زه مې پور غواړم، ته نور غواړې!

له دويمې نړيوالې جګړې پاى ته رسېدا وروسته نړيوال امپريالېستي ښکېلاک او زبېښـاک پرنړۍ او په ځانګړې توګه اسيااو منځني ختيځ د خپل سياسي، اقتصادي اوپوځي اغېزاو واک دساتنې په موخه د نړۍ په جغرافيوي نقشه کې دوه هېوادونه د نابلل شويو مېلمنو په څېر جوړ او رامنځ ته کړل. ښکېلاک د خپلې دغې استعماري مقولې پربنسټ، چې وايي، ( بېل يې کړه، اېل يې کړه!) د ١٩٤٧ زېږديز کال د اګست پر (١٤) مه پاکستان او د ١٩٤٨ زېږديزکال د مې په (١٤) مه يې اسرائيل جوړ کړ. د پاکستان او اسرائيل په جوړاوي کې دوه بنسټيز فکټورونه په نظر کې نيول شوي، لومړى مذهب او دويم ځمکنى لانجمنتوب. دغو دواړو جعلي او لانجمن هېوادونو د خپل سياسي او جغرافيوي پنځون له پيله تراوسني مهاله د نړۍ په ډېپلوماټيک چاپېريال سيورى خپور او نړۍ يې په سياسي او پوځي ډګر کې يرغمل کړې ده. د پاکستان د جوړېدا په اړه دښکېلاک د سترګو ازغي او لوى افغان  مبارز ارواښاد حاجي صاحب ميرزاعلي خان وزير (ايپي فقير) څومره خوږه خبره کړې او وايي: ( خر هماغه خر دى، ايله کته يې بدله شوه.) ( خر همان خر است، تنها پالان اش عوض گرديد.) ښېکېلاک د پاکستان په خلقت او جوړاوي کې افغاني او په ځانګړي ډول سره پښتني ضد احساس او روحيه اخښلې ده،ځکه همدا افغان او پښتون ؤ، چې په دې سيمه کې يې دښکېلاک ملا ورماته کړه، نو پرهمدې بنسټ ښکېلاک دلوى افغانستان يوه ټوټه خاوره ( له چتراله تر بولانه ) د افغان ولس د هيلې او غوښتنې پر خلاف پرې کړه، او د دې سپېرۀ او بدورګه (شرير) په اصطلاح هېواد په ناسپېڅلي وجود کې يې ورګډه کړه او په خپل دغه کار سريې افغان اتل او باتور ولس ته لويه دښمني او سرخوږى تر شاپرېښود. د ارواښاد استاد قيام الدين خادم پر وينا انسان او په خاصه توګه افغان په درې شيانو خپل سربايلي: ( خټه، خېټه  او خ + و + ټ + ه ) ، چې انګېرنه او تعبير يې ( خاوره،لوږه  او ناموس ) دى.  پرهمدې توسن  د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډيورنډ کرغېړنې کرښې  سرناسور وزمه شخړه تر اوسني مهاله را روانه ده. د پاکستان له جوړېدا وروسته هېڅ يوۀ افغان دولت او ولسمشر نوموړې کرغېړنه کرښه په رسميت نه ده پېژندلې، همدا لامل دى، چې دا توره کرښه د دواړو هېوادونو په خپلمنځي اړيکو کې د کړکېچ  اصلي لامل بلل کېږي. کله، چې په ١٣٥٣ لېږديز لمريز کال سردار محمدداودخان د هېواد سياسي واکمن شو، نو د پښتونستان د خپلواکۍ داعيه يې په ټول سياسي او پوځي زور سره را پورته کړه،ځکه د پښتونستان مسئله د شهيد داودخان سياسي لوبتکه وه. د ډيورنډ منفورې کرښې پرسر دافغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکې دومره ورانې او ترينګلې وې، چې ان د دواړو هېوادونو په منځ کې خبره ان د منظم پوځي جنګ د پيلېدا ترپولې نېږدې شوې وه. د افغانستان او پاکستان د رسنيو او تبليغاتي لابيو(ډلو) ترمنځ خورا تېزه او چټکه تبليغاتي جګړه روانه او د يوبل پرخلاف يې سوځنداو زهرجن تبليغاتي کمپاين پر مخ بېوو. د پاکستان هغه مهالي لومړي وزير ذوالفقار علي بوټو په ١٩٧٢ زېږديز کال د پښتونخوا ايالت مرکز پېښور په جناح پارک کې يوې لويې ولسي غونډې ته په خپله ويناکې افغان ولسمشر سردار محمد داود خان مخاطب کړاو داسې ګواښ يې وکړ : ( اوى گنجى داود، بک بک بند کرو، ورنه هم پاکستان کا جهنډا کابل پر لهراينگے!) پښتو ژباړه : ( اې لغړسريه داودخانه،غورځې پرځې پرېږده،که نه موږ به د پاکستان بيرغ په کابل ورپوو!) په افغانستان کې د ١٣٥٧ لېږديزلمريزکال دغويي د (٧) مې نېټې له اوښتون وروسته زموږ هېوادپه عملي ډول سره د ختيځ او لوېديځ ترمنځ د سړې جګړې په ډګر واوښت. همدلته وه،چې لوېديځ خپله ټوله سياسي او پوځي پاملرنه پاکستان ته ورواړوله او دا داسې مهاله ؤ، چې په ايران کې د رضاء شاه پهلوي لوېديځپال رژيم د آيت الله خميني له خوا وپرځول شو،نو طبيعي خبره ده، چې لوېديځ بايد پاکستان په خپل فوکس کې راوستلاى واى. د روسي ښکېلاک پروړاندې دافغان جهاد پرمهال پاکستاني جنرالانو د اسلام او جهاد په نوم له افغان ولس څخه غچ واخېست اوپه افغانستان کې يې هغه جنايتونه وکړل، کوم، چې دښکېلاک او پنجابي بيروکراسي تاريخي هيله او غوښتنه وه. د پاکستان پوځي زورواک او ديکتاتور جنرال ضياء الحق د خولې وينا ده، چې  ويل يې : ( جهاد افغانستان  دفاع پاکستان!)  نوموړي هيله درلوده، څو دپاکستان په لاس د افغانستان له نيواک او فتحه کېدا وروسته د کابل ښار په  پل خشتي جومات کې د شکرانې نفل لمونځ وکړي. د جنرال ضياء الحق سره په الوتکه کې سوځېدلي او بې دينه کافر تر دنيا تللي د پاکستان پوځ لوى درستيز جنرال اختر عبدالرحمن به ويل : ( کابل ووهئ، کابل وسوځوئ، څو موږ په دې ډول له افغانانو څخه د پاني پت جګړې غچ واخلو.) دا ټول هغه خبرې او حوالې دي، چې د کره اوثقه سندونو او شهادتونو په بڼه په کتابونو کې پرتې او خوندي دي اود تاريخ باب جوړوي. لسيزه وړاندې د ٢٠٠١ زېږديز کال دسپټمبر مياشتې پر (١١) مه نېټه عرب ترهګر اسامه بن لادن پر امريکه ترهګريز بريدونه وکړل، ياد بريدونه په نړۍ کې د نړيوال اوښتون پيلامه شوه،چې ددغه ټولو بدلونونو او تحولاتو د تمرکز ټکى د اسيا زړۀ خوږ افغانستان وټاکل شو. نړيواله ټولنه، چې په ترکيب کې يې (٤٨) هېوادونه ګډون لري، په ټول سياسي اوپوځي زور اوځواک سره افغانستان ته راغله او دترهګرۍ خلاف تر شعار لاندې يې له القاعده او طالبانو سره جګړه پيل کړه. د لوېديځ له خوا پيل شوې دا جګړه په هېڅډول سره افغاني صبغه نه لري. دامريکې او لوېديځ (١٣٠) زره عسکريز ځواک په دې نه دى بريالى شوى، چې د القاعده شبکې اوطالبانو ته غوڅه ماتې ورکړي ، ځکه ياده جګړه يوازې د هېواد په کليواو بانډو کې ايساره شوې او د ترهګرۍ اصلي مرکزونه اوپټنځايونه لا هم د پخوا په شان خوندي   دي او نه يې هم د ځپلو کوم پلان لري. ښايي لوېديځ نه غواړي، چې روانه جګړه پاى ته ورسيږي، ځکه امريکه اوناټو په افغانستان او سيمه کې اوږدمهاله سياسي، اقتصادي اوپوځي سناريو لري، چې بايد هغه پلې کاندي. نو پرهمدې توسن هغوى طالبان له خپله حده ډېر پياوړي او ځواکمن ښيي، څو په دې ډول افغان دولت په سياسي، پوځي،روحي او رواني ډول تر فشار لاندې ونيسي او خپلې موخې ترلاسه کړي. افغان جګړه په خپل ډول کې يوه خورا پېچلې او چيچلې جګړه ده، چې په سيمه ييزه او نړيواله کچه په کې د سيمې هېوادونه او نړيوال زبرځواکونه کې ښکېل او لتاړ دي. دتېرې لسيزې پر مهاله په هېواد کې د اوسني رژيم پر وړاندې طالبانو سخته او خونړۍ جګړه وکړه،چې تردامهاله ادامه لري. افغان جګړه له يوې ورځې نه بلې ته نوي کورني، سيمه ييز او نړيوال اړخونه ځان ته غوره کوي او لا د پېچلتيا او چيچلتيا خوا ته درومي. افغان دولت له ٢٠١٤ زېږديز کال وروسته هېواد يوځل بيا د اويايمې هجري لسيزې په څېر د کورنۍ جګړې په څرخوبي کې د غورځېدا څخه د مخنيوي په موخه دسيمې او نړۍ له ګڼ شمېر هېوادونو لکه ( هند، فرانسې، ايټاليې، بريتانيې، امريکې،استراليې، جرمني او چين ) سره ستراتېژيک تړونونه اويا ستراتېژيکې اعلاميې لاسليک کړې،څو په لنډ او اوږدمهال کې د افغانستان لاسنيوى وکړي.  دافغانستان او هند ترمنځ د ستراتېژيک تړون لاسليک کول، د هند دوديزسيال او دښمن هېواد پاکستان د حساسيت او قهر لامل شو. نوموړي هېواد له هند سره په سيالۍ او انډولۍ کې له خپل بادار او پلار انګلستان څخه د پردې تر شا د مرستې غوښتنه وکړه، څو په افغانستان کې په يو ډول نه ډول د پاکستان سياسي،اقتصادي او پوځي ګټې خوندي کړي. د روان زېږديزکال د جولاى په مياشت کې د بريتانيې او پاکستان لومړي وزيرانو ډېوېډ کامرون او راجه پروېز اشرف کابل ته سفر درلود. دچنګاښ په (٣١) مه نېټه افغان ولسمشر، دپاکستان لومړي وزير او دبريتانيې لومړي وزير ګډه درې اړخيزه غونډه دايره کړه او درې واړه مشرانو په خپلو کې د ګډې مرستې او همکارۍ په کولو هوکړه وکړه. دادى، اوس د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د(٦٧) مې کلنۍ غونډې په څنډه کې يو ځل بيا د افغان ولسمشر حامد کرزي، دپاکستان ولسمشر آصف علي زرداري او د بريتانيې لومړي وزير ډېوېډ کامرون ترمنځ درې اړخيزه غونډه جوړه شوه. جالبه داده، چې په دواړو (کابل او نيويارک ) ناستو کې دغونډې مشري د بريتانيې پرغاړه وه، چې داکار په خپله د غور او اندېښنې وړ ده. په دې کې شک نشته، چې پاکستان هند خپل هډماتى تربور او دښمن ګڼي،ځکه له هغه مهاله را په دې خوا، چې کله پاکستان د نړۍ په نقشه کې راڅرګند شوى، نود دواړو هېوادونو هند او پاکستان ترمنځ درې جګړې شوې، لومړۍ جګړه په ( ١٩٤٨) زېږديزکال، دويمه په (١٩٦٥) زېږديزکال او درېيمه هغه يې په ( ١٩٧١) زېږديزکال ، چې لومړۍ دوې جګړې د کشمير پرسر او درېيمه هغه يې د ختيځ پاکستان (بنګله دېش) د خپلواکۍ پرسر رامنځ ته شوې او په درې واړه جګړو کې پاکستان مات شوى، خوپه درېيمه هغه کې يې د هند پوځ پر وړاندې شرموونکې ماتې وخوړه او (٩٠) زره پنجابي پوځ هندي لښکرته تسليم شو. له هغه مهاله را په دې خوا، چې پاکستان بنګله دېش له لاسه ورکړى، نو دخپلې دغې فاحشې ماتې د جبرانولو په موخه يې خپله ټوله پاملرنه افغانستان ته را واړوله او له آدمه تر دې دمه زموږ په هېواد کې په يوۀ او بل نوم لاسوهنه اومداخله کوي او په دې بهير کې نوموړى هېواد افغانستان د خپلې ستراتېژيکې ژورتيا(Strategic Deep) سيمه بولي. پاکستان له افغانستان سره په تېر او اوسمهال کې ګڼ شمېر تړونونه لاسليک کړي،خو له بده مرغه،چې عمل يې نه دى پرې کړې. افغانستان د ډاکټر نجيب الله د واکمنۍ پرمهال له پاکستان سره دسولې او روغې جوړې د ( ژنيو) تړون لاسليک کړ، خو پاکستان په لوى لاس سبوتاژ او له منځه يووړ. لسيزه وړاندې په هېواد کې داوسني رژيم په راتګ سره پاکستان او ايران ترنورو زيات افغان دولت ته د دوستۍ لاس ورکړ، خو دا دواړه ګاونډي هېوادونه په ظاهره  دوستان او په باطنه دښمنان دي.پاکستان له افغانستان سره د (اپټا) سوداګريز تړون لاسليک کړى، خو د تطبيق په برخه کې يې هېڅ راز ژمنتيا او لېوالتيا نه لري. پاکستان طالبانو ته وسلې او پيسې ورکوي، د طالبانو مرکزي شورا يې په کوېټه کې ساتلې او د حقاني شبکې مرکزونه په شمالي وزيرستان کې دي اوله هغه ځايه  ورانکاري د تخريبي فعاليتونو لپاره افغانستان ته استوي. پاکستان له دې هم وړاندې تللى او له دوه کلونو راهيسې  پاکستاني پوځ پرختيځ کونړ ولايت پرله پسې توغنديز بريدونه کوي، چې ددغو بريدونو له امله زموږ په لسګونو کونړي هېوادوالو ته د سر اومال درانه زيانونه وراوښتي او دا لړۍ لا هم په زور او شدت سره دوام لري. اوس پوښتنې دادي، چې دافغانستان او پاکستان ترمنځ ستراتېژيک تړون په کومو اوڅه ډول شرايطو او ضوابطو سره لاسليک کېږي؟ ايا پاکستان به د پخوا او اوس په شان دمداخلې په چاپېريال کې زموږ سره تړون لاسليکوي؟ ايا پاکستان به دستراتېژيک تړون د مندرجه توکو تطبيق او پلې کېدا ته ژمن وي او که نه ؟ او ترټولو مهمه،اصلي،ملي، افغاني او حياتي پوښتنه داده، چې ايا دا تړون خوبه د ډيورنډ کرغېړنې کرښې په رسميت پېژندنې تړون نه وي؟  دا ټولې هغه پوښتنې دي، چې په هېواد کې يې سياسي بازار په خورا اندېښمن ډول سره تود کړى دى. افغان ولسمشرمحترم حامد کرزي په خپل وروستني خبري کنفرانس کې وويل، چې ياد تړون به په ٢٠١٣ زېږديز کال کې لاسليکيږي. ترهغه مهاله لاډېر وخت دى. دنوموړي پر وينا لومړى بايد د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتېژيک تړون لپاره په ټوله معنا دمتقابل احترام پربنسټ سوله ييز سياسي چاپېريال رامنځ ته شي،بايد متقابل اعتماد او باور پرځاى او احياء شي. دولسمشر په خبره دا مهال د افغانستان اوپاکستان ترمنځ د دوستانه اړيکو او ستراتېژيک تړون په مخ کې لا ډېر پاټکونه پراته دي او ترڅو، چې دا خنډونه لېرې نشي، ستراتېژيک تړون ناشونى دى. کله،چې ددوه هېوادونو په منځ کې تړون لاسليک کېږي، نو تړون د ملګرتيااو دوستۍ مفهوم لري، خوپاکستان اوس په افغانستان کې په عملي ډول سره لاسوهنه کوي او د روانې خونړۍ جګړې يو اړخ اوفريق دى. خو که دافغانستان اوپاکستان ترمنځ دستراتېژيک تړون لاسليک دډيورنډ کرغېړنې کرښې په رسميت پېژندل او دپښتونستان پر داعيې خاورې اړول وي، نو دا کار بيا د لر او بر افغان پر وړاندې لوى خيانت او نه بخښونکى جنايت دى. اوس د بشري نړۍ په اوسني پېر کې د ښکېلاکي کرښو په رسميت پېژندنې او مننې پېر نه دى،بلکې د دغو کرښو د ماتونې پېر دى. د برلين ديوال ړنګ شو، په سوېلي افريقا کې د نژادي توپير(Apartheid) نظام له منځه ولاړ، شمالي او جنوبي يمن سره يو شول، يوګوسلاويا په (٧) برخو ووېشل شوه، پخوانى شوروي اتحاد تجزيه او (١٥) خپلواک جمهوريتونه يې له خېټې نه راووتل، ختيځ تيمور خپلواکي ترلاسه کړه، چکوسلواکيا په دوه هېوادونو چک جمهوريت او سلواکيا سره بېل شول. سوډان په دوه برخو تقسيم او دوه هېوادونه ترېنه جوړشول،په ډاډسره ويلى شم، چې يوه ورځ به هرومرو شمالي او جنوبي کورياګانې  سره يوځاى کېږي او يو واحد د کوريا هېواد به جوړوي، خو يو پښتانه او بلوڅان دي، چې تراوسه يې د ښکېلاک د غلامۍ زنځير په غاړه کې پروت دى. زما وېره او اندېښنه داده، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستراتېژيک تړون د لاسليک کولو پروسې  مشري د بريتانيې په لاس کې ده،هغه بريتانيه، چې  په (١٨٩٣) زېږديز کال يې د ډيورنډ کرښه راکاږلې او منځ ته راوړې ده. د شيطان غوږونه دې کاڼه وي، هسې نه، چې ښکېلاک يو ځل بيا افغان اتليال ولس ته په شاتو کې زهر ورکړي او دا لعنتي کرښه په رسمي ډول سره پرې ومني. ډېرى کارپوهان د ستراتېژيک تړون لاسليک د ډيورنډ کرښې په  رسميت پېژندنې يو بل نوم بولي. افغان او پښتون ولس به په هېڅډول سره يوځل بيا د ښکېلاک استعماري کرښې ونه مني،بلکې پخوانۍ دډيورنډ ښکېلاکي کرښه هم نه مني، دا زموږ حق او  پور دى، چې انګرېزان موږ ته له چتراله او تر بولانه خپله خاوره بېرته راکړي. لر اوبر افغان په هېڅ صورت سره نورې استعماري او استثماري چلوټۍ او دسيسې نشي منلى. په دې وروستيو کې يوۀ روسي شناندي ويلي، چې افغان حکومت له يوۀ کال راهيسې له پاکستان سره د ډيورنډ کرښې د په رسميت پېژندنې د لاسوند په چمتو کولو کار کوي. دا شان دپـښتونخوا ملي او عوامي ګوند مشرښاغلي محمودخان اڅکزي کابل ته په سفر کې له ولسمشر حامد کرزي سره په خپله ليدنه کې په ډاګه وويل، چې افغان دولت بايد دکرښې هاخوا ته له چتراله تربولانه دمېشته پښتنو پر سرله پاکستان سره سودا ونه کړي. افغان ولسمشر ښاغلي حامد کرزي په خپل خبري کنفرانس کې له يوۀ بل تريخ حقيقت څخه هم پرده پورته کړه، هغه دا،چې دامهال افغان ملي اردو پر کونړ د پاکستاني پوځ د بريدونو د مخنيوي جوګه نه دى، ځکه افغان پوځ لا تراوسه په درنو وسلو او هوايي ځواک اکمال او سمبال نه دى او امريکه هم د افغان امريکې ستراتېژيک تړون په رڼاکې له افغانستان څخه دفاع نه کوي. نو اوس جوته شوه، چې پاکستان پر افغان خاوره د بريدونو په لړ کې خلاص مټ لري، او له  دغې لارې غواړي، څو پر افغانستان خپلې غوښتنې وتپي او مني. د پاکستان د جوړېدا پرمهال د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان سفير ارواښاد عبدالحسين عزيز په خپله وينا کې په زغرده وويل، چې : ( پاکستان طى يک دسيسۀ بين المللى به وجود آمد و طى يک دسيسۀ بين المللى ازبين خواهد رفت.) پښتو ژباړه : ( پاکستان د يوې نړيوالې چلوټۍ په پايله کې منځ ته راغى او ديوې نړيوالې چلوټۍ په ترڅ کې به له منځه ولاړ شي.) په دې کې هېڅ د شک ځاى نشته، چې پاکستان به يوه ورځ هرو مرو له منځه ځي، ځکه دا هېواد ځمکنى بنسټ نه لري، نو پرهمدې توسن بايد دستراتېژيک تړون ترنوم لاندې د ډيورنډ کرښه په يوۀ اوبل نوم په لراوبر افغان ونه تپل شي، څو په دې ډول سره  ښکېلاک يوځل بيا د پاکستان بې بنسټه بقااو پايښت  تضمين کاندي. پښتو متل دى،چې وايي : ( د زورورو  اوبۀ  په لوړه خېږي.) ښه مې په ياد دي، چې همدا څو کاله مخکې چين د بريتانيې او پرتګال له څه کم دوه سوه کلن ښکېلاک څخه وروسته د (هانګ کانګ او مکاو) ټاپوګان بېرته ترلاسه کړل. دبريتانيې دولت د تړون سره سم د هانګ کانګ ټاپو د سپارنې په بهير کې سستي او ناغېړي کوله،خو کله،چې چين دزور پرمټ  د نوموړي  ټاپو د نيواک  ګواښ وکړ، نوانګرېز ښکېلاک په خورا بيړه او تلوار هانګ کانګ ورتسليم کړ او د ياد ټاپو انګرېز والي ( Governor General)  (کرېس پاټن ) د وروستني بريتانوي چارواکي په توګه په اوښلنو سترګو الوتکې ته وخوت او په خپله مخه  ولاړ. لر اوبر يو افغان دى. دوى په خپل منځ کې ګډ ژوند او ژواک، ګډغم او ښادي،ګډکلتور،دين ، ژبه، دودونه، نرخونه، ګډ هېواد او خاوره لري. دا د تاريخ جبر دى، چې د لراو بر ترمنځ يې د بېلتون کرښه راکاږلې ده، خو يوه ورځ به دا کرغېړنه او پليته کرښه هرو مرو ماتيږي او ښکېلاک ځپلي پښتانه به آزاديږي.
              هرکو دور ماند از اصل خويش +++ باز جويد روزگار وصل خويش
 زۀ له افغان دولت، دولتمشرانو او  په ځانګړي ډول له ټول لر او بر افغان ولس اوسياسي مشرتابه څخه په ټينګه او کلکه غواړم، چې نور د غفلت اوجهالت له اوږدۀ خوبه را ويښ شي، په خپل منځ کې ملي وحدت او اتحاد وکړي او د ښکېلاک له يوې بلې توطيې او دسيسې څخه خپل ولس او تاريخي هېواد افغانستان وژغوري.
                                                                                    
                                                                               فضل وزير هيله من