
تر ټولو ټینګه کلېمه \"ایمان\" دی
پام مو وي، چې ایمان په ګومان له لاسه ور نه کړﺉ
ترټولو مهربانه کلېمه \"مور\" ده
هرڅومره، چې یې خدمت وکړئ، بیا هم لږ دی
تر ټولو مانا لرونکې کلېمه \"یووالی\" دی
تل سره یو موټی اوسئ، څو د ژوندانه هېڅ توپان مو ونه
پرځوي
تر ټولو خودخواه کلېمه \"ځان ځاني\" ده
په یادی لرﺉ، چې په دې سره به د ټولنې له کاروان څخه
لرې پاتې شئ
تر ټولو ژوره کلېمه \"مینه\" ده
د دې کلېمې پاکۍ ته درناوى ولرﺉ
تر ټولو سرکښه کلېمه \"هوس\" دی
له دې سره لوبې مه کوﺉ
تر ټولو بې رحمه کلېمه \"کرکه\" ده
هغه له منځه یوسئ
ترټولو بې پايښته کلېمه \"غوسه\" ده
هغه په ځان کې شنډه کړئ
تر ټولو مخنیوی کوونکې کلېمه \"وېره\" ده
له هغې سره مقابله وکړﺉ
تر ټولو خوشالوونکې کلېمه \"کار\" دی
په هغه لاس پورې کړﺉ
تر ټولو جوړوونکې کلېمه \"صبر\" دی
د ترلاسه کولو لپاره یې باید دعا وکړﺉ
تر ټولو روښانه کلېمه \"اميد\" دی
هېڅ کله هم خپل اميد له لاسه مه ورکوﺉ
تر ټولو پوچه کلېمه \"تمه\" ده
هغه په ځان کې ووژنئ
تر ټولو کمزورې کلېمه \"حسرت\" دی
پاملرنه مه ورته کوﺉ
تر ټولو سسته کلېمه \"چانس\" دی
په امید یې خپل وخت له لاسه مه ورکوﺉ
ترټولو پیاوړې کلېمه \"پوهه\" ده
هڅه وکړﺉ، چې هغه له هرڅه ترلاسه کړﺉ
تر ټولو پخه کلېمه \"کلکه اراده\" ده
د خپلو هڅو پايله ترلاسه کړﺉ
تر ټولو زهرجنه کلېمه \"بې ځایه غرور\" دی
هغه باید خپله په ځان کې مات کړﺉ
تر ټولو ګنګوسه لرونکې کلېمه \"شهرت\" دی
د دې په لټه کې مه اوسئ
تر ټولو حسرت لرونکې کلېمه \"بخیلي\" ده
له دې څخه ځان لرې وساتئ
تر ټولو لطیفه کلېمه \"موسکا\" ده
هغه تل په خپلو شونډو وساتئ
تر ټولو اړينه کلېمه \"همغږي\" ده
هڅه وکړﺉ، هغه له یو بل سره رامنځ ته کړﺉ
تر ټولو سالمه کلېمه \"سلامتي\" ده
دې ته اهمیت ورکړﺉ
تر ټولو بې احساسه کلېمه \"بې باکي\" ده
دې ته مو پام وي، چې کله په ګرداب کې بند پاتې نه شئ
تر ټولو اصله کلېمه \"ډاډ\" دی
پر هغه باور وکړﺉ
تر ټولو ښکلې کلېمه \"ریښتینولي\" ده
تل ریښتیني اوسئ، چې وجدان مو ونه ځوریږي
تر ټولو صميمي کلېمه
\"ملګرتیا\" ده
له هغې سوء استفاده مه کوﺉ
تر ټولو بده کلېمه \"دوه رنګي\" ده
په دوه رنګۍ کې به هرڅه له لاسه ورکړﺉ
ترټولو ورانوونکې کلېمه \"ملنډې\" دي
آیا غواړئ، له تاسو سره څوک دا سې وکړي؟
تر ټولو ښه کلېمه \"درناوى\" دی
ارزښت ورکړﺉ
تر ټولو ارامه کلېمه \"ارامتيا\" ده
اميد ولرﺉ، چې هغه ته ورسېږﺉ
تر ټولو هوښیاره کلېمه \"پام\" دی
حواس مو را غونډ کړﺉ، چې پښېمانه نه شئ
تر ټولو لاس او پښو تړونکې کلېمه \"محدودیت\"
دی
اجازه مه ورکوﺉ، چې ستاسو د پرمختګ په لاره کې خنډ شي
تر ټولو سخته کلېمه \"ناشونې\" ده
فکر وکړﺉ، چې دا کلېمه هېڅ نشته
ترټولو خرابوونکې کلېمه \"بیړه\" ده
تر شا مو خپلو ګامونو ته پام وي
تر ټولو تیاره کلېمه \"ناپوهي\" ده
هغه د علم په زده کړې سره روښانه کړﺉ
تر ټولو وژونکې کلېمه \"اضطراب\" دی
هغه له پامه وغورځوﺉ
تر ټولو صبوره کلېمه \"انتظار\" دی
منتظر اوسئ، خو څوک سترګې په لار مه پرېږدﺉ
تر ټولو بې ارزښته کلېمه \"غچ\" دی
پرېږدﺉ او ترې تېرشئ
تر ټولو ارزښتناکه کلېمه \"بښنه\" ده
خپله هڅه مو وکړﺉ
تر ټولو تمیزه کلېمه \"پاکیزه ګي\" ده
رعایت یې اصلاً سخت نه دی
تر ټولو غوره کلېمه \"وفاداري\" ده
څومره ښه ده، چې په خپلو ژمنو ولاړ اوسو
تر ټولو یواځې کلېمه \"ګوښه توب\" دى
په یاد لرﺉ، چې تل ډله له فرد څخه بهتره ده
تر ټولو خوځنده کلېمه\" موخه\" ده
له موخې پرته ژوند کول سرګرداني ده
او ترټولو هدفمنده کلېمه \"بریالیتوب\" دی
نو راځئ، چې ټول د بریالیتوب پر لور ګام اوچت کړو
ژباړه: برېښنا نسيمي