
تخيېل کې مې هروختې جــــــــــــــــــــــــانان ګورم
ورځ خو تېره شي بيا شپه کې ارمــــــــــــان ګورم
غــــــــــمه نور څوک شته که يو زه دې کوربه يم؟
هـــــــــــــــر ې لورې ته چې درد او خفګان ګورم
آه! د سترګـــــــــــــــــــــو له کاسومې لارې وکړي
اوښکې څاڅې په ژړا کې امــــــــــــــــــــان ګورم
دا به زيری د پير ۍ وی نه پوهــــــــــــــــــــــيږم
چې دسر ويښته مې سپين شو عـــــيان ګورم
هسی نه په دی ځــــــــــــــوانۍ ددنیا ولاړ شم
هـــــــــــــــــــــــرقدم چې مې بې واکه لړزان ګورم
نوره تمـــــــــــــــــــــــــــــه به دمينې په ژوند نکړم
هـــــــــــــــــــــره خوا چې ناهيلې می دځان ګورم
سهار لـــــــــــــــوى شو تنهايۍ کې تنها مري به
څنګ کې نشته اوس په خيال کې جانان ګورم
سهراب سهار