د ولسمشر غبرګون؛ خو ناوخته



 په سعودي عربستان کې د اسلامي هېوادونو سرمشریزې په څنډه کې ولسمشر حامد کرزي له خپل پاکستاني سیال اصف علي زرداري څخه غوښتي، پر افغانستان د پاکستان توغندويي بریدونه بند کړي.
له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه د خپرې شوې خبر پاڼې له مخې ولسمشر کرزي د افغانستان پر خاوره د پاکستان له خوا د توپچي او توغندويي بریدونو په اړه وویل چې دغو بریدونو د افغانستان د خلکو پر احساساتو او له پاکستان سره د افغانستان پر دوستۍ ډېره منفي اغیز کړى دى او ادامه یې د پاکستان په خیر نه ده.
پر افغان خاوره د پاکستان توغندويي بریدونه د اوس خبره نه ده؛ بلکې کابو له یو نیم کال څخه را پدېخوا په مقطعه يي توګه دوام لري او تل افغان چارواکي یې پر وړاندې چوپه خوله پاتې شوي دي. د دغې چوپتیا علت په څو ټکو کې رانغاړلای شو.
لومړی په افغان دولت کې د پاکستان پراخ نفوذ دی چې پاکستان له خپل دغه نفوذ څخه په ګټې اخیستنې سره توانېدلی چې افغان دولت چوپه خوله وساتي.
دویم دا چې په دې وروستیو کې پاکستان د افغانستان په چارو کې خپله پخوانۍ ونډه له لاسه ورکړې ده اوس مهال غواړي چې د دا شان بریدونو په تر سره کولو سره پر افغان دولت فشار راوړي چې د افغانستان په چارو کې پاکستان ته خپله پخوانۍ ونډه ورکړي.
درېیم هغه یې دا چې د پاکستان پوځ د دغو بریدونو سبب د افغانستان په خاوره کې د پاکستان دولت د وسله والو مخالفینو شتون په ګوته کوي او وايي چې د افغانستان له خاورې څخه وسله وال مخالفین د پاکستان خاورې ته اوړي او د دوی پر پوځیانو بریدونه تر سره کوي چې د پاکستان دغه ادعا پخپله د پاکستاني طالب چارواکو له لوري رد شوه؛ خو دوی غواړي نړيوالې ټولنې ته وښايي چې د وسله والو طالبانو او ترهګرو مرکزونه په افغانستان کې دي نه پاکستان کې، څو له دې لارې پر پاکستان د نړيوالې ټولنې په ځانګړي توګه د امریکا متحده ایالاتو فشار را کم کړي.
څلورم دا چې پاکستان غواړي، له ترهګرۍ سره د مبارزې په نامه د دغو بریدونو په تر سره کولو سره له نړيوالې ټولنې څخه امتیازات تر لاسه کړي.
تر ټولو اندېښمنوونکې مساله هم دا چې پاکستان غواړي د دې ستونزو په رامنځته کولو سره د ډېورنډ منحوسه کرښه پر افغانستان ومني، خو اوس د دغې منحوسې کرښې له وخته هم ډېر کلونه اوښتي دي.
د ولسمشر کرزي له دغې غوښتنې څخه وړاندې افغان دولت ویلي وو، که چېرې پر افغان خاوره د پاکستان توغندويي بریدونه دوام ومومي، نو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته به شکایت وکړي. اوس چې بریدونه دوام لري افغان حکومت نه یوازې امنیت شورا ته شکایت نه دی کړی؛ بلکې اوس هم د بریدونو څېړلو په د پلاوي ټاکلو او د څېړنو پایلو ته په تمه دي.
که څه هم په وروستیو کلونو کې د پاکستان ملکي حکومت هڅې کړې دي، څو د پوځ واک کم کړي او تر خپلې ولکې لاندې یې راولي؛ خو د پاکستان د نظام جوړښت داسې دی چې پوځ په ټولو چارو برلاسی دی، ملکي حکومت له پوځ څخه اطاعت کوي او هر هغه څه چې د پاکستان پوځ یې وغواړي په خلاص لاس یې تر سره کوي.
د افغانستان پر خاورې د پاکستان توغندويي بریدونه هم د دغه هېواد د څارګرې ادارې (آی اس آی) په مرسته د پوځ له لوري تر سره کېږي او په دغه هېواد کې د پوځ ځواک او توان ته په پام سره ملکي حکومت نه شي کولای، څو پر پوځ او څارګرې ادارې فشار راوړي.
ولسمشر حامد کرزي او په ټوله کې افغان دولت باید د دغو بریدونو په پیل کې خپل غږ پورته کړی وی او لکه څنګه، چې ویلي یې وو که چېرې دغه بریدونه نه وی درېدلی، نو باید نړيوالو مراجعو د هغو له ډلې څخه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته خپل اعتراض کړی وی، چې له دې سره د ولسمشر حامد کرزي اوسنی څرګندونې او د پاکستان له ولسمشر څخه د ده غوښتنې ناوخته او تر ډېره بریده بې ګټې دي. بې ګټې له دې امله چې ملکي حکومت په پاکستان کې واک نه لري. که چېرې افغان دولت او په ځانګړي توګه ولسمشر حامد کرزی غواړي، څو د پاکستان توغندويي بریدونو ته د پای ټکی کېښودل شي، نو باید په لومړي ګام کې یې د دغه هېواد د پوځ له مشر جنرال اشفاق کیاني سره په دې تړاو خبرې اترې کړې وای او د دغه بریدونو د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه یې کړې وای. خو که بیا هم دغو بریدونو دوام موندلی وای، نو باید نېغ په نېغه یې د امنیت شورا ته شکایت کړی وای، څو د نړيوالو فشارونو په پایله کې پاکستان له خپل اوسني دریځ څخه په شا شوی وای.