
ولسمشر حامد کرزي بي بي سي پښتو ویب پاڼې ته د (څه ډول بهیر واقعي سوله راوستی شي؟) تر سرلیک په خپله لیکنه کې د افغانستان سولې لړۍ، په افغانستان کې د لوېدیځو هېوادونو موخو، تر یوه بریده د افغانستان اوسني حالت د سولې عالي شورا جوړښت ته په نغوتې سره ځینې وړاندیزونه کړي دي.
په لومړۍ برخه کې ولسمشر کرزي لیکلي : «د افغانستان د کړاوونو او رنځونو بنسټ د شوروي اتحاد پرضد زموږ د جهاد په دوران کې کېښودل شو.» حال دا، چې د افغانستان د کړاوونو او بدبختیو د داوود خان واکمنۍ پر مهال کېښودل شوه. هغه مهال، چې د کابل پولې تکنیک پوهنتون یو شمېر محصلین د داوود خان نظام پر وړاندې د پاکستان له لوري ورزول شول او پر افغانستان د شورویانو له راتګ څخه درې میاشتې وړاندې د افغان دولت پر وړاندې د پاکستان له لوري د جهاد فتوا ورکړل شوه، چې د بدبختیو پیل همدا مهال و.
ښاغلی ولسمشر په دوام لیکي: «د مجاهدینو له بریالي کېدو سره داسې زمینه برابره کړای شوه، چې د دوی واکمنۍ د خلکو د رنځ او کړاو باعث شي، په نتیجه کې دوی بدنام او ناکام شي او زمینه د یوې نوې ډلې ایجاد او واکمنۍ ته برابره شي.» خو دا یادونه یې نده کړې، چې دغه زمینه د چا له لوري برابره شوه؛ ایران، پاکستان، د افغانستان په ډګر کې مات شوی شوروي یا امریکا؟
ښاغلی کرزی د خپلې لیکنې په ترڅ کې د طالبانو تحریک ته په نغوتې سره لیکي، چې په لومړیو کې طالبان له شر او فساد سره د مبارزې په نامه را پورته شول او خلکو ته یې د امن او مصوونیت د راوستلو ټټر وواهه، چې له همدې امله افغانانو او پخپله ولسمشر کرزي د طالبان تحریک ټینګ ملاتړي وو. هغه مهال له شر او فساد څخه د طالبانو موخه د نظار شورا وه، او کېدای شي ولسمشر حامد کرزي له نظار شورا سره د مقابلې په موخه د طالبانو له واکمنۍ څخه ملاتړ کړی وي؛ خو آیا یوازې همدا لامل و، چې طالبان افراطیت ته ورټیل وهل شول او دی د نظار شورا ترڅنګ ودرېد؟ ځکه د بن له لومړي کنفرانس څخه وروسته د موقتې او انتقالې دورې او همدا راز د ولسمشر کرزي په مشرۍ په اوسني حکومت کې ډېره ونډه د نظار شورا ده. ښاغلي ولسمشر په خپله لیکنه کې دا نده واضح کړې، چې لامل څه ده، چې د ده په شاوخوا یولس کلنې واکمنۍ ټول امتیازات او واکونه د پخوانۍ نظار شورا په واک کې ورکړل شوي دي. که چېرې پدې کې نړۍواله ټولنه پړه ده، نو د ولسمشر په توګه ده څه کړي دي؟ آیا لږ تر لږه خپل غږ یې اوچت کړی، چې د نظار شورا له لوري کلابند شوی دی؟
د طالبانو واکمنۍ په نسکورېدو څخه وروسته ولسمشر لیکلي: «بالاخره د سپتمبر د یوولسمې پېښې یو وار بیا بهرني پوځونه افغانستان ته راوستل.» ښاغلي کرزي د خپلې لیکنې په لومړۍ برخه کې د افغانستان د اوسنۍ کړکېچ پیل د شورویانو پر وړاندې د افغانانو جهاد پر مهال بللی؛ خو دلته یې د (یو وار بیا) کلمه کارولې ده. د (یو وار بیا) د دې ښکارندويي کوي، چې ولسمشر کرزی له سپټمبر یوولسمې پېښې څخه وروسته افغانستان د بهرنیو ځواکونو راتګ، یرغل بولي؛ ځکه لدې وړاندې پر افغانستان د شوروي له لوري یرغل شو و او (یو وار بیا بهرني پوځونه افغانستان راوستل) د دې ښکارندويي کوي، چې بیا هم یرغل شوی؛ خو د یرغل پر ځای (راوستل)کارول شوي دي.
ښاغلی ولسمشر په دوام لیکي: «د سپتمبر تر یوولسمې وروسته افغانان چې کلونه کلونه کړېدلي وو، امریکایي او لوېديځو پوځونو ته یې په دې تمه پخپل هېواد کې ښه راغلاست ووایه، چې ګواکي له دوی سره به امن، ارامي، پرمختګ او رفاه افغانستان ته راشي. خو یو ځل بیا بهرنیو ذینفعو هېوادونو له ترهګرۍ سره د جګړې تر چتر لاندې دلته خپل ستراتیژیک اهداف تعقیب کړل.» ښاغلی ولسمشر له ښه راغلاست څخه یادونه کوي او دلته بیا ټول افغانان پدغه ښه راغلاست کې دخیل ګني. آیا هغه کسان، چې اوس مهال د افغان دولت پر وړاندې جنګېږي (وسله وال طالبان او د ګلبدین حکمتیار تر مشرۍ حزب اسلامي) افغانان نه دي؟ اوس مهال وسله وال طالبان ادعا کوي، چې د افغانستان کابو شپېته سلنه خاوره د دوی تر ولکې لاندې ده. همدا راز د ګلبدین حکمتیار تر مشرۍ حزب اسلامي هم په هېواد کې د خپل نفوذ ادعا کوي. کومو افغانانو بهرنیو ځواکونو ته ښه راغلاست ویلی؟ هغه کسان، چې په بن په لومړي کنفرانس کې یې ګډون درلود او ډېری برخه یې یوازې یوې ډلې پورې تړلې وه (نظار شورا) کولای شي د افغانان استازیتوب وکړي؟ دی همدا راز د بهرنیو هېوادونو له ستراتېژيکو موخو څخه یادونه کوي، هغه مهال، چې بوش په ډاګه وویل یا زمونږ سره یا زمونږ پر وړاندې دی د امریکا او په ټوله کې د ناټو غړو هېوادونو له ستراتیژيکو موخو خبر نه و؟ یا دا، چې اوس مهال غواړي د افغانانو په سترګو کې خاورې وښندي؟
کرزی دېته په نغوتې سره، چې؛ که چېرې د سولې ننی بهیر په ښه توګه مدیریت نه شي، کېدای شي زموږ د لا ضعف او موږ ته د نویو ستونزو د راټوکېدو سبب شي، د خپلې لیکنې ( د ورور خطاب) په برخه کې لیکي: «ما په همدې دلیل په ډېرو سختو شېبو کې طالبانو ته د ورور خطاب کړی او دوی مې سولې ته رابللي دي، په همدې دلیل مې د سولې لپاره مشورتی جرګه راوبلله. نوموړې جرګې د سولې عالي شوری جوړه کړه چې د افغانستان د هر قشر او هر فکر استازي په کې غړیتوب لري.» ښه مدیریت (!) خو په کومو شرایطو؟ آیا د سولې عالي شورا د دغه مدیریت توان لري؟ که چېرې لري یې، نو له رامنځته کېدو څخه یې تر دې مهاله کومه لاسته راوړنه درلودلې دې؟ دا، چې د سولې په عالي شورا کې د هر فکر استازي غړیتوب لري، دغو کسانو ستاسو، دولت او په ټوله کې د افغانستان لپاره څه وکړل؟ همدا اوس د سولې عالي شورا ډېری هغه کسان، چې پخپله د ولسمشر کرزي له لوري غوښتل شوي ول له سولې سره مخالفت کوي. دېته اړتیا وه، چې په د هر قشر خلک راوبالي، څو مصلحت مو په پام کې نیولی وي یا دا، چې هغه کسان مو رابللي وای، چې په رښتیني توګه سوله غواړي؟ دغه د هر قشر کسان، چې د ولسمشر له لوري را بلل شوي دي آیا سولې ته لېوالتیا لري؟ په خواشینۍ سره، چې د ولسمشر حامد کرزي له لوري هغه کسانو ته د سولي په عالي شورا کې ځای ورکړل شو، چې نه یوازې سولې ته ژمن ندي؛ بلکې له وسله والو مخالفینو سره د مخامخ جګړې شالید لري او په لومړیو کې یې هغه کس د سولې عالي شورا مشر په توګه وټاکه، چې ویل یې: له امریکا څخه موږ غوښتنه کوو، چې پر طالبان «کابل» غټ غټ بمونه و اوروي؛ ځکه دا کوچني بمونه دوی له منځه نه شي وړلای. د دې ترڅنګ ځینې هغه پخواني چارواکي، چې له خپلو دندو څخه لرې شوي ول د سولې عالي شورا کې را ټول کړی شول، چې پدې کار سره ولسمشر حامد کرزي دغه کسان تر یوه بریده بوخت وساتل، څو د ده حکومت پر وړاندې غږ پورته نه کړي؛ خو پایله یې څه وه؟ ټولو ولیدل، چې د سولې عالي شورا نه د سولې د مخالفت غږ را پورته شو او اوس مهال؛ خو پدغې شورا کې هغه کسان شتون لري، چې تر ټول کړنې یې په شعار بدلې شوي نه په عمل.
ښاغلی حامد کرزی د لیکنې په دوام لیکي: «که ټول افغانان متفقانه عمل ونه کړي، په حقیقت کې به مو یوولس کاله شا ته تګ کړی وي او خدای خبر چې بهرنیان به بیا په نوې مبهمې ایجاد شوې فضا کې کوم اهداف تعقیبوي او موږ به بیا د څومره کلونو لپاره د هغو قربانی کېږو؟»
ماته جالبه ده، چې د یوه جګړه ځپلي هېواد ولسمشر، چې تر ډېره بریده د جګړو او له بهرنیو سره د راکړې ورکړې ښې تجربې لري پدې نه پوهېږي، چې که افغانان سره یو نشي، نو څه به کېږي او په خواشینۍ سره، چې دی تر اوسه د بهرنیانو په موخو هم خبر ندی.
ښاغلی د مهمو ټکو کې لیکلي: «۱ - په خبرو کې شامل طالبان باید د خپل مشرتابه له خوا په معتبرو اسنادو سره تایید شوي او تصدیق شوي کسان وي.» کېدای شي د ولسمشر کرزي دغه شرط د دې لپاره وي، چې په تېر کلونو کې په وار وار د وسله والو طالبانو له لوري تیر ایستل شوی دی. (مار ګزیده از ریسمان دراز می ترسد). آیا له افغان دولت سره د وسله والو طالبانو مشرانو/مشر د لاسلیک بېلګه شته ده؟ آیا د هغو د ګوتې نښي لري؟ آیا افغان دولت داسې وسایل په لاس کې لري، چې ودې شي کولای د هغو پر بنسټ د وسله والو طالبانو له لوري راوړل شوي اسناد کره ثابت کړي؟ معتبر اسناد به څوک ورکوي؟ ملا محمد عمر، د پاکستان څارګره اداره (آی اس آی) یا د پاکستان کوم هټۍوال؟
«۲- د سولې په خبرو کې د سولې عالي شورا د ملت استازیتوب وکړي.» آیا تر دې مهاله دغې شورا د ملت استازیتوب ندی کړی؟ ښکاره ده، چې استازیتوب یې ندی کړی او که چېرې په اوسنۍ بڼه دوام ولري، نو په راتلونکې کې به هم د ملت استازیتوب و نه شي کولای. که چېرې د ملت استازیتوب نه شي کولای، شتون یې په څه معنی ده؟ دا، چې تاسو د هر قشر څخه استازي را بللي، که چېرې د ملت استازیتوب لپاره نه وي، نو ګټه یې څه ده؟ یوازې د ولسمشر شخصي او ډله ییزې ګټې؟
مجیب الرحمن ساپی