
صادق ترابزی
د طالبانو ريژیم د خلکو سترګې په ډیرو شيانو پسې وږې کړې وي او کله چې امریکا او ملګري یې د شمالې ټلوالې په اوږو سپاره افغانستان ته راغلل نو د خلکو هيلي پېدا شوې.
تکړه هغه څوک وو او ډیرې پېسې به یې پېدا کولې چې ځان به امريکا ته وفاداره ښوده .
خو په هر حال هر چا ځان ته د غربت نه د خلاصون او د ډیرو پېسو د پېدا کولو يوه لاره چاره لټوله او په دې فکر وو او مصلحتونه يې کول چې کومه لاره به ښه وي تر څو شهرت پيدا کړي او د ځان لپاره يو ښه ژوند جوړ کړي.
خو په دغه کسانو کې هغه خلک او هغه څه چې د خلکو پام یې ځان ته را اړولی او ډیر پرمختګ يې کړی دی غواړم يو شمېر درسره شريک کړم.
۱- سندرغاړي چې په دې ورستيو کې له حسابه وتلي دي، په سندرو ويلو کې خپل شهرت اوعزت ګوري او د پيسو پېدا کولو يوه ښه مرجع ده.
۲- خصوصي پوهنتونونه له حسابه وتلي غټ تاجران او لوړپوړي چارواکو د پېسو پېدا کولو يوه اسانه لار پېدا کړې ده او د هغه لټانو لپاره هم ښه چانس دی چې د کانکور له لارې دولتي پوهنتون ته نشي کاميابېدای نو بيا دا لاره تعقيبوي دلته نه ناکاميږي او نه محروميږي.
۳- ګوندونه چې له شميره وتلي دي شاه خوا شپيته ګوندونو ځانونه ثبت کړي دي او همدومره په لين کې دي دا هم د پېسو پېدا کېدو يوه لنډه طريقه ده بس يو دولت يې سپانسر کوي او تر څنګ يې د ګوند په نوم د افغان دولت نه امتيازات هم اخلي.
۴- د ودونو د پروګرامونو لپاره جوړ شوي هوټلونه هغه څه دي چې خلک يې په حرامه او حلاله پېدا کړي بيا نو دوی ورته د روپو بوجۍ ګنډلي وي او ښه یې بازار ګرم او ساعت یې تېر دی.
۵- رسنۍ خو نو بيا درمعلومي دي چې په هر ولايت کې د شميره وتلې راډيوګانې فعاليت کوي او همدا رنګه په مرکز کې خو ورسره د ۴۵ په شاه خوا کې تلوېزونونه هم په فعاليت بوخت دي بس دا هم تر ټولو لوی تجارت دی او هغه رسنۍ مخکې ده چې د امريکا سفارت ((يو اس ای ډي )) يې ملاتړ کوي او نورې هغه يې څوک په ګوندونو پورې تړلي دي.
د دې تر څنګ ډير شمېر يې د ګاونډيو او بهرنيو له لوري پر مخ ځي او د هغوی په خوښه پروګرامونه مخ ته بوځي، دلته بايد ووايم له وخته چې غږ شوی دی بهرنيان له افغانستانه وځي، وار د مخه ورته ځينو رسنيو سقوط کړی دی او ځينې نورې د سقوط په حالت کې دي.
که په اصل کې د ګڼ شمير رسنيو له منځه خبر شي نو يې سقوط کړی دی ځکه هغوی خپل توليد نه لري، کاروکوونکی نه لري، نور مصارف يې نه وي، که په ټوله کې د راډيوګانو يو مثال درکړم بس د رحيم شاه، ګل پاڼې، اسمالتا او شاه سوار دې کور ودان وي په مياشت کې لس پنځلس نوې سندري کوي او ښه په درز کې يې دوی له راډيو ګانو نشروي، د دې تر څنګ د يو شمير تلوېزونونو يادونه که وکړم خپرونې خو يې هسې هم معياري نه دي يواځي په شعارونو خلک تېر باسي نور دې نو د يو ټوپ کور ودان وي چې سريالونه پکې پريمانه دي ډانلوډ کړه يا يې دوبله کړه يایې همداسې نشروه ليدونکې لري.
خبره راڅخه ليري ولاړه که په دې سړی وليکي پاڼې پرې ډکېږي خبره مې د هغه څه کوله چې يو شمير پرمختګونه شوي دي خو په درد نه خوري، دا هم پرمختګونه دي د چارواکو کورنه پاښه دي د کور د مخې سرک یې قير دی خو کابل سرکونه کندو کپر دي د چارواکو کورنه په نخرو نخرو جوړ دي چې په سيال یې سړی نه مړيږي خو خپل دفتر کې به ميز نه لري کمپيوتر به نه لري دفتر به يې خوره کړي وي هيڅ غم به یې نه کوي.
دغه د کومو، په اصطلاح پرمختګونو يادونه چې مې پورته وکړه يواځې امريکایي ډالرو او امريکې پورې تړلي پرمختګونه دي او کله چې امريکا ولاړه ډالر بند شو نه به دا ګڼ سندر غاړی وي، نه به رسنۍ دومره ډیرې وي، نه به ډیر ګوندونه وي يواځې نومونه به يې وي خو فعاليتونه نه، نه به په دومره شميره ډیر خصوصي پوهنتونونه او ډالري فيسونه وي او نه به د ودونو لپاره دومره ډير هوټلونه وي.
د دې تر څنګ نور هم داسې شيان شته دی چې په پرمختګونو کې حسابيږي خو د ټولنې په درد نه خوری بلکې په ډیر يې په زيان هم دي چې که دلته يې زه يادونه وکړم نو خبره راڅخه ليري ځي.
بس کله چې د بهرنيانو پيزکۍ ټول شو له افغانستانه، د دوی هم ورپسې غوټه دی.
د ودان او پرمختللي افغانستان په هيله.
صادق ترابزی