شعر

omari۰ محمدعلی عمری
غزل
مـــوږخـــو رندان یــو لـــه جامـونو سره مینه لروشپه تــرسهـــاره ماښامــونــو سره مینــــــــه لرو
زاهده ستابه څه نظر وي تـــــه یې څــــنګه بولېله سپین مړونـــــد سپینو لاسونـــو سره مینه لرو
دیاربارخو شونډي او خـال موپکي ډیـر لوستليپــــه همدې وجـــه کتابونــــو سره مینـــــه لرو
چي زنګ له زړونوپاکوي اوسپېڅلتیا وربخښيدنازکخیال شاعر شعرونــــو ســــره مــینه لرو
دننګ پرلارسي چا ورکړې کــــکرۍ وي کلهدهغـــو خلګو لــه قبرونــو ســره مینه لـــــرو
له خاوروجوړ یو عمري بیرته به خاوروته ځوځکـــه دخــاورو لـــه کـــورونو سره مینه لرو۰۰۰په درناويمحمدعلی عمریسهیلی پښتونخوامسلم باغomari.zabul@gmail.com