وتکي


تکلیز نظم
--د نن پریوتی د سبا خوږې قیصې څه کويزړګی چې وچوي نو ارمان ته حاجت پاتې نه شياختر چې تیر شي نو نکریزې په دیوال وتپهفصل چې پوخ شي نو باران ته حاجت پاتې نه شي-څوک چې په تور ټکي کې سپینه لاره ویني دروميڅوک چې په سپینه لاره کوږ شي استانې دې وینځيزه مې په سیوري کې د خپل مخ ننداره کوومهچې په خپل مخ باندې شکي وي ايئنې دې وینځي--اوس مې د ډنډ سره اړیکه دومره پاتې ده چېلکه د ډینګ ورته په وچ جوهړ کې کیناستمهاوس د وحدت د کاروانونو لارې نه څارمهاوس مې د ړنګې حجرې وران انګړ ته کیناستمه---مونږه د ژوند د پاره کار د ژوندو کله ستایوخلک ژوندي ستايي او مونږه ستایو مړي یارهځکه په خوند او په مستۍ د ځوانۍ پوهه نه شوېد فکر پيټي دې اوګې راټیټې کړي یاره----زه د لهجې جلال په ټوک ډوډۍ بایلم لګیا یمزه عندلیب دغسې ښه یم چې خوشحال مې نه کړيپاکه رسوله له تا جار شم صدقه دې شمهله امتیانو دې یریږم چې حلال مې نه کړي8/2012