
د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی سن یوکسی، چې نوی پر دغې دندې ګمارل شوی د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان د څارګرې ادارې آی اس آی مبارزه ستایلې ده. ده ویلی، آی اس آی د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې فعال دی. د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی ویلی: «فکر کوم آی ایس آی د پاکستان د حکومت یا پوځ د یوې ادارې په توګه د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې اغېزمن ښکاری». د پاکستان څارګره اداره په وار وار د افغان او امریکایی چارواکو لهخوا له ترهګرو او د افغان دولت له وسلهوالو مخالفینو په ملاتړ تورنه شوې، اساسی پوښتنه دا ده، چې د چینایی چارواکو دا شان څرګندونې د څه شی ښکارندویی کوی او تر شا یې کوم اهداف پراته دی؟
لومړی، چین پاکستان ته د یوه ستراتیژیک ملګری په سترګه ګوری. دغه هېواد پهدې لټه کې دی، څو د پاکستان لهلارې ځان خلیج، د عمان سیند او د هند سمندر ته ورسوی. چین کولای شی دغو لارو ته په لاسرسی سره په آسانۍ سره خپل صادراتی توکی، منځنی ختیځ او آن اروپا ته ولېږدوی. چین د دې لپاره، چې وکړای شی خپلو دغو موخو ته ورسېږی په ګوادر بندر کې یې له ۴میلیارډو څخه تر ۶میلیارډه ډالر پانګونه کړې ده. په ګوادر بندر کې د چین پانګونې د امریکا غبرګون له ځانه سره درلودلای او دغه چاره د دې لامل شوې، څو تر یوه بریده د پاکستان او امریکا د متحدو ایالتونو اړیکې تتې شی.
دویم، په سیمه په ځانګړی توګه په افغانستان او پاکستان کې د چین تمرکز پر اقتصادی چارو دی. دغه هېواد وکړای شول د لوګر (مس عینک)، چې د نړۍ په کچه د مسو ستر کان دی، پر دې کان د پانګونې لهلارې په افغانستان کې خپل اقتصادی حضور پیاوړی کړی. بل لورته د ګوادر په بندر کې پراخه پانګونه هغه څه دی، چې په سیمه کې د چین اقتصادی خوځښت په ښه توګه پهډاګه کولای شی. په مس عینک کان او ګوادر بندر کې د چین پانګونې د امریکا له منفی غبرګون سره مخ شوی دی. دواړه هېوادونه په اقتصادی سیالۍ اخته دی. د ځینو خپرو شویو رپوټونو لهمخې چین د پاکستان له مذهبی کړیو سره نږدې اړیکې لری. دغه اړیکې پهدې موخه دی، څو وشی کولای لهدغو کړیو څخه د امریکا پر وړاندې ګټه پورته کړی. دېته په کتو سره، چې چین او امریکا په سیالۍ بوخت دی؛ باور دا دی، چې له آی اس آی څخه د افغانستان لپاره د چین د ځانګړی استازی ستاینه دې پهدې موخه وی، څو لهدې لارې د امریکا پر وړاندې خپل مخالفت پهډاګه کړی.
درېیم، د تېرې پېړۍ له اویایمې لسیزې وروسته د چین تمرکز پر اقتصادی برخې و او توانېدلی، چې په اقتصادی برخه کې د پام وړ پرمختګ وکړی. داسې چې اوسمهال له امریکا وروسته د نړۍ په کچه دویم ستر اقتصادی ځواک دی. د اقتصادی چارو کارپوهانو په باور د چین اوسنی اقتصادی پرمختګ ته په کتو سره په راتلونکو کلونو کې به چین له اقتصادی پلوه د نړۍ په کچه لومړی مقام ولری. اقتصادی پرمختګ سیاسی او پوځی پایلې له ځانه سره درلودای شی، چې له همدې امله د تېر کال په اوږدو کې امریکا هڅه کړې، څو په آسیا پسیفیک سیمې کې د خپلو سرتېرو په ځای پر ځای کولو سره د امکان تر بریده د چین لهدغه پرمختګ څخه مخنیوی وکړی. د امریکا پر وړاندې چین هم چوپ نهدی پاتې او هڅه یې دا ده، څو په سیاسی ډګر د فعالېدو له لارې ځان مطرح کړی. پهدې لړ کې د نړۍوالې ټولنې په ځانګړی توګه د امریکا خلاف د پاکستان له څارګرې ادارې څخه د چین ستاینه هغه څه دی، چې کولای شی په نړۍواله کچه د رسنیو پام د چین سیاسی فعالیت ته راوګرځی.
څلورم، افغانستان او چین د ۲۰۱۲کال په مې میاشت کې د ستراتېژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړ. د دغه تړون پر بنسټ دواړه هېوادونه له اقتصادی برخې نیولې تر پوځې هغې پورې همکاری کوی. له افغانستان څخه د امریکایی ځواکونو وتلو په لړ کې، چې د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر بارک اوباما لهخوا یادونه شوې، د ۲۰۱۶کال تر پایه به ټول امریکایی ځواکونه له افغانستان څخه ووځی؛ چین پهدې لټه کې دی، څو په افغانستان کې د پام وړ ځای ولری. باور دا دی، چې په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان لپاره د چین د ځانګړی استازی ټاکل دې هم په همدې لړ کې و اوسی، څو وشی کولای په افغانستان کې حالات د خپلو ملی ګټو پر بنسټ کابو کړی.
پنځم، د افغانستان لپاره د چین لهخوا د ځانګړی استازی ټاکل تر ډېره بریده په لومړی ګام کې د امریکا او په دویم هغه کې د اروپایی هېوادونو تقلید دی. د تېرو کلونو په اوږدو کې د اروپایی هېوادونو او امریکا د سفیرانو ترڅنګ ځانګړو استازو هم فعالیت درلود؛ خو دغه استازی نهدی توانېدلی حالات کابو او رغنده فعالیت ولری. د افغانستان لپاره د چین د ځانګړی استازی د دندې په پیل کې دا شان څرګندونې کولای شی د افغانستان او چین اړیکو ته زیان ورسوی؛ پهداسې حال کې، چې د ځانګړو استازو او سفیرانو دنده د دوو هېوادونو نږدېوالی دی. دغې ټکی ته په کتو سره اړتیا لیدل کېږی، چې چین دې د افغانستان په وړاندې خپلې پالیسۍ کې له سره کتنه وکړی، څو وشی کړی د افغانستان لپاره د یوه رښتینی ملګری په توګه پاتې شی.