت غوښتونکی نه يم، يواځې ستاسې دهمکارئ هيله لرم. مننه
د جلالي صيب له خبرو وروسته مولوی محمد اسلم دعلماؤ د شورا رئيس او سيد محی الدين ګوهری دمخورو دشورا غړي خبرې وکړې. ښاغلي ګوهري وويلې. «به نماينده گی مردم که هميشه چشم به امنيت دوخته صحبت مې کنم تازمانی کی سلاح جمع نه شود وبه جای ظلم منطق و دانش جای نه گېرد که اين خواسته تمام ملت افغانستان وبالخاصه شمال است ما نفس کشيده نه مې توانيم. جناب وزېر : وظيفه شما ازهمه مهمتر است، امروز پوليس پوليس نيست، پوليس او است که به پای خود ايستاده باشد، امروز پوليس تحت نفوذ تنظيم ها است، ما پوست کنده گپ ميزنم، امروز ما نان نه داريم مگر ازما ده یک وده پانزده (۶) گرفته مي شود، سلاح بايد گم شود مگر حالا سلاح خريده مې شود شما بايد از دسيسه های اهل غرض بايد اگاه باشيد، نفرهای که به شما مې آيد همه شان از مردم نه خاسته وکسی که هويت اصلی اش معلوم نيست به نمايند گی مردم مې آيد، والی امر مې دهد مگر ولسوال عملی نمې کند، نه که عملی نمې کند مشکلات ديگر را ايجاد مې کند، ما دولت مرکزی را به قطره قطره خون حمايت مې کنيم اما از شما صورت اجر اش مې خواهيم تمام ولايت های شمال با شما است وحقوق همه مليت ها بايد به جايش حفظ باشد».
وروسته وکيل عبد الوهاب دمخورو دشورا رئيس خبرې وکړې او خبرې يې يو څه تخريشی وې ده وويلې: « شمال باعث سقوط حکوت نجيب شد مگر متاسفانه ازجنوب افغانستان حکومت برضد ما جهاد شروع کرد و اين مشکل از جای شروع شده که مې گفت (( داپښتونستان زما)) بعد از اين ايجاب نمې کند که قطعات نظامې درشهر باشد».
د لته يوه يادونه په کارده چې دغه مشران استاد عطا محمد نور پوه کړي وو چې بايد په خپلو خبرو کې يادونه وکړي چې دمزار شريف له ښار نه بايد وسله وال ځواکوونه ووځي ځکه په دې وخت کې د جنرال عبدالرشيد دوستم قطعات زيات په ښار کې ځای پر ځای وو او ده دجنرال دوستم قواؤې دځان لپاره تهديد ګڼلې چې وروسته به يې يادونه هم وشي چې دواړو خوا و د قواؤ ترمنځ نظامي برخوردونه هم رامنځ ته شول چې د کورنيو چارو وزارت او نړيوالو قوتونو په منځګړتوب په کې اوربند وشو. د بلخ ولايت د غونډې نه وروسته جلالي صيب خپلو رئيسانوته امر وکړ چې دولايت د ملکي او پوليسو د ادارو بررسي وکړي او خپل راپور د وزارت مقام ته وړاندې کړي، په خپله جلالي صيب چې زه هم ورسره وم دشمالي ولايتونو سپين ږېرو او قومي مشرانو سره ليدنو ته دوام ورکړ. دفارياب د ولايت معاون سيد احمد سعيد او امنيه قوماندان سيد يوسف فرياد سره مو وکتل او د فارياب ولايت په مشکلاتو مو ځان خبر کړ.
دفارياب امنيه قوماندان په خپلو خبرو کې وويلې چې زما دراتګ نه دمخه د فارياب په ولايت کې څلور قوماندانان وو او پوليس چا نه پيژندل د کوهستانونو د دوه ولسواليو پرته دولايت ټولو ولسواليو ته مې سفرونه وکړل، دغه قوماندان چې تازه د کورنيو چارو وزارت له خوا تعين شوی وو وويلې چې د ولسواليو ترمنځ فاصله ډېره زياته ده او موږ ورسره هيڅ نوع مخابراتي رابطه نه لرو، نظامي قطعات د جنرال دوستم او جمعيت د ډلې په هره ولسوالۍ کې د غونډونو په نامه شته دی خو په هره قطعه کې د۲۰- ۲۵ زيات نفر نه لري د کابل څخه معتمدين ميليونونه افغانۍ تنخواوې راوړي خو پوليس او مامورينو ته تنخوا نه ورکول کيږي او وايې چې پيسې په جنګ کې له منځه تللي دي، یو معتمد مو بندي کړی او څارنوالۍ ته مو معرفي کړی دی، ده وویل چې دفارياب والي قاضي عنايت کابل ته تللی او تر اوسه پورې نه دی راغلی او وايې چې په فارياب کې يې د ترور کيدو وېره شته خو په حقيقت کې په فارياب کې هيڅ خبره نه شته او وضعيت نورمال دی.
ده وويل چې د فارياب ولايت د اندخوی څلور ولسوالي چې د آقينه بندر هم په کې شامل دي جنرال دوستم په زوره د جوزجان ولايت پورې تړلي دي تراوسه يې بېرته فارياب ته نه دي حواله کړي، همدارنګه د جنرال دوستم څلورويشتمه فرقه په سرحدي چارو کې مداخله کوي نو ښه به دا وي چې دا مسائل دجنرال دوستم سره مطرح شي.
ماښام مو جنرال دوستم سره دهغه په کور کې وکتل، جنرال دوستم جلالي صيب ته وويل چې د مزار ښار ډېر مسلح شوی او يو جدي اقدام بايد وشي که نه نو وسلوال تصادم رامنځ ته کيدای شي.
جلالي صیب ورته وويلې دا چې يوه ډله پر بل اعتماد نه لري نوځکه خو بايد دمزار شريف ښار غېر نظامي شي او د انګلستان له هېواد مو غوښتي دي چې خپل( Provincial Reconstruction Team) PRT يعنې د بيارغونې ټيم مزار شريف ته راوليږي، موږ بايد په مزار شريف کې د پوليسو يو تعليمي مرکز جوړ کړو تر څو ملي پوليس وروزو، دولتي نهادونه بايد تقويه شي، هغه څوک چې دپوليسو د مرکز نه خلاصيږي د تعليم په وخت کې به ورته دېرش ډالر او له فراغت نه وروسته به ورته اويا ډالر معاش ورکول کيږي، اوس مهال د پوليسو معاش دېرش ډالر ووچې خورا کم معاش وو. جلالي صيب جنرال دوستم ته وويلې چې دازموږ پرګرام دی او دا بايد دلته عملي شي او تاسې بايد همکاري وکړئ، جنرال دوستم وويلې چې په شمال کې د۲۰ - ۳۰ زره نفرو پورې مسلح کسان لرم خو مرکز ماته يوازې د۵۵۰۰ نفرو اعاشه راکوي زه اتيا ټانکونه او شپاړس BMڅلويښت ډوله دستګاوې او نور زيات مهمات لرم که (ايساف ) تضمين وکړي زه دا ټولې وسلې مرکزي حکومت ته سپارم، ځکه د مزار په هر کور کې د شمالي ټلوالې يو قوماندان اوسيږي او هر کور يوه پو سته ده، دوی زما او دمسعود عکسونه لږولي او ورڅخه بده استفاده کوي او بدنامي يې موږ ته ده، نو زه حاضر يم چې د مرکزي حکومت سره همکاري وکړم.
د جون په پنځه ويشتمه نيټه دسهار چای مو د حزب وحدت د شمال شورا د مسؤل سردار سعيدي سره وڅښه ترڅو د دوی مشکلاتو ته غوږ کيږدو او دا تعهد ترې واخلو چې د مرکزي حکومت د پراګرامونو په عملي کولو کې مرسته وکړي، په دې وخت کې د بلخ په ولايت کې د وه لويئ او دوه وړې ډلې وې، د دوه لويو ډلو مشري جنرال دوستم او عطامحمد نور کوله او د دوه وړو ډلو مشري چې يوه يې د هزاره ګانو وه چې مشري يې د وحدت دحزب سردار سعيدي کوله او بله وړه ډله د پښتنو وه چې مشري يې جمعه خان همدرد کوله. د دغو وړو ډلو رول ډېر مهم وو، ځکه چې که دوی به د هرې لوی ډلې ملاتړ کاوه همغه ډله قوي کيدله، نوپه دې وخت کې سردار سعيدي د استاد عطامحمد نور او د پښتنو ډلې د جنرال دوستم څخه ملاتړ کاوه، که څه هم د جنرال دوستم او پښتنو ترمنځ په سرپل او جوزجان کې اړيکي چندان ښې نه وې، ځکه ازبکو په دغو سيمو کې پر پښتنو ډېر ظلمونه کړي ووخو په بلخ کې يې دجنرال دوستم سره مرسته کوله، د سردارسعيدي سره د چای خوړلو پر وخت د دغې شورا غړی جنرال مرتضی د ۳۸ مې فرقي قوماندان، استاد جعفري او ښاغلی رفيعی هم موجود وو. دوی هم د مزارپه ښار کې د مسلحو کسانو د زياتوالي نه شکايت کاوه او ويلې يې که مرکزي حکومت ژر مداخله ونه کړي خامخا مسلحانه برخورد رامنځ ته کيږي.
په مزار شريف کې داستاد عطامحمدنور او جنرال دوستم تر منځ تاوتريخوالی هغه مهال رامنځ ته شو کله چې دعطامحمد نور پلويانو د جنرال دوستم يو کس د رجب بای په نوم لومړی وتښتاوه چې وروسته ووژل شو، د کورينو چارو وزارت متهمين نيولي او د دې مسلې د څيړنې په موخه يې يو کميسيون هم ټاکلی و چې د يوناما استازی هم په کې و خو داسې وېره وه چې د بلخ والي به متهمين خوشې کړي ځکه چې نوموړی د عطامحمدنور پلوي يو کس وو خو جنرال دوستم غوښتنه درلوده چې دغه قاتلين دې کابل ته انتقال شي. د جنرال دوستم ځينو نفرو دا هم ويل که دا انتقال نه شي نو دجنرال دوستم وسله وال به پر محبس حمله وکړي او دوی به يې په خپله ووژني. د یوناما استازي وړانديز داوو چې دبلخ ولايت په چارواکو کې دې تغېر رامنځ ته شي او بې طرفه کسان دې په دندو وګمار ل شي که نه نو دلته امنتي وضعيت ډېر ژر خرابيدای شي او دوی يادونه وکړه چې هغه ۷۵پوليس چې له کابله دد غې موضوع دتحقيق په موخه راغلي هغوی هم کومې پايلې ته درسيدو پرته کابل ته ستانه شوي دي.