سترګې


تا هم کله په ژړا کې سترګې سرې کړې
ما خو ستا هره اداکې سترګې سرې کړې
ته د ناز  په خوب ويده يې خــــــــــــــــوبولې
ستا وفا ته مې وفا کې سترګې سرې کړې
تا له خـــــــــياله خپلې سترګې خماري کړې
مـــا يواځې په صحرا کې سترګې سرې کړي
چې زړګې نه دې زما تصـــــــــــوير ورک کړى
زړه مي درد کولو ما چې سترګې سرې کړې
هره ساه مــــــــــــې ياره ستا په انتظار ده
اوس یوازی یم تنها مې سترګې سرې کړي
يوه ورځ به ناڅـــــــــــــاپي دمړيني غږ شي
سهار مړ شو بیا اشنا به سترګې سرې کړې
سهراب سهار