
حسن
تا ښکلا ده پنځولې
د هرچا صنم کې ښکليه
او هستي دې خوندي کړې
په عدم عدم کې ښکليه
تا وږمې له ګله خورې کړې
ګل دې تاو کړ په اغزو کې
تا بلبل هم ثناخوان کړ
سندريزو ترانو کې
وچ لرګي ته دې زړه ورکړ
په يو پو يې زړه سورى شو
د شپيلۍ نوم دې پرې کيښود
چې ېې غږ کله نرى شو
دستا حسن په يو غړپ کې
ډک روان يو سمندر دى
پکې جوړ دې بل اسمان دى
دا دې بل عجيب هنر دى
تا د ژوند په کرونده کې
و کاره د مينې زړى
له ازله دې له دوو دوو
دى را تاو د قسمت پړى
نور د څه په خيال کې نه وې
چې د خور نور د جانان کړ
او د يوه جانان لپاره
دې اباد واړه جهان کړ
تا په هر څه کې ځان پټ کړ
چې په هرڅه کې موجود شوې
ته زما د زړګي ور يې
او زما د زړه معبود شوې
زاهدشاه انګار