مونږ په خپله ژبه شرميږو، که ډاريږو؟

 صادق ترابزی
کله کله سړی فکر کوي او دې بعضې خلکو او کارونو ته حيران پاتې شي چې دا ولې يو سړی د خپل حق غوښتنه نه شي کولای، که نه داسې د سر خطره پکې هم نه لېدل کېږي او نه داسې فکر کېږي چې دې ته به کوم بل زيان ورسيږي، خپل حق خو نشي غوښتی د نورو حق هم په خلکو خوري.
د ولسمشر کرزي د کابېنې د ګوتو په شمير پښتانه وزيران يادووم.
يو خو شکر دی چې ولسمشر مو پښتون دی که نه نو پښتانه او پښتو به لا پسې څومره ورکه وای او بل دا چې د ولسمشر په کابينه کې پښتانه وزيران لرو او له دوی د پښتون قوم ډیره تمه ده، ځکه چې حساب پرې کېږي چې دومره پښتانه وزيران دي، دومره تاجک، هزاره او د نورو قومونو وزيران. په دغه شميره پښتانه وزيران چې د وزارتونو په پوستونو باندې ناست دي بل پښتون ته چانس نه ورځي.
دا ښاغلي پښتانه وزيران تاسې خو يې بې له هغې هم پېژنئ ځکه چې يو څو وزيران دي خو دوی په خپلو وزارتونو کې د پښتو ژبه مړه کړې، يوه بيلګه چې ماته معلومه شوې، پښتانه وزيران چې خبري کنفرانسونه ورکوي يا خو ټول په دري ژبه ورکوي او يا يې په يوه برخه کې پښتو ته ځای ورکوي ځکه چې بيا په دې تورنيږي چې د دري سره تعصب لري.
خو د دري ژبې وزيرانو پښتو هم نه ده زده، حال دا چې د اساسي قانون له مخې يو وزير بايد په ملي ژبو (( پښتو او دري )) باندې وپوهيږي.
دري ژبې وزيرانو سره چې کله مونږ مرکې کوو په مونږ دا تاکيد کوي چې پوښتنه هم په دري کې وکړئ، د دې تر څنګ داسې خبري کنفرانس به نه وي شوي چې دوی دې پکې ټکی پښتو ژبه ويلي وي، خو له هيچا نه ډاريږي چې څوک دې ورته ووايي چې ته متعصب یې، بس خپله ژبه یې دی وياړي پرې بله ژبه (( پښتو )) نه یادوي ځکه د دوی په درد نه خوري، هر هغه څوک چې د دې سره په اداره کې کار کوي يا دی ورسره په اداره کې کار کوي د ځان او ژبې تر تاثير لاندې یې راوستی وي.
د ولسمشر دواړه مرستيالان نه پښتو وايي او نه يې پښتو زده ده ولسمشر مجبور دی د دوی سره دري خبرې وکړي ځکه که په دري خبرې ونه کړي بيا خو ولسمشر متعصب دی خو چې د دوی پښتو نه ده زده نو دوی متعصب نه دي.
اوس به راشو پښتونو وزيرانو ته چې يو څو مثالونه یې یاد کړم.
د مالي وزير ښاغلی زاخېلوال: نوموړي د توکيو له کنفرانس مخکې دغه کنفرانس ته د تياريو په باب رسنيو ته معلومات ورکول ډير خوشحاله ووم زه به هغه کنفرانس ته ډیر خوشحاله ووم چې په پښتون وزير به وو ځکه چې خپله ژبه مو وه او دري داسې وه چې په همغه وخت کې به يې ژباړې نو يو څه ستونزمنه وي.
په دغه کنفرانس کې نړيوالو او کورنيو رسنيو ګډون درلود چې د نورو کنفرانسونو په پرتله ورته خبريالان زیات ورغلي وو، ښاغلي زاخېلوال چې خپله وينا شروع کړه نو دومره دري وينا يې وکړه چې هيڅ فکر نه کېده چې دا دې يو پښتون وزير وي ځکه چې بيا متعصب ونه شميرل شي خو دا فکر نه کوي چې د خپلې ژبې سره څومره جفا کوي.
د دفاع پخوانی وزير عبدالرحيم وردګ: په هغه وخت کې چې کله ځانګړي عمليات افغاني کېدل دې خبر ته خلک ډیر لېواله هم وو، شاه خوا دولس بجې د بهرنيو چارو وزارت نه زنګ راغۍ چې په بهرنيو چارو وزارت کې د عبدالرحيم وردګ کنفرانس دی دې ته هم ډیر خوشحاله شوم چې دی خپله خبري کنفرانس نه ورکوي دې هم پخوانۍ جنګسالار ساتلی دی همغه یې پرېښی دی چې هر څه کېږي خبريالانو ته یې په اړه معلومات ورکوي او په ټکې پښتو نه پوهیږي خو په دفاع وزارت کوم زورواکي تپلی دی حال دا چې د ظاهر عظيمي کنفرانس وي پښتنو خبريالانو ته د پښتنې وار هو نه ورکوي.
کله چې د بهرنيو چارو وزارت ته ولاړو نو دلته هم ډیرې بهرنۍ او کورنۍ رسنۍ راغلې وې په کنفرانس خونه کې ناست وو چې د دفاع وزير او د ايساف ځواکونو عمومي قومندان جان الن راغلل، لومړۍ د دفاع وزير خپله وينا په دري پيل او په دري پای ته ورسوله او ورپسې جان الن په انګليسي ژبه خبرې وکړې، دلته رحيم وردګ هم ځان وښوده چې ګنې دی متعصب نه دی او په دري ژبه خبرې کوي خو دا فکر يې نه کاوه چې د پښتون قوم يوه نښه ده د دفاع وزارت په کرسۍ باندې او ټکۍ پښتو نه وای ځکه چې بيا ورته متعصب ويل کېږي.
هغه د ملنګ جان شعر ريښتيا دی چې وايي
په پېسو پسې پښتو پښتو نارې کړي ــــ پښتون هم فارسي وايې چې ماړه شي
داسې ډیر نور که په وزارتونو کې د ویاندویانو يادونه وکړم، پښتانه وياندویان د دري ژبو سره دري مرکه کوي او د پښتنو سره پښتو، خو دري ژبې وياندويان بيا د يواځې په دري ژبه مرکه کوي او بس .
د دې تاثير په څه کې دی؟
مونږ له دري ژبو متاثره يو، مونږ په دري ژبه هغوی ته ښایو چې يو ښه مامور دی يو ښه مسول دی په دري ژبه خبرې کوي او متعصب نه دی، هغوی پښتو ژبه نه زده کوي او همدي مونږ په دې مجبور کړې يو چې له هغوی سره دري ژبه ووايو که د دري ژبو په رقم مونږ هم ځانونه تېر باسو چې په دري ژبه نه پوهيږو نو هغوی هم په دې محبوريږي چې بايد پښتو خبرې وکړي او پښتو ژبه زده کړي. تاسې به لېدلي وي چې په يو مجلس کې پنځه پښتانه او يو دري ژبی وي نو دا پنځه پښتانه د يوه دري ژبې لپاره دري خبرې کوي همدغه تاثير دی د پښتو ژبې سره.
د دې تر څنګ زمونږ له مشرانو بوړه ده چې دې ته پوره توجه وکړي، د اطلاعاتو کلتور وزير ښاغلي رهين په ټکي پښتو نه پوهيږي او نه یې وايي، خو له دې چا ونه پوښتل چې ته خو د اطلاعاتو او کلتور وزير يې ستا ولې ملي ژبې نه دې زده ولې په خبري غونډو کې يواځې په دري ژبه خبرې کوې.
خو دلته بيا د رهين مرستيال غلام نبي فراهي چې پښتون دی د پښتنې بانک په کلنۍ غونډه کې چې په تالار کې ګڼ شمېر پښتانه ناست وو د ژبې انډول پوره کول غوښتل او خپله توله وينا یې په دري ژبه وکړه ځکه چې بيا به ورته رهين وايي چې تاسو ټولو په پښتو خبرې کړي دي او تاسو متعصبين ياستئ، خو زمونږ دلته د ځواب څوک نشته دی چې زه خو دومره يم چې دري مې زده ده ستاسې خو پښتو ژبه زده کړي هم نه ده متعصب ته یې که زه زما خو زده ده.
نو په اصل کې که فکر وکړئ پښتو چې زمونږ مړه کېږي د مشرانو نه مړه کېږي بس د پښتنو نماينده ګې کوي د فارسيوانانو تر چوپړ لاندې، زمونږ دغه نوم بس دی چې ډیر يو او نيکونو مو توره کړې ده، خو دا شکر دی چې په يو شمېر ولايتونو کې پښتو ژبه ليکوالانو او ځوانانو ساتلې ده او په دې تمه چې په مرکز کې ورته هم زمونږ پښتانه مشران توجه وکړي او پښتو ژبه ژوندۍ وساتي.