د کورنيو چارو په وزارت کې د کار لامل

دویمه برخه 


د ۲۰۰۲ م کال د جون په مياشت کې دبيړنۍ لويې جرګې پر مهال د ولسمشر د دفتر رئيس ډاکټر احمد يوسف نورستاني راته وويلې چې ولسمشر مې افغانستان ته ستاسې له راتګ څخه خبر کړی که دې خوښه وي ورسره به مشوره وکړم چې تاسې دکنړ د والي په توګه وګماري.
نورستاني صيب ته مې د هو او نه ځواب ورنه کړخو زه په دوه دلايلو دې ته چمتو نه وم چې ياده دنده ومنم لومړی دا چې : زه په دې باوري يم چې په خپله سيمه او ولس کې به ستونزمنه وي چې يو والي دې په خپلو چارو کې بريالی وي دویمه خبره دا چې : نه مې غوښتل د خپلو اولادونو زده کړو کې خنډ او ځنډ راولم، ځکه هغه معاش چې د يو والي لپاره ځانګړی شوی دومره نه و چې دخپلې کورنۍ او اولادنو د زده کړو مصارف پرې پوره کړم.
د جهاد په کالونو کې مې هيڅکله په دې فکر نه و کړی چې په حکومت کې به دنده تر سره کوم خو يوه هيله مې درلوده که خدای افغانستان آزاد کړي نو ولسي جرګې ته به دخلکو د استازي په توګه ځان کانديدوم، ځکه ما له همغه مهاله فکر کاوه چې په دولت کې د دندې تر سره کول سپيڅلتيا، صداقت او ژمنتيا ته اړتيا لري او له رشوت اختسنې بايد ډډه وشي. ما دا فکر هم کاوه چې د پيسو پيدا کولو لپاره له دولت پرته نورې مشروع لارې هم شته که يو څوک وغواړي او هڅه وکړي پيدا کولای يې شي. زه په دې برخه کې له خدايه ډېر راضي يم، په تېرو دېرشو کالونو کې مې چې هره دنده ترسره کړې. ورڅخه مې کافي معاش ترلاسه کړی. چې زما د ژوند لومړني ضرورتونه ورباندې پوره شوي دي او دې ته نه يم اړ شوی چې د خيانت او رشوت په اړه فکر وکړم، زه په دې عقيده لرم چې قناعت تر ټولو ستره شتمني ده او هر هغه څوک چې قناعت، ژمنتيا او سپيڅلتيا ولري نو په سلو کې پنځوس کارونه په خپله سمېږي او که لږ نوره هڅه او زحمت وکاږي نو په سلو کې اویا یا اتیا به په خپلو چارو کې خامخا بریالي کېږي.
په هر حال د ۲۰۰۲ م کال د نومبر په مياشت کې داسې اوازې او ګونګوسې وې چې د موقتي ادارې مشر ښاغلی کرزی صيب، ښاغلی علي احمد جلالي ته د کورنيو چارو د وزیر په توګه دنده پيشنهاد کړې او کيدای شي چې نوموړی دا دنده قبوله کړي. علي احمد جلالي چې د هېواد نامتو ليکوال، سياست پوه او پوځي صيب منصب دی دغه مهال دامريکاغږ راډيو د فارسي برخې رئيس و. د ۱۹۸۵ – ۱۹۹۰م کلونو په موده کې ښاغلي جلالي د امريکاغږ دپښتو څانګې مشري پر غاړه درلوده نوهغه مهال زه په پيښور کې د دغه راډيو محلي خبريال ؤم او نوموړی زما آمر و. دقيقه ورځ مې ياده نه ده خو په همدې مياشت کې يوه ورځ مې له جلالي صيب سره وعده درلوده او زه يې د غرمې ډوډۍ ته ميلمه کړم. د۱۹۹۰ م کال د مې په مياشت کې چې کله زه امريکا ته لاړم نو کله کله به مې له جلالي صيب سره د غرمې ډوډۍ يو ځای خوړه او په اصطلاح لنچ (Lunch) به مو سره کاوه. دا چې په دې ورځ مې يوه بله وعده هم درلوده نو جلالي صيب ته مې وويلې چې ښه به دا وي چې کوم نږدې رستورانت ته لاړ شو او تيار خواړه به وخورو، جلالي صيب وويلې سمه ده، راځه د امريکاغږ راډيو ته مخامخ (McDonald ) رستورانت ته به لاړ شو، هلته چې سره کيناستو، په دې وخت کې اکبر ايازي چې هغه هم دامر يکا غږ راډيو په پښتو څانګه کې کار کاوه له کومې خوا راپيدا شو. له سلام کلام وروسته نوموړی لاړ او موږ خپلو خبرو ته دوام ورکړ.
ما له جلالي صيب څخه پوښتنه وکړه چې ويل کيږي په افغانستان کې مو د کورنيو چارو دوزارت دنده قبوله کړې ده، دا ريښتيا ده که څنګه؟ جلالي صيب وويلې نه تراوسه مې نه ده قبوله کړې خو يو څه شرايط مې کرزي صيب ته وړاندې کړي دي که کرزی صیب يې رأسره ومني نو کيدای شي قبوله يې کړم. جلالی صیب سمدستي يې له مانه پوښتنه وکړه چې ستا څه پروګرام دی که زه لاړ شم تاسې ر اسره کار کوئ که نه؟ ما ورته وويلې که ته لاړې او فکر دې کاوه چې ګوندی زه څه کولای شم نو بيا راباندې غږ وکړه.
د دې خبرو وروسته مې جلالي صيب بيا ونه ليده خو ډېر ژر د کورنيو چارو د وزېر په توګه وټاکل شو او د ۲۰۰۳م کال د جنورۍ په مياشت کې يې خپله دنده اشغال کړه.
دکورنيو چارو د وزارت له کارونو سره مې له ابتدايه او ليسی له دورو نه یو څه اشنايې درلوده ځکه زما پلار مرحوم سيد محمود حسرت دکورنيو چارو د وزارت سابقه دار مامور و چې په بيلا بيلو ولايتونو کې يې په مختلفو پوستونو دندې اجرا کړې وې او زياتره وخت به زه ورسره دفتر ته تلم او په فخري (بيګارچي ) توګه مې ورسره کار کاوه. حتی په پنځم او شپږم ټولګي کې زه په زياتره اداري کارونو لکه مکتوب ليکل، جلب نامه جوړول، صادره او وارده باندې پوهيدم. څرنګه چې زما ليک ښه و او په هغه وخت کې په دفترونو کې فوتو کاپي ماشينونه نه وو اکثريت اسناد به مامورينو دوه يا درې نقله کول نو ما به زياتره دا کار کاوه او يا په اصطلاح مېرزا قلمي مې يو څه ياده وه.
هماغه وو چې د ۲۰۰۳ م کال د مې په مياشت کې جلالي صيب په يو رسمي سفر امريکا ته راغی، دتلفوني تماس نه وروسته يې وويل چې دمې د مياشتې په دولسمه نيټه ماسپښين دوه نيمې بجې په واشنګټن کې دافغانستان سفارت ته راشه او هلته به سره دنژدی نه خبرې وکړو. په دې وخت کې په پراګ کې د جان اغا الکوزي په مشوره د ازادۍ راډيو پښتو څانګې رئيس سره مې په واشنګټن کې انټرويو هم کړې وه چې دوی زه انتخاب کړی وم چې د ټريننګ لپاره پراګ ته لاړ شم.
کله چې د افغانستان سفارت ته لاړم نو دافغانستان سفېر اسحق شهريار خپله د کار خونه موږ ته خوشې کړه چې موږ په کې کينو. جلالي صيب شهريار ته وويلې چې دی مې راغوښتی چې بد راه يې کړم او افغانستان ته يې بوزم. جلالي صيب په خپل صحبت کې له ملګرو سره هميشه خوش تبي کوي او ډېرې زياتې کيسې، طنزونه او مثالونه يې ياد دي، که په ساعتونو ورسره کيسې وکړې سړی نه ستړی کيږي او ډېر څه ترې يادوی. د محلي ادارو د جوړيدو په ارتباط ما يو څه پيشنهادونه ليکلي و هغه مې جلالي صيب ته ورکړل چې څنګه يې ولوستل بيا يې خوش تبي وکړه چې دا دې زما دليکنو څخه اقتباس کړی دی اوهمدارنګه پلانونه زه هم لرم خو په دې ليکنو کار نه کيږي له ما سره لاړشه او دا په خپله عملي کړه.
ما له جلالي صيب سره وعده وکړه چې دوه درې اونۍ وروسته کابل ته درځم بيا به مصلحت وکړو چې څه وکړو. هماغه و چې د جون د مياشتې په نيمايې کې کابل ته لاړم او دجون دمياشتې په ۱۹ مه نيټه د کورنيو چارو وزارت ته لاړم چې جلالي صيب وګورم.
دکورنيو چارو وزارت چې يو پر څلورمه د حکومت تشکيل جوړوي د ټولو وزارتونو نه خورا لوی وزارت وو چې دافغانستان ټول واليان، ولسوالان، ښاروالان، ملي پوليس، سرحدي پوليس، هوايې ډګرونه، ترافيک، د تذکرو او پاسپورت توزيع او لوی لارې او... دې ټولو دکورنيو چارو وزارت اړوند دفترونو پورې اړه درلوده.
کله چې د وزارت دروازې ته ورغلم ډېر زيات بېرو بار وو، په مشکله مې د کورنيو چارو د وزېر ددفتر ودانۍ ته ځان ورساوه نو د کورنيو چار ود وزېر دناستې ودانۍ دوه ورودي دروازې درلودې چې په يوه دروازه به وزېر، د وزارت معينان، رئيسان او جنرالان وزارت ته ننوتل او دبلې لارې به عادي مراجعين او ټيټ پوړي مامورين او پوليس چې دوزارت مقام سره به يې کار درلوده ودانۍ ته ننوتل. زه هم دې دروازې ته ورغلم نو مؤظف پوليس رانه پوښتنه وکړه چې دچاسره دې کار دی؟ ما ورته وويل غواړم دکورنيو چارو وزېر سره وګورم، ده راته وويلې چې له پذېرش څخه دې چټۍ راوړې ده که نه؟ ما ورته وويلې چې پذېرش څه شی دی، هغه وويلې چې پذېرش د وزارت د ودانۍ نه بهر يو دفتر دی او څوک چې غواړي له وزېر صيب سره وګوري بايد هلته مراجعه وکړي او بيا د پذېرش دفتر د وزېر صيب له دفتر سره تماس نيسي که يې لازمه وګڼله وخت ورکوي او که نه خدای دې مل شه، ما ورته وويلې چې زه نه غواړم چې وزېر صيب ته رأساً ورشم که ما د هغه د دفتر سکرتر ته پريږدې نو ښه به وي زه يو پرزه ليک وزېر صيب ته استوم که يې وغوښتم وربه شم او کنه بېرته به لاړ شم، څرنګه چې زه د مؤظف پوليس سره په نرمه لهجه غږيدم، نو خبرې ته يې غوږ کيښود او زه يې د ودانۍ په لومړي پوړ کې يو تن صيب منصب سمونيار (جګړن) ته ورپه لاس کړم ما نوموړي ته وويلې زما نوم فلانی دی د وزېر صيب ملګری يم او له امريکا څخه راغلی يم نو که زما دا پرزه ليک دې وزېر صيب ته ورساوه نوډېره زياته مهرباني به مو وي که يې وغوښتم وربه شم که نه بېرته به لاړ شم. دغه صيب منصب وويلې چې نن خو دپنجشنبې ورځ ده وزېرصيب ارګ ته تللی دی او په دفتر کې نه شته دی او دا هم معلومه نه ده چې بېرته راځي او که نه؟ خو زه به ستا ليک خامخا ترهغه ورسوم خو دتليفون شمېره دې په کې وليکه ، ما ورته وويلې چې زه خو تازه همدا نن راغلی يم او د کابل دتليفون شمېره هم نه لرم خو که ته ماته کومه شمېره راکړې، نو زه به بيا درته زنګ ووهم، دغه صيب منصب خپله او دوزېر صیب د ياور شمېرې راکړي د تګ په وخت کې مې له دی صيب منصب څخه دنوم پوښتنه وکړه ده راته وويلې چې نوم مې عنايت الله دی او دکنړ ولايت اوسيدونکی يم، ما وويل دا خو ښه شوه زه هم کنړی يم. مازديګر ما د وزېر صيب ياور سمونوال ( ډګروال ) ګل اغا روحاني ته تيلفون وکړ، لومړی مې ورته ځان معرفي کړ، ورته مې وويلې که له وزېر صيب سره خبرې وکړم ښه به وي، ګل اغا سمدستي زه له جلالي صيب سره رخ کړم، له سلام وروسته يې راته وويلې: چېرته اوسيږې؟ ما ورته وويلې په کارته پروان کې، د ( ودان افغانستان ) په دفتر کې، له محمد نصيب سره اوسيږم چې زما نږدې ملګری دی او څه تکليف نه شته، نو جلالي صيب وويلې که تکليف نه وي، نوهملته ښه يې او که نه ماسره هم اوسيدلی شې او سبا چې د جمعې ورځ ده يولسو بجو کې وزارت ته راشه خبرې به سره وکړو او فرصت به هم وي، ماورته وويلې چې د جمعې ورځ هم کار کوې؟ ده وویلي چې زه خپل ټول مهم کارونه د جمعې په ورځ کوم ځکه چې دمراجعينو تګ راتګ نه وي. بيا مې جلالي صيب ته وويلې که د وزارت موظفينو ته احوال ورکړئ چې سبا ته مې در پرپږدي او په اسانۍ سره درشم نوښه به وي .
د جون د مياشتې په شلمه نيټه په يولس بجو د کورنيو چارو وزارت ته لاړم د ځان پيژندنې وروسته موظفو کسانو په ډېره اسانه پريښودم چې د جلالي صيب دفتر ته لاړ شم، دجلالي صيب له ياورانوسمونوال ګل اغا، سمونوال محمد داود او جنرال امين الله سره له ستړي مشي وروسته سمدستي د جلالي صيب دفتر ته لاړم، جلالي صيب سره د روغبړ وروسته هغه دستي ټوکې پيل کړې او وويلې دايمي راغلی يې که چکري؟ ما ورته وويلې دا خو نو په تا پورې اړه لري خو زما نيت د دايم دی.
جلالي صيب ډېر خوشاله شواو راته يې وويلې: کومه دنده غواړې چې د کورنيو چارو په وزارت کې يې ترسره کړې. ما ورته وويلې چې زه نه پوهيږم، کومه دنده چې ته راکوې او څنګه زه مؤثر کار کولای شم همغه ښه ده ځکه زه د کومې مشخصې چوکۍ يا دندې په اميد نه يم راغلی. ده راته وويلې چې ته لومړی کس يې چې مشخصه دنده نه غواړې، که نه دلته چې هر څوک راځي له اوله يې ځان لپاره چوکۍ يا دنده په نښه کړي وي، جلالي صيب وويلې چې ښه به دا وي چې زما په دفتر کې کار وکړې او ماسره بايد نږدې وې، رسمي دنده به دې دوزېر ستر سلاکار وي. دسبا نه چې دشنبې ورځ ده راځه خپل کار پيل کړه. دخپل دفتر ريئس جنرال ګل نبي احمدزی ته يې امر وکړ چې په دريم منزل کې چې د وزېر صیب دفتر هم هلته وو زما لپاره دفتر جوړ کړي.