
وعـــــــده دی وکړه کال پوره شو ته به کله راځيبیلتون مــــی سترګو کې تیاره شو ته به کله راځيد چــــــم ګاوند پیغلو پيغور راکړ بنګړی می نشتهدا دوهـــــــــم کال هم راښکاره شو ته به کله راځیهسی مـو مینه شوه بدرنګه کور په کور یادیږیکمکی اختر مو هم میلمه شو ته به کلـــــــه راځيپیغلـــــــې خوښي کړی امیلونه یې پرغاړه زانګیبرات هغـوې ته ور ښکاره شو ته به کله راځیجوړې، خواږې پتاسی هسی په ټوکرو ډالۍ شویدی ته می زړه کې درد لمبه شو ته به کله راځیانصاف دی ونکړ پردی شوی په بل ملک وسیږینور می خزان په ژوند اخته شو ته به کله راځیسهاره! ولی بی وفا شوی ته خــــو داسی نه ویاوس دی له مینې هم خفه شوی ته به کله راځی ؟!