پرهار

لمر رڼا به تته شوه ،ګلانو به د حسادت نه خوشبويي هيره کړه  کله  به ، چې زما نظر ستا ښايسته څېره لوستله  .
دځمکې ګرځېدل به بند شول ،د شپې ناوې به د حسرته ځان په تور څادر کې پټ کړو کله ، چې به ستا حسينو سترګو زه څارلم .وخت به ودريد باد به خپله سا بنده کړله کله به چې تا په خپل خواږه غږ سره وعدې راکولې او ما به ستا يوه يوه وعده د هيلو په تار اوبدله،هرې يوې ته به مې د وفا رنګ ورکولو او هر يوې ته به مې د مينې نقش ورکولو.
هو! هغه زه وم چې په زړه کې مې ستا د مينې افسانې وې .که زه سمندروم ته مې د اوبو سر چينه وې .ته په ما کې يو راويښ شوی خيال وې چې په حقيقت بدل شوې.
ستا په راکړيو وعدو مې ځان ته د مينې دنياګۍ ودانه کړي وه .
خو!
خبره نه وم چې دېوالونه يې په درواغو وﻻړ وو.تا د مينې په بڼ کې د جفا ګلونه څنګه روزل؟؟؟
اوس زما دنيا ګۍ نيمګړي ده ،زه بې له تا د مينې نيمګړي يم .
پرهار په پرهاردې په زړه راکړو خو ستا له خوا پرهار به هم ما ته ګل شو او د زړه په ګلستان کې مې ساتلو .
خدايه!
هر څومره مې چې ژړوې ومې ژړوه خو زه به هم اسمان په خپل غم باندې وژړوم.
ګرانه!که هر څومره پرهارونه په زړه راکړې ،که هر څومره مې وژړوې خو زه به ستا دا نصيب په خپلو اوښکو مينځم. او بدلوم به يې .زه به د بڅرکي په څېر ستا زړه ته ﻻر پيدا کوم او د مينې په لمبه به بدلېږم ،
ځکه چې ته مې د ژوند پيل يې او ته مې د ژوند پايله يې!!!
20/10/2008