غزل

تازه غزل

د غربت زور لوي لوي سړي ماتوي
يويو پريږدي يويو بيخي ماتوي

په دې ماشوم ګوره سبق ووايه
بې علمي مخ د هر يو شي ماتوي

ته ځان ساته د مظلومانو له آه
دا داسي توره ده مزغي ماتوي

ډېره ظالمه هغه پېغله ده چي
زړګی زړګی د خپل لالي ماتوي

زه يم اوښتی پريوې لیونۍ
د ورځې يو درزن بنګړي ماتوي

پر سپين جبين يې د زلفانو ماران
دا خونو سم دم عمري ماتوي