
صادق ترابزی 15/08/2012
په ۲۰۰۱ زېږديز کال کې کله چې د وسله والو طالبانو حکومت ړنګ شو د امريکا او ملګرو په خوښه موقته اداره منځ ته راغله، په دغه وخت نو د ډیرو خلکو غواګانې لنګې شوې اوهغه خلک چې له مودو مودو راهېسې يې لوږه تېره کړې وه د دې خدای ورکړې چانس نه پوره فايده واخیسته او خلکو هيڅ داسې فکر نه کاوه چې ګوندې يو ځل بيا دې ماتې خوړلي وسله وال په پښو ودريږي او د جنګ ډګر ته دې راووځي.
دا نو بيا وخت ثابته کړه او ويي ښوده چې وسله وال که په خپله روحيه جنګيږي او که يې څوک تمويلوي خو اوس افغانستان د بهرنيو له لورې استعمار شوی ګڼې، جنګ کوي او نه قلاريږي.
وسله وال له ماتې روسته يو يو او دوه دوه تنه په په خپلو سيمو کې په فعاليت لاس پورې کړ دا نو هغه وخت وو چې په د وسله والو په ډلو کې يې يو شمېر د شمال له جنګونو ستړي وو او نه یې غوښتل نور په اوږه کې ټوپک او په ملا چانټې وګرځوي.
خو د بهرنيو ځواکونو ځېنو ناوړه اعمالو ناوړه کړنو نه يواځې هغه کسان چې پخوا د وسله والو طالبانو په ليکو کې وو بلکې هغه کسان چې د وسله والو په اړه يې نظريه منفي وه دې ته اړ کړل تر څو د دوی په ليکو کې دننه شي.
که څه هم د بهرنيو ځواکونو په لومړي وار راتګ سره داسې تبليغات کېدل چې ګوندې امريکايي څارګرې الوتکې د ځمکې پر مخ يو انچ ماده ګوري خو وروسته خلکو معلومه شوه جې دا خوشې تبليغات دي او یواځې غواړي په دې سره د وسله والو روحيه کمزورې کړي.
خو له کله نه چې دا ثابته شوه چې امريکايی ځواکونه ډارن دي او يواځې کولای شي په هوايي ځواک سره وسله وال له منځه يوسي نو وسله والو غلچکي او ځانمرګې بريدونو ته شروع وکړه، که څه هم په لومړيو کې ځانمرګې بريدونه کم وو او چا زړه نه ښه کاوه چې خپل شيرين ځان والوځوي خو هغه څه چې ډیر شمېر ځوانان يې دې ته مجبور کړل چې خپل ځانونه د بارودو په لمبو کې وسوځوي هغه د امريکايي ځواکونو خپل سري عملیات او افغاني فرهنګ ته سپک نظر وو.
اوس ځانمرګې بريدونه او په امنيتي ځواکونو کې د وسله والو نفوس بهرنيان تر پزې راوستې دي او له افغانستانه د وتلو لار لټوي، امريکايي ولسمشر اوباما کله وايي چې القاعده او طالبانو ماتې خوړلې ده او د بهرني ځواکونو نوره اړتيا نشته دی چې په دغه هېواد کې پاتې شي.
په هغه ورځ مې چې دا خبر واوريد چې ولسمشر اوباما ويلي دي په افغانستان کې دوی خپلې موخې ته رسېدلي دي القاعده او طالبان یې مات کړي دي داسې تعجب مې وکړ خو بيا مې زړه ته ډاډ ورکړ چې ځه دا خو دا خبرې خپل ولس ته کوي، او که دا یې افغان ولس ته کوي نو که دومره تورزن وايی بيا ولې د شپې يو ناڅاپه په ۱۲ بجو راتللی د ستراتيژيک تړون د امضا لپاره ولې بيرته د شپې تښتېدلې!
خو په هر حال کېدای شي امريکا خپل ستر هدف ته رسېدلې وي او هغه هدف يې په پاکستان کې د اسامه وژل وو خو دوی د افغانانو د غمه دومره مړه نه دي که افغانان په خپلو کې د دنويمو کلونو په شان بيا وکپي د دوی پرې څه!
خېر د بدلون لسېزه ده له يوې خوا بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي له بلې خوا د ولسمشری ټاکنې دي او افغانان به يو داسې ولسمشر ټاکي چې د تېرو کلونو لاس ته راوړنې ځايي نه شي افغانستان کې کورنۍ جګړې پيل نه شي وسله وال بيا فعاله نه شي دغسې ډیرې نورې خبرې دي چې دغه مبهم وخت افغان ولس ته يو لړ اندښنې راولاړې کړي دي.
خبره د وسله والو وه چې څنګه ورځ تر بلې غوړيږي په لېرې پرتو سيمو کې. افغان دولت سالمه اداره نه لري او دا د دې لامل شوې ده چې خلک د وسله والو څنګ ونيسي ، که يو مثال یې ووايو په رپوټونو کې به مو اورېدلي وي چې په هغه سيمو کې چې وسله وال طالبان پکې واکمن وي خلک فيصلې پرې کوي ځايی اوسېدونکې ترې خوښ وي او وایي چې په دولت کې ترې پېسې هم اخلي او ډیر وخت یې ځايي کېږي او طالبان ورته په لږه موده کې مسله حل کوي او دواړه خواوې مکلفي دی چې ويي مني.
نو دې ته ورته ډيرې نورې ستونزې شته چې د سولې پروسې ته د خلکو زړه نه کېږي او د مخالفينو لېکې قوي کېږي .