غزل

حسن لري خومهارت نلري
د مينې مينې نزاکت نلري

ګلاب جامن دي وي نوڅه‌ يې کوې
چي په خوندخوږوي کرامت نلري

چي له هربند څخه دې ټک وباسي
دا رنګه پېغله دې قسمت نلري

که زور او زر لري ودونه کوه
تر څلور پورته اجازت نلري

ده هغه ژونديقين په مړي حساب
چي ځان پربوج وي نزديکت نلري

عمري شکرپر ايمان وکاږه
هلته به ډير خلک جنت نلري