د افغانستان پر سر د ایران او امریکا پټې خبرې اترې

\"\"
پداسې حالاتو کې، چې له څو میاشتو څخه راپدېخوا د امریکا متحده ایالاتو او ایران ترمنځ خبرې اترې مطرح شوي او د رسنیو پام یې ځان ته اړولی دی؛ پدې تړاو خبرونه زیات شوي دي. په وروستیو کې د ترکیې چاپ یوې ورځپاڼې ادعا کړې، چې دواړو لوريو د یوې ځانګړې مسئلې پر سر خبرې اترې پیل کړي دي.
د ترکیې چاپ ټوډې زمان ورځپاڼې د یوې مطلب په خپرولو سره ادعا کړې؛ له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو نېټې ته په نږدې کېدو سره، امریکا د افغانستان له راتلونکې څخه د ډاډ تر لاسه کولو په موخه د منځګړو له لارې له ایران سره خبرې اترې پیل کړي دي.
د دغې ورځپاڼې د لیکنې له مخې هغه کسان، چې د ایران او امریکا متحده ایالاتو استازو د ګڼو خبرو اترو له جزیاتو څخه خبر دي د دواړو خواوو خبرو اترو ماهیت جدي ګڼي. د ټوډې زمان ورځپاڼې په باور دغه ښکارنده د حیرانتیا وړ نه ده؛ ځکه ایران په ښکاره توګه ویلي دي، چې چمتو دی، څو د افغانستان پر سر له امریکا سره خبرې اترې وکړي. ویل شوي دي، چې ایران د افغانستان مسئلې پرته د نورو موضوعات پر سر خبرو اترو ته لېوالتیا نه لري.
د دغې ورځپاڼې د لیکنې له مخې هغه څه، چې ایران يې پر غوښتلو ډېر ټینګار کوي د دغه هېواد سیمه­ییزه ونډه ده؛ هغه ونډه، چې له منځنۍ آسیا څخه تر منځني ختیځه او د افریقا تر شماله پراخه شوې. پر دې بنسټ ایراني چارواکي چمتو دي له امریکایانو سره معامله وکړي.
د ټوډې زمان د ادعا له مخي  هغه څه، چې ایران ترې د یوې آلې په توګه په خبرو اترو کې کار اخلي د سیمې په هېوادونو کې د خپل نفوذ او لاس پوڅو څخه ګټه اخیستل او په دغو هېوادونو کې د نفوذ پراخوالی دی، څو نور هېوادونه له دې پرته، چې له ایران سره خبرې اترې تر سره کړي، بله چاره و نه لري. دغه ورځپاڼه په عراق کې د امریکا متحده ایالاتو او ایران ترمنځ پټې خبرې اترې، چې په پایله کې امریکا له عراق څخه خپل ځواکونه و ایستل، د ایران د دغه سیاست یوه بېلګه بولي.
د دغه مطلب په دوام کې د ایران پارلمان د نړۍوالو چارو سلاکار حسین شیخ الاسلام څرګندونو ته نغوته کوي، چې د ۲۰۱۲ زېږدي کال په نومبر میاشت په هرات ولایت کې د یوه کنفرانس په ترڅ د افغانستان پر سر له امریکا سره د ایران خبرو اترو چمتووالي په اړه یې خبر ورکړی و. د ټوډې زمان د لیکنې له مخې د شیخ الاسلام دغه څرګندونې د امریکايي چارواکو د پاملرنې وړ وګرځېدې او د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا یوه ډله د دغې موضوع څارنې په موخه افغانستان ته ولېږله.
په همدې لړ کې امریکايي چارواکو په هرات ولایت کې د امریکا له کنسلګرۍ، چې د ایران له پولې یوازې ۵۰ میله واټن لري او په دغه ولایت کې یې له خپل سرکنسل جیلیان برنز څخه له ایراني چاروکو سره د پټو اړیکو پاللو په موخه ګټه پورته کړې ده. ټوډې زمان ادعا کوي، چې د ایران له لوري شیخ الاسلام د امریکايانو د پيغام لېږدولو مسوولیت درلود.
یاده ورځپاڼه زیاتوي، چې په افغانستان کې د ایران نفوذ د هندوستان په ګډون د یو شمېر نورو هېوادونو هرکلی هم له ځانه سره لري؛ ځکه هند له دې سخته وېره لري، چې د افغانستان په راتلونکې کې د پاکستان ونډه زیاته و اوسي.
لدې سره هغه څه، چې د ورځپاڼې کالم لیکوال اندېښنې له ځانه سره لري دا دي، چې ایران وکولای شي په افغانستان کې له خپلو لاس­پوڅو او نفوذي کسانو څخه په ګټې اخیستنې سره د دغه هېواد راتلونکې لپاره عراق ته ورته برخلیک وټاکي، چې په هغه کې د سیمې او نړۍ نورو هېوادونو په پرتله د ایران ونډه او نفوذ زیات وي.
بل لور ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلاري کلنټون ناروغۍ په هکله هم شکونه رامنځ ته شوي دي. ځینې شنوونکي پدې باور دي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې غوښتل په پټه ایران ته سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره خبرې اترې وکړي، چې د ایران په اهواز ولایت کې الوتکه یې له ستونزو سره مخ شوې او بېړنۍ ناسته یې کړې ده. رپوټونه وايي، چې د همدغې ناستې په ترڅ کې کلنټون په سر ټپي شوې او د وینې لخته کېدل یوازې یوه بهانه ده.
اسراییلۍ دبکا فایل ویب پاڼه، چې د اطلاعاتي او امنیتي خبرونو خپرونکې ویب پاڼه ده د ۲۰۱۲ زېږدي کال د دسمبېر میاشتې په ۳۱ نېټه د یوه رپوټ په خپرولو سره دېته په نغوتې سره، چې د کلنټون ناروغۍ په اړه د توطیې تیورۍ او آوازې رامنځ ته شوي دي لیکي: د ان بي سي طبي ډلې خبریال رابرټ بازوول د هیلاري کلنټون سر (ککرۍ) ته د ضربې له لارې د وینې لخته کېدلو په تړاو شک لري او وايي، که چېرې داسې وی د وینې اوبلن کولو درملو سره درمنله یې نه کېده. له دې امله یا دغه موضوع په واقعیت کې له ضربې سره تړاو نه لري او په پښه یا کوم بل ځای کې وینه غوټه شوې یا دا، چې کوم بل څه رامنځ ته شوي دي، چې موږ يې په اړه څه نه شو ویلای.
دبکا فایل ویب پاڼې خپل فرضیات د (ویل کېږي) یا (آوازې دي) په چوکاټ په دغه رپوټ کې خپاره کړي او په دوام یې لیکلي: د هېلاري کلنټون روغتیايي حالت په اړه فرضیې جوړونې هغه مهال پیل شوې، چې د دسمبر میاشتې په لومړیو کې له مخکيني خبر ورکولو پرته یې د دغه میاشتې په شپږمه نېټه په مراکش کې د سوریې دوستانو په غونډه کې خپل ګډون لغوه کړ. نه یوازې دا، چې نوموړې د دغه غونډې له بنسټ اېښودونکو څخه وه؛ بلکې هغه مهال د دې ګډون حیاتي وه؛ ځکه ناټو او واشنګټن د سوریې پوځ د هسته يي وسلو مشکوکو تحرکاتو څارنې په حال کې ول.
په لومړیو کې داسې ویل شوي و، چې کلنټون زکام کړی دی او درې ورځې وروسته د دسمبر میاشتې په نهمه نېټه وویل شول، چې په معده کې ستونزه لري. د ډسمبر په لسمه نېټه او یوه ورځ وړاندې له هغه، چې ټاکل شوې وه د سپټمبر یولسمې اطلاعاتي کمېټې ته په بنغازي کې د امریکا پر کنسلګرۍ د برید په اړه رپوټ وړاندې کړي، د بهرنیو چارو وزارت، چې د دغې پېښې له امله په ټول شدت سره تر فشار لاندې و، وویل، چې کلنټون د بدن اوبو کموالي له امله له بېهوښۍ څخه وروسته سخت زیان لیدلی دی. له یادو برخو څخه په یوه کې هم جزیات په عادي توګه خپاره نه شول؛ دا ډول جزیات، چې دقیقاً څه وخت بېهوښه شوې ده، پر هغې د ضربې شدت څومره و یا دا، چې څنګه یې درملنه کېږي. د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې یوازې وویل، چې موضوع ډېره جدي نه ده.
دبکا فایل زیاته کړې: د یوه بل نا رسمي رپوټ له مخې ظاهرا کلنټون خپلې ورځنۍ رسمي چارې له خپل کور څخه پر مخ وړي. ظاهراً پر دې سربېره، چې د بهرنیو چارو وزیره درې اونۍ غایبه وه؛ خو د دې دندې بل چا پر غاړه نه دي  اخیستي.
هغه مهال د دسمبر په ۲۱ نېټه د امریکا ولسمشر بارک اوباما د بهرنیو چارو وزیر په توګه د ماسوچوسټ ایالات سناتور جان کري اعلان کړ. رپوټونه وايي، چې هېلاري کلنټون له ولسمشر او کري سره خبرې اترې کړي دي او دغه سناتور ته یې د نوې دندې مبارکي ویلې ده. دغه مهال د کلنټون روغتیا په اړه هېڅ رپوټ ندی خپور شوی.
له دغه ځای څخه وروسته دبکا فایل نوی شخصیت داستان ته ور زیات کړی او خپله لیکنه داسې مخ ته وړي: دبکا د تهران په اړه کره (!) آوازې راوړي، چې ادعا کوي؛ پداسې حال کې، چې کلنټون د دسمبر په لومړۍ اونۍ سیمې ته په پټ ماموریت وتلې وه په شدت سره ټپي شوه.
ځینې ادعا کوي، چې په دغې پېښي له کلنټون سره مله ملګري، د دې مشاورین او امنیتي کسان ټپيان یا وژل شوي دي. دغه آوازې نه وايي، چې د کلنټون پټ ماموریت څه و. لدې سره دغه پېښه د دسمبر له لومړۍ نیټې څخه وروسته رامنځ ته کېږي؛ هغه مهال، چې د دبکا فایل د رپوټ ادعا له مخې په همدې  وخت کې امریکايي چارواکي او د ایران لوړپوړي استازي د ایران هسته­يي پلانونو په اړه د پټو خبرو اترو تر سره کېدو په حال کې ول.
دبکا فایل زیاتوي: که څه هم زموږ سرچینو د مذاکره کوونکو هویت نه دی ځانګړی کړی؛ خو یو څه، چې په ځینو هېوادونو کې مطرح شوي دي، ادعا شوې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هېلاري کلنټون درې اونۍ وړاندې د ایران له ولسمشر محمود احمدي نژاد سره د پټو خبرو اترو تر سره کېدو په موخه د تګ په حال کې وه. د کلنټون لېږدونکې الوتکې له بحرین څخه د خپلې الوتنې موخه بغداد ښودلی و؛ خو ویل کېږي، چې په نیمه لار کې مسیر ته بدلون ورکړی او د ایران سوېل لوېدیځ اهواز ښار پر لور تللې ده. ویل کېږي، چې په اهواز ښار کې د ایران ولسمشر محمد احمدي نژاد، کلنټون ته په تمه و؛ خو وروسته الوتکه له تخنیکي ستونزو سره مخ شوې او بېړنۍ ناسته یې کړې ده او دا هغه مهال دی، چې کلنټون ټپي شوې ده.
دبکا فایل د خپلو ادعاوو په دوام زیاتوي: په افغانستان کې د امریکا سمندری ځواکونو قوماندان جاب پرایز مړینه، چې ویل کېږي ځان وژنه یې کړې ده په دغې پېښې له ځینو فرضیو سره تړاو لري. د دغه قوماندان له وژل کېدو څخه وروسته پنټاګون ویلي ول، چې د ده د ناببرې مړینې په اړه، چې د دسمبر میاشتې په ۲۲ نېټه مړ شوی د څېړنو په حال کې دي. اوس مهال داسې ګومان دی، چې دغه قوماندان د ایران په تړاو د کلنټون ماموریت د امنیتي اطلاعاتو مشر و او د الوتکې په پېښه کې ټپي شوی، چې وروسته یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د دبکا فایل اسراییلۍ ویب پاڼې ادعا پداسې حال کې د کلنټون ناروغي ایران ته د نوموړې له سفر او په اهواز کې د الوتکې له بېړنۍ ناستې سره تړلې بولي، چې د ایران د هوايي ډګرونو مشر محمود رسولي­نژاد ویلي د لېندۍ میاشتې په ۲۴ نېټه یوه امریکايۍ خصوصي الوتکه د نوټرډام  - ابوظبي په مسیر کې د دغه هېواد له هوايي فضا څخه د تېرېدو په حال کې وه؛ خو د بېړنۍ ستونزې په اعلان سره یې د ایران په خاوره کې د کیناستو غوښتنه وکړه. رسولي­نژاد زیاته کړې، دغه خصوصي الوتکه د درې تنو سپرلیو په درلودلو سره د پېښې په ورځ سهار مهال ۳:۳۰ د اهواز په هوايي ډګر کې بېړنۍ ناسته کړې. د همدغې ورځې له غرمې وروسته د همدې الوتکې درې تنه سپرلۍ د یوې بلې الوتکې له لارې، چې له ابوظبي څخه راغلې وه له ایران څخه لاړل.
پورتنیو ادعا ته په کتو سره داسې برېښي، چې د امریکا او ایران ترمنځ د افغانستان پر سر خبرې اترې روانې دي. له یوه لوري ډېری شنوونکي پدې باور دي، چې امریکا په افغانستان کې له ماتې سره مخ ده او له بل لوري په وروستیو کې افغان دولت او امریکا له وسله والو مخالفینو سره د سولې خبرو اترو چټکتیا ورکړې ده. شونې ده، چې امریکا او ایران داسې یوې پرېکړې ته ورسېږي، چې له مخې دواړه هېوادونه به په افغانستان کې د یوه بل ګټې ونه ننګونې او پدې ترتیب سره به یاد دواړه هېوادونه له افغانستان څخه د ځان په ګټه کار اخلي او دلته به هم د عراق مسئله تکرار شي، چې هلته هم دواړه هېوادونه هوکړې ته رسېدلي، چې د یوه بل پر وړاندې به نه درېږي او د مقابل لوري ګټې به نه ننګونې.