جمهوریت او د پښتنو راتلونکی

 
عندلیب-دیر پښتونخوا
زمونږ قامپاله روښانفکره سیاسي ګوندونه له پیړیو نه د پښتنو د وحدت(یووالي)سیاسي شعار یا ارمان لري -که د نورو کړنلارو سره يې پښتانه سل په سله ملګرتیا نه کوي نو دا یو ارمان خو د هر پښتون په زړه کې   شته چې پښتانه دې یو شي -ځکه چې مونږ ټول په ګډه د یوه بابا اولادونه یو -ټول مسلمانان یو او دود دستور ژبه او خویونه مو یو رنګ دي-زمونږ څه نه څه موندلی تاریخ که ولوستلی شي نو مونږ قبایل یو او قبیلوي ژوند مو کړی دی-خپلو خپلو مشرانو ته مو احترام کړی دی او ددوئ له ويئناو مو سرغړونه نه ده کړې-اوږد تاریخ ته به نه ځم خو وسني حالات له هیچا پټ نه دي-زمونږ ترمنځه خو وس یوه منحوسه کرښه (ډیورنډ)راښکلې ده چې یو ځیرک پښتون ته هم د منلو وړ نه ده خو حالاتو اقتصادي ستونزو او ناپوهۍ مونږ دې ته جوړ نکړو چې دا کرښه له منځه یوسو-خو په راتلونکي کې دا کار هیڅکله له امکانه بهر نه دی-وس نزدې نزدې د پښتنو په ټولو سیمو کې د امو نه تراټکه او بیا ګڼ شمیر د کراچۍ وسیدونکو پښتنو پورې مونږ جمهوریت په څه نه څه شکل کې منلی دی -او په افغانستان کې پښتون کرزی په پيښور کې اسفندیارولي او کراچۍ کې شاهی سید مو په چوکیو کښینولي دي- دا ټول مشران که هرې خوا ورسره کمک شوی خو بیا هم د اولس په رایو د واک چوکیو ته رسیدلي دي-وس که فکر وکړو نو زمونږ په تاریخ کې دا وړومبی وار دی چې که هر څو ویشلي یو خو په ځانونو مو جمهوري نظام منلی دی او په راتلونکي کې هم که څوک په پښتنو واک چلول غواړي نو د پښتنو رايو ته به ارومرو اړتیا لري-نو یو فکر مې واخلي-چې زه څه نه څه د هرې سیمې د پښتنو د رویو سره بلد شوی یم او نورو پښتانه هم دا خبره ښه پیژني چې زمونږ څه وروڼه ځانونه ښه او کره پښتانه ګڼي او نورو پښتنو ته کره پښتانه نه وايي-زه د کومې سیمې نوم ناخلم ځکه چې مونږ ټول پوهیږو چې زما اشاره کوم خوا ده-نو جمهوریت کې خو د یو سړي یا ښځې یوه راي وي کره سوچه او ناسوچه پکې هیڅ توپیر نه لري-نو که چرته زمونږ د وحدت ارمان سر ته ورسي نو لرپښتانه د ټول افغانستان د ټولې ابادۍ یا سرشمیرې نه څو چونده زیات دي-په سیاسي توګه ویښ هم دي-قامپاله ګوندونه هم لري او رايو راغونډولو کرتبونه ورله هم له هرچا ښه ورځي-او دا خو ناممکنه ده چې په وسني یا راتلونکي عصر کې په نړۍ کې ژوند کوو او جمهوریت دې نه منو-او د برو پښتنو ناخوالې بې اتفاقي او د یو پوخ ګوندي سیاست نه شتون په دې خبره دلالت نه کوي چې څو پیړۍ به دوي د پيښور مردان یا سوات واک په ځانونو مني؟او د پیړیو خبره هم نه ده بلکې ټول عمري خبره ځکه ده چې سرشمیره وګورو نو ۳۷ملیونه پښتانه په پښتونخوا کې ژوند کوي او ۱۶ملیونه پښتانه په افغانستان کې ژوند کوي-نو دا خو له سره په جمهوري نظام کې شونې نه ده چې اقلیت دې په اکثریت واک وچلوي-نو دا خبره به افغانانو ته د منلو وړ وي؟زه چې د خپولو وروڼو فکري او ذهني حالت ته ګورم نو دا راته بیخي ممکنه نه بریښي ځکه چې زمونږ ځنې وروڼه وس هم په زاړه تاریخ کې ورک دي-امپراطوري ذهنونه لري -د شاهي نظام له سحره له بهر نه دي وتلي او نسلي تفاخر يې په ذهنونو او فکرونو راج کوي-خو دا خبره دې نه هیروي چې وسنی پښتون لوستی او له نړۍ له حالاتو ښه خبر دی -په پوهه او تعلیم سنګار دی او څو پیړۍ زوړ شاهي نظام نه نړۍ ته د منلو وړ دی او نه نوي پښتون نسل ته--نو که فکري شعور لرو نو د سبا دا نوي او منلي حقیقتونه به له نظره نه غورځوو چې نن او سبا به سرونه شمیرلی کیږي فکرونه او خیالونه نه-
په درنښت