
صادق ترابزی 14/08/2012
افغان دولت له موقتې دورې بيا تر ننه د هغه مشرانو په مصلحتونو چليږي چې په خپل منځي جګړو کې يې کابل وران کړی وو او لا یې ورانوي ، دوی څوک دي؟ دوی هغه څوک دي چې هر افغان یې له کارنامو خبر دی او زه نه غواړم وليکم ځکه چې ډیر تفصيل غواړي.
افغان ولسمشر حامد کرزي د اداري فساد سره د مبارزې لپاره ادراه جوړه کړه، که څه هم په لومړيو کې ډير شمېر افغانان او شنونکې په دې نظر وو چې ولسمشر د فساد لپاره يوه بله اداره خلاصه کړه خو د وخت په تېريدا سره دغه اداري له ځانه سره د خلکو هيلي وتړلې او يو شمېر د پام وړ کارونه يې وکړل چې تر ټولو لوی کار یې د ولسمشر په کابينه کې په اصطلاح ښکرور وزير اسماعيل خان پسې يې د اختلاص او د ځمکو د غصب دوسيه راوسپړله.
دا چې ولې اسماعيل خان اوس هم سرې سترګې ګرځي او په خپل وزارت يې منګلې خښې کړي دي دا نو همغه لومړنۍ خبره ده چې دولسمشر په خواکې ناست کسان(په اصطلاح مشاورين او جهادي مشران) مشورې ورکوي او وايي چې اسماعيل خان جهاد کړی دی مجاهد دی او بايد په هغه پورې ونه لږل شي په هغه تازه وخت کې داسې رپوټونه هم خپاره شول چې ګوندې د ولسمشر او د اداري فساد سره د مبارزې د مشر عزيزالله لودين تر منځ جنجال هم پورته شوی وو چې ولې يې اسماعيل خان په فساد تورن کړی دی.
د دې په خواکې ډیرې نورې قضيي دي چې د فساد پر ضد د مبارزي لوی ادارې يې پر ضد اقدام کړی دی خو هيڅ نتيجه یې نه ده ورکړې د اداري فساد پرضد دمبارزې مشر ډاکتر لودين وايي دوسيي اسناد برابرول يې زما کار دی او نور د امنيتی اورګانونو څارنوالۍ او محکمې کار دی که يې خوشې کوي که یې بندی کوي.
نو دا يو څه مثالونه وو چې غوښتل مې شريک يې کړم.
د دې ورهاخوا ځېنې خلک فکر کوي چې فساد يواځې رشوت او د ځمکو غصب دی فساد په څو قسمونو سره دی چې شمېرل یې هم ګران دي.
که ووايم تاسې به ليدلي وي چې د ځېنو ادرو په چوکيو باندې له لسو کالو راهېسې يو شمېر زور واکي ناست دي هيڅوک جرءت نه شي کولای حساب ترې واخلي يا یې له دندو لېري کړي .
پوښتنه پېدا کېږي چې په افغانستان کې قحط الرجال دی مسلکې کسان نشته دی که نه دغه ادراې د دې لپاره دي چې د يوې ټلوالې پلويان، په ولسمشر د سياسي فشار راوړنکې، قومې فشارونو او يا هم بهرني تمولونکې دې پرې ناست وي او بس.
تاسو خبر يې د بلخ والي عطامحمد نور له لسو کلونو راهېسې د دغه ادارې مشري کوي د مرکزي دولت قيصه کې هم نه دی او د ولسمشر کرزي انځورونه هم په مزار شريف په ښار کې نه پرېږدي چې وځړيږي د دې ها خو نور ډیر داسې کارونه دي چې د ګاونډيو په خوښه يې تر سره کوي او مر کزي دولت هيڅ په جريان کې نه اچوي (د ايراني ديپلوماتانو په نوم واټ) له بلې خوا د بشر د حقوقو د کميسون مشره سيما ثمر تاسې ګورئ له لسو کلونو راپه دېخوا د دغه ادارې مشري کوي د ملکي خدمتونو د ادارې مشر ډاکتر احمد مشاهد چې د ولسمشر لومړي مرستيال قسيم فهيم په دغه دنده ګمارلی دی د يونس قانوني ورور شريفي د کنترول او تفتيش د ادارې مشر چې ددغه ادراې مشري کوي د چا پرې وس نه رسيږي خو که دغه د ټولو ادرو نومونه واخلم نو ډیر وخت نيسي نو دا په خپل ځان کې يو فساد دی چې تر اوسه افغان دولت نه دی توانېدلی مخه یې ونيسي.
ولسمشر په دا وروستيو کې ملي شورا ته په خپلو خبرو کې وويل نور له مصلحتونو کار نه اخلي او په ادارو کې سمون راولي خو يو ځل بیا یې وښودله چې د ولسي جرګې له لورې صلب اعتماد شوي وزيران يې سرپرستان وټاکل، هغه چې غيرت پکې وو هغه خو له دندې استعفا وکړه او هغه چې به دغه چوکۍ پسې مړ مړ دی اوس هم سرپرستي کوي او په سرپرستۍ کې يې په څو ولايتونو کې امنيه قومندانان هم بدل کړل.
له ارګ څخه وروستې رپوټونه وايي چې فهيم له ولسمشر څخه غواړي تر څو د بسم الله خان محمدي پر ځای بل پنجشيری ورمعرفي کړي او دا يې له ولسمشر څخه جدي غوښتنه ده او کېدای شي دا غوښتنه يې پر ځای هم شي ځکه ولسمشر ته په ارګ کې په اصطلاح جهاديان مشورې ورکوي.
يو بل مثال په ولسي جرګه کې د هزاره قووم نماينده حاجي محمد محقق دا اوس هم د دولت نه باج اخلي او خپل حق يې بولې، دی له دولت نه د ۵۰ ستونکو معاش اخلي او د دې تر څنګ يې د دولت نه دوه زری موټر هم تر لاسه کړي دی او وايی دا مې په دول حق ځکه وايي دولت مجبور دی زما امنيت ونيسي او زه خپل ځان امنيت په خپله نيسم او له دولت څخه د ساتونکو تنخوا اخلم.
خو په هر حال دا يوه داسې موضوع ده چې پاڼې پرې ډکېږي خو دا چې کله به افغان دولت وتوانېږي تر څو د فساد پرضد مبارزه کې کامياب شي يوې ملي ارادې ته اړتيا ده، قانون په ټولو يو شان عملي شي او ولسمشر د بهرنيو او کورنيو فشارونو څخه خلاص شي.
د مشرانو جرګې غړی او د چارو شنونکی افغان مل وايي افغان دولت له مافياوو جوړ دی او په داسې اداره کې امکان نه لري فساد له منځه ولاړ شي.
دی وایي که دولت په ريښتې توګه غواړي فساد له منځه يوسې يا يې پر ضد ريښتنې مبارزه وکړي نو هغه کسان چې لاسونه یې د ملت په وينو سره دي او امتيازات اخلي بايد مجازات شي.