راکوز مې کړه

 
مرګه لکه د جوارګر لاس او ژوند لکه د تاش پاڼه-
د دعوو په تله کې د عظمتونو تول
اور اخستی وجود او لمدې شملې
که دروغ وایم اسمان مې وزني که رښتیا وایم زمکه مې وژني
راتلونکې زلزلې ته دیوال جوړوم
پيټی مې داسې دی چې بوج يې په اوګو نه په ذهن دی
پښتونه یاره!
دا غم مې درنه ګوټ ګوټ څښي
راشه راشه راشه-عیسي او خضر د مرګ ارمان کوي-
اور به اور څه وسیزي؟په نور درنه سوزم
اوښکې مې په خپل ګریوانه نه ستا په ځیګر وڅڅیدې-ولې يې نه وینې؟
د للمې ګل دې د مشین لوګي وخوړ
له افقه تر افاقه
له بصارته تر بصیرته وسوم
له زمکې خويئدلی یم اسمان ته پریوتم
د حیرانۍ په صلیب ناست یم راکوز مې کړه!!!!
لکه د باري ښاخ راښکته شوی یم--راشه راشه راشه خوره مې-
د حیرانۍ په صلیب ناست یم راکوز مې کړه!!!!!!!
بدنامي راپیرزو کړه!!بدنامي راپیرزو کړه!!بدنامي راپیرزو کړه!!!له ګمنامۍ مې خوښه ده
فکر مې داسې یواځې کړم لکه خدائ-
راشه راشه راشه
له حیرانۍ له صلیبه مې راکوز کړه
ستا غم مې ګوټ ګوټ څښي
راشه -راشه -راشه!!!!!
په کعبه کې مې بې عبادته شپه ده!!!!!
راشه راشه
د حیرانۍ له صلیبه مې راکوز کړه!!
غم دې درنه ګوټ ګوټ وڅښلم