
دغه اوونۍ زمونږ ولسي جرګې د شهيدانو په نوم نومولې ده.
دا چې شهيدان څوک دي دا هر چاته معلوم دي او هر څوک په دې پوه دي چې جهاد چا کړی؟ قرباني چا ورکړې؟ او ثمره یې چا خوړلې او څوک یې خوري؟
په ريښتيا هم استاد رباني او احمد شاه مسعود د خپلو پلويانو لپاره شهيدان دي اتلان دي خو د ملت لپاره نه، او دا د ملت سره خيانت دی چې دوی ته شهيد ملت وايي، ځکه دوی چې څه کړي لومړی يې د ځان لپاره کړي دي او بيا يې د خپلوانو، ګوند، سمت او ژبې لپاره کړي دي.
دوی که استاد رباني او مسعود ته شهيدان وايي نو مهرباني دې وکړي ثبوت دې وښايي چې دوی د افغانستان لپاره څه قرباني ورکړې ده.؟
دا نو اوس بيله خبره ده چې دوی څلور لارې د دوی په نوم نوموي او د دې تر څنګ اونۍ د دوی په نوم نوموي او د دې تر څنګ لوی لوی انځورونه په موټرو وځړوه په لویو لارو کې يې نصب کړه او په دولتي ادارو کې يې انځورونه ولګوه.
د جهاد په وخت کې اصلي د هېواد او اسلام ساتونکې (مجاهدين) په سنګرونو کې وو وچې ډوډۍ به یې خوړلې سختې تنګې يې تېرولې د الله د رضا لپاره، د مال او د سرقربانۍ، شهيدان، کورونه، بچيان قرباني کړل جهادي رهبران په پاکستان کې په خپلو دفترونو کې ناست وو او په دې فکر کې وو چې کله به افغانستان ازاديږي او يو څو چوکۍ به اشغالوي د دې تر څنګ د دوی( شمالي ټلوالې) سردار پر افتخار شهيد ملت احمد شاه مسعود د روسيه سره قراردادونه درلودل.
په افغانستان کې د روسيه اوسنۍ سفير منلې چې په افغانستان کې د دوی د حضور په وخت کې یې د احمد شاه مسعود سره قراردادونه درلودل .
دا قراردادونه ځېنې د پېسو په بدل کې وو او ځېنې نور د دې لپاره وو چې د پنجشېر درې ته به نه ننوځئ.
خو په هر حال که په دې باندې وليکو نو دير وخت نېسي، دوی شهيدان ولې لمانځي ولې مصنوعي اتلان او کاغذي پړانګان په ولس تحملیوي.
دا د دې لپاره يوه خو دا چې د دوی لپاره يې دغه په اصطلاح اتلانو ډیر کار کړی دی او بل دا چې د دوی له نومه دوی(شهيدانو پلويان) ډیره استفاده کوي.
پر ولسمشر فشارونه راوړي چې دوی د دې هېواد لپاره قربانۍ ورکړي دي او په دغه هېواد کې چې مسعود او رباني نه وای نو دا هېواد نه ازاديده.
که دوی په ريښتيا مجاهدين وای نو بيا به د حکمتيار غوندې د امریکا تر سیورې لاندې نه کېناستل بيا به يې د مجاهد صاحب په شان د امريکايانو په شتون کې د دوی پر ضد د جهاد چيغه پورته کړای وای.
نور نو افغان ولس په دې شيانو نه غوليږي او په دې پوه دي چې جهاد چا کړی او ثمره یې څوک خوري .
په دې هيله چې په افغانستان کې عدالت تامين شي او د مجاهد او خاين تر منځ توپير وشي او هغه خاينين چې اوس هم د مجاهد له نومه استفاده کوي او په دې سره د ځان لپاره امتيازونه اخلي اصلي څېرې يې ولس ته وښايي.