د یوه مومن لنډ ژوند لیک  او د مړینی خبر

 بسم الله الرحمن الرحیم
 
 

ارواښاد حاجی انجنیر عبدالرحمن                    ګلان ئی مړاوی شول باغوان ئی نشته      دزړګی بڼ می دی خزان وهلی                 
پریږدی چی وژاړم په چیغو چیغو   
زړه مې باور نه کوی، سترګې مې څاری لاری        د سترګو تورعبدالرحمن مې تللی
پریږدئ چی وژاړم په چیغوچیغو
زموږ د سترګو تور، د زړه ټوټه حاجی عبدالرحمن د۲۰۱۲ میلادی کال د اګست د میاشتی په ۲۸نیټه په ۳۸ کلنۍ کښی له دې فاني او د ربړونو ډکې نړۍ څخه  سترګی پټی کړی او په اسلامی خاصو مراسموسره دجرمنی په کسل ښار کښی دمسلمانانوپه حضیره کی خاورو ته وسپارل شو۰
انالله وانآلیه راجعون
د ده د جنازی په وخت کی بیخی ډیر خلک  حاضر وو۰ دیوه لوی شیخ په امامت ئی دجنازی لمونځ ادا شو د فاتحی  اخیستلو وروسته ډیرو مسلمانانو وروڼو زموږسره په ذکر کښی ګډون وکړ او عبدالرحمن ته ئی دعا وکړه.دهغی ورځی راهیسی هره هفته د قران عظیم الشان ختمونه ور پسی کیږی.
په وطن (خوست)کښی هم ډیرو خلکو د ده په فاتحه کښی ګډون وکړ.دوی ټولو ته د ې خدای تعالی اجر  ورکړی.
د دغه په دین،وطن اوخپل کلتور مین زلمی د ژوند د فلسفی په هکله کیدای شی چی سړی یو کتاب ولیکی.
دلته زه په لنډه توګه دومره ویلای شم چی دی د الله تعالی په مینه کښی فنا و.د لوی څښتن د رضا د حاصلولو څخه پرته بل هدف ئی نه درلود.تر اخیری سلګۍ پوری ئی د خپل خدای (ج)عبادت کاوه
. که چا به د ده  دناروغۍپه هکله پوښتنه ورځنی کوله،ځواب ئی یوازی داو:((شکر الحمدالله  ښه یم))دغه ډول سړی و حاجی انجنیر عبدالرحمن۰.هو !دی د اسلام د دین مبلغ وخوهیڅوک ئی نه محکومول.له کوچنیوالی ئی د دین سره مینه درلوده.په ۲۳ کلنئ کښی ئی دحج فریضه ادا کړه   بیا وروسته ئی څو ځله د عمره حج په نصیب شو.د ډیرو ګټورو کارونو هیلی ئی درلودی،افسوس چی ډیربی وخته دمرګ په ګرداب  کی را ګیر شو.
دادژوند لوی بهیر دی چی تیریږی         د چا کډی د ي بار دچا باریږی
زمونږژوند لکه سیلاب غوندی بهیږی     په ډبرواوخاشونه ایساریږی
انسان خالی راځی خالی به درومی          کله مړدی چی نیک نوم ئی پاتی کیږی
ارواښاد به تل ویل:(موږ په دی نړۍ کښی لکه کوچیان ژوند کوو.ژوند هغه وخت ارزښت لری چی د الله تعالی په عبادت او دخلکو په چوپړ کښی تیریږی )



نفس ئی د انسان لوی دښمن بللو اودهغه پر ضدمبارزه ئی ډیره مهمه ګڼله. دماشومانود روزنی په باره کی هم ډېر جدی و.پدی هکله د ده نظر په لاندینی بیت کښی څرګندولای شو.
په لاس کښی می قلم کوتړه کښی قران دی       زړه کښی می هیلې د چوپړ حب الایمان دی
دلته مطلب دادی چی یو سړی کولای شی چی خپل اولادونه له یوی خوا مومن او له بلی خوا دټولنی لپاره د ګټورو غړیو په توګه وروزی
عبدالرحمن دحلال رزق په پیداکولوډیر ټینګار کاوه ځکه تحصیل ورته ډیر مهم و.دی په خپل مسلک کی ډیر بریالی و. د پښتو ،دری،جرمنی،انګلیسی ژبی ئی زده وی.د عربی ژبی په زده کولو بوخت و.هغه ویل((زه باید عربی زده کړم تر څو د خپل دین څخه پوره خبر شم)).برسیره پردی دتاریخ او خپل کلتور سره ښه اشناو.عبدالرحمن ډیر حلیم،بی کبره او سخی سړی و.زړه ئی  له مینی ډک ودمشرانو درناوی او پر کشرانو ئی شفقت کاوه.د مولنا دغه بیت ئی ډیر خوښ و:
از بهاران کی شودسرسبز سنګ           خاک شو تا ګل نمائی رنګ رنګ
عبدالرحمن په ډیر لږ وخت کښی  د خلکو په زړونو کی ځای پیدا کړ.زمونږ دکورنۍدیوه ډیر نږدی دوست او مخلص                   سلطان الدین(حساس) دغه لاندی د احساساتوډک شعر چی د ارواښادعبدالرحمن (همکار)د جنازی او خاورو ته سپارلو په مراسموکښی ئی ولوست زمونږ د دغه ادعا ثبوت کیدای شی
د درویش په قیافه کښی ستر انسان د زمانی و      دابڅرکۍ دغیرت و لوی اتل د معرکی و
په وطن مین انسان واودخلکو خدمتګارو          په کاروان د انسانیت کښی سر لښکرد قافلی و
با شخصیته،با همته لوی افغان،لوی مسلمان و         عبادت ته ئی ځان وقف کړی هم د ورځی هم د شپی و
استعداد ئی ډیر  عالی و هم عالم وهم معلم و            مبتکر ،متفکر و دی څښتن د اندیشی و
لوی کدر د وطن وخو افسوس و بی وطنه               دی څښتن د ښه قلم او دخبری او کیسی و
عزتمن وقدرمن و پر انسانیت باندی مین و              دا مادی لویه دنیا کښی طرفدار دی د معنی و
د وطن کونډی یتیم خوارآوغریب ته زوریدلو          ډیر با درده و صادق و با احساس با عاطفی و
د وطن د غرو عقاب و او همت ئی ډېر عالی و        پلار نیکه ته وفادار وپدی فکر او روحیې و
لوړ سمبول دشرافت وډیر حلیم او مهربان و            ټینګ په هره معامله کښی په صلاح او مشوری و
هغه څوک چی ڼن پسی ژاړو دا بچی دستر افغان و   په (حساس)باندی ډیر ګران و خدای بخښلی عبدالرحمن و
که څه هم مرګ ډیر تریخ او سوزوونکی دی خو عبدالرحمن دټینګی عقیدی خاوند و د ژوند او مرګ فلسفه لکه لمر ورته معلومه وه نو ځکه ئی د مرګ څخه ویره نه درلوده.دغه مجازی دنیا ورته بی ارزښته وه. بر سیره پردی د ده مرګ یوه معنوی ښکلا لرله:د ځنکندن په وخت کښی سره له دې  چی د خبرو کولو څخه عاجز و زمونږ سره ئی یو ځای ذکر (لآاله الآلله)شروع کړاو دوه ځله ئی کلمه طیبه وویله. او بیا ئی سترګی پټی کړی او ځان ئی حق ته تسلیم کړ. یوه ورځ له دی مخکی چی دپښو او لاسونو د پورته کولو قدرت ئی نه درلود. یوه ناڅاپه راجګ او له کټه را ښکته شو او دغه ئی وویل:(دغه ځای ښه ځای  نه دی زه ځم ،احمد پاچا می بولی)سبحان الله. مونږ ټول ورخطاشولو بیا مو دی په زور په کټ کښی څملاوه،بیرته اولی حالت ته راغی او نورئی بیا لاس اوپښی نه شوای خوزولی.سبا ته ئی دخدای (ج)د رضا سره سم دملکوتی جاویدانه نړۍ ته ولاړ.الله تعالی دی دې  دجنتو سردار کړي۰ امین یا رب العلمین
زړه می نری نری خوږیږی       ستا ښکلی سترګی می یادیږی
زړګی دا ستا خبری غواړی       ځکه پر مخ اوښکی بهیږی
زړه می ماشوم شو راته ژاړی    عبدالرحمن را څخه غواړی
څومره نادان دی نه پوهیږی       چی تللی بیا نه راستنیږی
چی ماذدیګرشی را په یاد شی     دزړګی غم مې لا نور زیات شی
ستا نښانو ته چی زه ګورم          زړه می نری شی نه صبریږی
زویه!مونږ به تا هیڅکله هیر نکړو .مونږټول ستا په نیک نوم ویاړو.
( نوراجان(همکار