
تېره اونۍ د يوې مريضۍ تشخيص لپاره ګاونډي هېواد پاکستان ته ولاړم، پاکستان ته له تګ مخکې مې پر خپل پاسپورټ ويزه واخيسته، د هېواد په وتلو او پاکستان خاورې ته په داخلېدو مې د خروج او دخول ټاپې ووهلې، د پولې بل خوا په يو کرولا ډوله موټر کې کېناستم ترڅو پېښور ښار ته خپل مريض ورسوم، د پېښور ګوره قبرستان ساحې ته په رسېدو د پاکستاني چارواکو له لوري زموږ موټر ته د ودرېدو اشاره وشوه، موټرچلوونکي هم خپل موټر څنګ ته کړو، د يو پاکستاني پوځي لخواء په موټر کې د ناستو خلکو څخه د کارت غوښتنه وشوه، موږ سره يو نفر چې هغه هم د پېښور په شفاخانه کې مريض درلود، پرته له دې چې ويزه واخلي پاکستان ته راغلی او غوښتل يې چې د خپل ناروغ پوښتنه وکړي، نو پاکستاني پوځي ته يې وويل، ما سره خو کارت نشته، پاکستاني پوځي ورڅخه وپوښتل؛ نو څنګه راغلی يې؟ ناست ملګري ځواب ورکړو، چې د خپل مريض پوښتنې ته راغلی یم، پاکستاني پوځي چې اصلاً پښتون و په خپله ملي ژبه اردو يې ځواب ورکړو، اس لیے تو پاکستان کا بيړه غرک هی (ځکه خو د پاکستان کور وران دی)، پاکستاني پوځي سره لدي چې د افغان مسافر د مريض اسناد ولیدل خو بيا يې هم له ځانه سره وردو، ځکه چې ده بېچاره له ځان سره د پاکستان خاور ته د دخول رسمي اسناد نه درلودل، همدې پوځي چې تر دې دمه يې په اردو خبرې کولې موټر چلوونکي ته يې وويل (استاد جي ځئ تاسو لاړ شئ دا نفر به له موږ سره وي)، پوځي خپله ژبه بدله کړه او پښتو يې شروع کړه، ما ډېر تعجب وکړو، چې ولې يې تر دې دمه اردو ويله او د افغان نيولو څخه بعد يې خپله ژبه بدله او پښتو یې شروع کړه، بله ډېره د تعجب خبره چې خپلې پاکې خاورې ته تر رسېدو مې په ذهن کې وه، هغه دا وه، چې هره ورځ په سلګونه ګولۍ د هېواد په سرحدي سيمو ورېږي، په سلګونو کورنۍ يې تر دې دمه خپلو اصلي ټاټوبو پرېښودو ته اړ ويستي، په همدې شمېر شهيدان او زخميان شوي دي، خو لا تر اوسه نه يو توانيدلي، چې د دې مخه ونيسو، زموږ پاکې خاورې ته په اونۍ کې لسګونه ځانمرګي بريدګر د همدې ګاونډي هېواد پاکستان له لوري راځي مګر تر دې دمه نه يو توانيدلي، چې هغوئ مخه په مکمله معنی ونيسو، همداء اوس د پاکستان استخبارات زيات شمېر غړي په هېواد او په ځانګړي ډول پلازمينې کې يې د غريبکارو په نامه راغلي، او خپله دنده پرمخ بيايې خو مخه يې زموږ بېچاره حکومت نه ده نيولې، افغان حکومت اوس هم د دې چغې وهي، چې په هېواد کې د پاکستان د ناراو تعرض د مخنيوي لپاره يې خپلې ډيپلوماټيکې هلې ځلې اخيري پړاوونو ته رسولي، خو لا تراوسه يې کومه پايله نده درلودلې، خو برعکس د پاکستان هېواد دا ادعا لري، چې په پاکستان کې روانه ناامني د افغانستان له وجهې ده، پاکستاني چارواکو پخواء دا فکر ندی کړی، چې په افغانستان کې لاسوهنه شايد نه يوازې د دوی بلکه د ټولې نړۍ او په ځانګړي ډول په منځنۍ اسيا بدې پايلې ولري، افغانستان چې د اسيا په زړه کې پروت هېواد دی، هر قسم رنګ يې د نړۍ په ټولو هېوادونو او په ځانګړي ډول منځنۍ اسيا شيندلی شي، خو د انګريزواصله پاکستاني هېواد مشرانو دا فکر نه و کړی، له کله چې د انګريزانو لخوا دا هېواد جوړ شو له هماغه وخته يې يو شمېر نه حل کوونکي لانجې د دوی مخې ته پرېښودې، هغه لانجې چې لا تر اوسه حل ندي، د ډېورنډ او د جمو او کشمېرې لانجې دي، که څه هم انګريزانو هغه وخت دا کار د خپلو عسکرو د خوندي ساتلو لپاره کړی و، خو اوس يې پاکستان، هندوستان او افغانستان ته سرخوږی پيدا کړی، او پداسې رنځ يې اخته کړي، چې شايد روغېدل يې ډېر وخت وغواړي. قدرمنو لوستونکو! زما د ليکنې اصلي هدف يوازې دا دی، چې ولې يو افغان د پاکستان او په ځانګړي ډول هغه خاوره کې نېول کېږي، چې موږ يې اوس هم خپله بولو خو د افغانستان حکومت تراوسه د هغه ځانمرګو بريدګرو، نړيوالو تروريستانو چې دې هېواد ته د جنګ ميدان د تودوالي په خاطر راځي، د پاکستان له لوري د توغنديزو بريدونو، په کابل او يو شمېر ولاياتو کې د پاکستاني استخباراتي ادارې غړي چې دلته د غريبکارانو په نوم يادېږي مخه نده نيولې، داسې هم اورېدل کېږي، چې د پاکستان په جېلونو (محبسونو) کې زيات شمېر داسې افغانان د بند شپې ورځې تېروي او حتی په کالونو کالونو يې تېر کړي هم دي، چې لا تراوسه يې جرم هم ندی معلوم، پدې هم نه پوهېږي، چې دوی ولې او څنګه بنديخانو ته وړل شوي، خو تراوسه زموږ چارواکو د دوی په اړه هم معلومات ندي ترلاسه کړي، سره لدې چې پاکستان اوس افغانستان له خوږې ګوتې نېولی، خو پدې حساسو شرايطو د افغانستان مشرانو، دولتمشرانو، د درې واړو قواوو مسوولينو ته په کار دي، چې پاکستان سره د ستراتيژيکو همکاريو د سند له لاسليک څخه ترمخه ټولې هغه معازلې او ستونزې حل کړي، چې اوس يې ورسره لري. موږ هم پدې باوري يو چې نن مو هېواد څومره له ستونزو، ناخوالو او بدبختيو سره مخ دی، دا هم د پاکستان هېواد له وجهې دی، دوی زموږ په هېواد توغندي راغورځوي، دوی په زيات شمېر ځانمرګي رالېږي، دوی دي، چې تروريستان رالېږي او دهېواد په يو شمېر افغان او نړيوالو ځواکونو حملې کوي، دوی دي، چې زموږ دولتي مامورين، استادان، محصلين او شاګردان وژني، چې دا اوس نه يوازې افغانانوبلکې نړيوالو هم دا منلې چې خبره همداسې ده، خو برعکس بيا د پاکستان هېواد يو عادي عکسر پدې فکر دی، چې افغانان په پاکستان کې د بدبختيو زېږنده ده، خو دوی پدې نه پوهېږي، چې روان بحراني حالت په پاکستان کې د همدې هېواد د مشرانو وجه ده، ځکه خو پښتانه وايي (کر د ګلو کړه چې سيمه دې ګلزار شي – اغزي مه کره پښو کې به دې خار شي) د پاکستان هر مشر په خپل وخت کې اغزي کرلي يوازې په دې خاطر چې افغانستان په ارام نوي، اوس چې دا فصل رسېدلی خپله پاکستان هم ارامه ندی، ځکه چې د دې تخم شيندل د دوی په لاس شوي، د بېچاره افغانانو په لاس څه دي چې دوی به په پاکستان کې حالات ترينګلي کړي. په پوره مينه. صمدافغان