
صادق ترابزی
څوارلس کاله مخکې کله چې د طالبانو حکومت وو په هغه وخت کې د ۱۳ کالو ووم د هغه وخت څه بل شان اخترونه وو خوشحالۍ به وې مينه وه محبت وو.
په هغه وخت کې مې له يوه سپن ګيري ميرزا کاکا چې عمر يې تقريبا ۸۰ کاله وو اوريدلي وو چې د کوچني اختر په لومړۍ ورځ يې کيسه کوله ويل يې (( دا نو څه اخترونه دي يواځي يوه ورځ يا دوه ورځې اختر وي د خپلو خپلوانو کره تګ راتګ نه وي د ملګرو سره بنډارونه نه وي يو له بل نه لار بچ کوي، اخترونه خو پخوا وو چې مېلې به وې د يو بل کره به تګ راتګ وو)) دی مخکې قيصه کوي « په هغه وخت کې به خلکو اخترونو ته انتظار کاوه چې اختر راشي مونږ به غوړې ډوډۍ خورو، قلچې به خورو، ميوې به خورو اختر ته به نوې نوې څپلۍ، واسکټ، خولۍ، او جامې کوو نو دغه شيانو اختر ته ډیره ښکلا ورکړې وه او د خلکو تلوسه به ورته ډیره وه.»
دی وايي اوس خو هر وخت سړی جامې کوي د دې نه بغېر چې اختر وي او د دې تر څنګ هر وخت ميوې خوري نو د اختر ځکه اوس مزه نشته دی.
ميرزا کاکا وايي چې کله به د اختر سهار شو نو به مو لومړۍ د اختر جامې واغوستې خپل مور پلار ته مبارکي ورکړه د اختر سهاري چای به مو نه څښه ميوه به مو یواځې څکله او چای به مو د کليوالو سره يو ځای په جومات کې څښه او له هغې روسته به د کلي مشر ته ورتللو له هغه ځايه به مو پيل کړه بيا تر کشرانو پورې ډله به مو جوړه کړې وه بيا به مو يو ځای غرمه کړله، په ډیره مينه ډاګونو ته به وتلو خوسکۍ به مو کاوه، تيږه به مو ويشتله د دې تر څنګ نورې کليوالي لوبې به مو کولې او د اختر دې ورځې به مو کارونه نه کول او یواځې د اختر ورځې به مو نمانځلې، له دې مخکې چې اختر راورسيږي د پټو کارونه به مو خلاص کړي وو مالونو ته مو د ګياوو نه ديرې ډکې کړې وي چې د اختر تر درې ورځو بورې به یې نه شوې خلاصولای.
په دې کوچني اختر کې د ډیرو نورو ملګرو په شان زه هم کلي ته ولاړم چې په کلي کې اختر د ښار په پرتله ښه وي چې کله د کوچني اختر لومړی ورځ شوه نو د ميرزا کاکا قيصه راپه ياد شوه او هغه اخترونه کاش چې وخت بيرته راګرځېدلی، زه د دې لپاره کلي ته ولاړم چې هلته به ملګري وي اختر به ډیره مزه وکړي خو په سيمه کې وسله وال دومره فعاله شوي وو چې ملګرو راته يواځې د ګرځنده موبايل له لارې په ليکلي پيغام کې ليکلي وو (( د نيکمرغه کوچني اختر مبارکي تاسو او ستا قدرمنې کورنۍ ته وايم روژې دې قبولي او هره ورځ دې اختر)) کاش چې په دغه کېدلی او او اخترونه مو نېکمرغه وايې، ډیر وخت سړی فکر کوي چې دا دوعاګانې سرچپه په خېره باندې بدليږي.
د کوچني اختر په لومړۍ ورځ خو ډیر پيغامونه راغلل او د هغه ملګري پيغام چې به مې ولوست تمه به مې تري قطعه شوله چې دا خو نه راځي حال دا چې په نورو اخترونو کې به مې د دویم ځل لپاره په بازار کې ميوه له دې امله رانيوله چې ميلمانه به ډیر وو او ميوه به خلاصېدله خو دا ځل ميوه يواځې د کور ماشومانو وخوړله او هغوی هم په دې ونه توانېدل چې خلاصه یې کړي او داسې څوک نه وو چې
مبارکۍ ته راغلی وای شيبه مو د زړه خواله کړی وای، زه هم ملګري نه ملامتووم ځکه، وضعه داسې وه چې بايد سړی له کوره ونه وځي دا به ښه وي .
نو يو څه خلک داسې شوي او يو څه امنيتي ستونزې دي چې خلک نه غواړي په کومه بده پېښه واوړي او او زمونږ په سیمه (بټي کوټ) کې هره ورځ د دې ويره شته دی چې سړی په خپل ځان باوري نه وي، چې ګرځي په همدې سوچ کې وي چې اوس به له کومې غاړې کانۍ راځي او زما په سره به رالويږي.
نو د نن نه ۱۴ کاله مخکې ميرزا کاکا ويل چې د دې اخترونو مزه نشته دی هغه دې خدای اوبښي که ژوندی وايي اوس يې د موبايلونو اختر لېدلی وای نو څه به یې ويل په هغه وخت کې چې موبايلونه نه وو ميرزا کاکا ويل د اخترونو مزه نشته دی.
په ټولیزه توګه اختر ولې کال په کال بې مزې کېږي؟
امنيتي ستونزې، د خلکو مصروفيت، د خلکو تر منځ د ريښتنې ميني کموالۍ ......او بل دا چې پخوا به خلکو اختر ته ډیره تلوسه وه او په ټول کال کې به یې په همدغه ورځ ټولې خوشحاليانې ښکاره کولې او اوس خو وخت موډرن دی هر څوک هر وخت خوشحالي کولای شي هر وخت جامې کولای شي او تر څنګ یې هر وخت چکر وهلی شي نو چې اخترونه بې مزې کوي همدغه موډرن وخت يې بې مزې کوي چې څومره خلک ساده پاتي وي د هغوی اخترونه هم د پخوا په شان وي او چې څومره خلک موډرن کېږي هغومره اختر پکې بې مزې کېږي.
صادق ترابزی