د عربي سولې د طرح پر لغوه کولو ټینګار

د مصر د الازهر شیخ  د قدس پرضد د صهیونیسټ رژيم د اقداماتو او د مسجدالاقصی پرضد ددغه رژيم د دومداره تېریو په غبرګون کې، په یوه بیانیه کې د عربي سولې د طرح پر لغوه کولو ټینګار وکړ.
په دې بیانیه کې راغلي دي چې صهیونیسټ رژیم د مسجدالاقصی د اسلامي هویت د له منځه وړلو او د ټول قدس د یهودي کولو په لټه کې دی او خبره تردې ځایه رسیدلې چې صهیونیسټي چارواکي د مسلمانانو او یهودانو ترمنځ د مسجدالاقصی د ویشلو او ددې مسجد لپاره د ابراهیمي حرم د برخلیک د تکرار غوښتونکي شوي دي.
د الازهر شیخ په ډاګه کړه چې باید په هر اړخیزه توګه له صهیونیسټ رژیم سره چلند وشي او په دې چوکاټ کې، د عربي سولې طرحه هم باید لغوه شي.
د عربي سولې طرح چې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۲ میلادي کال کې د عربستان له خوا وړاندې شوه، له صهیونیسټ رژيم سره د ۲۲ عربي هېوادونو د جامع سولې یو تړون او د ۱۹۶۷ میلادي کال پولو ته د صهیونیسټ رژيم د شاتګ په بدل کې د عربي هېوادونو له خوا ددغه رژيم په رسمیت پېژندل پکې شامل دي.،
د عربي سولې د طرح د لغوه کولو په اړه د الازهر د شیخ غوښتنه په داسې شرايطو کې ده چې د حسني مبارک ددیکتاتور رژيم له پرځېدو وروسته د کمپ ډیویډ د تړون د لغوه کولو په اړه د مصر د خلکو غوښتنه هم سخته شوې ده.
د کمپ ډیویډ تړون په ۱۹۷۹میلادي کا ل کې د مصر د وخت ولسمشر انور سادات او د صهیونیسټ رژيم د وخت لومړي وزیر، مناخیم بګین ترمنځ لاسلیک شو او له هغه وروسته د مصر ددولت سیاستونه د صهیونیسټ رژيم په ګټه او د فلسطین د ایډیال پر خلاف بڼه خپله کړه.
د کمپ ډیویډ تړون د مصر پر مختلفو سیاسي او اقتصادي برخو د صهیونیسټ ژيم نفوذ او سلطې لپاره لاره برابره کړه چې دغه موضوع تل د مصر د خلکو له اعتراضونو سره مخ شوې ده.
هغو منفي پایلو ته په پام سره چې له صهیونیسټ رژيم سره د سازباز طرحې او بهیرونه یې پرځان پسې لري، د عربي سولې د طرح د لغوه کولو په شمول چې له مخې یې د صهیونیسټ رژيم پروړاندې تسلیمېدل او د هغو د پراختیا غواړو سیاستونو منل دي، د صهیونیسټ رژيم پروړاندې د هرډول سازباز پر لغوه کولو د مصر او په ټول کې د اسلامي نړۍ عامه افکار ټینګار لري.
د عربي سولې په طرح کې چې په ۲۰۰۲ میلادي کال کې د عربستان له خوا وړاندې شوې ده، د فلسطیني کډوالو او بندیانو د موضوع په اړه چوپ پاتې کېدل، د هغو پراخو امتیازونو یوازې یوه برخه ده چې سازبازي عربي دولتونه یې ددې خائنانه طرح په چوکاټ کې صهیونیسټ رژيم ته د ورکولو په لټه کې دي.
د صهیونیسټ رژيم پروړاندې سازباز د صهیونیسټ رژيم د پراختیا غوښتنو او د فلسطینیانو د حقوقو د بشپړ ضایع کولو لپاره ددې رژيم د چارواکو له سپین سترګو اقداماتو پرته بله پایله نه ده درلودلې.
د فلسطینیانو لږ تر لږه  حقوقو له پرځایښت سره د مخالفت په اړه د صهیونیسټ رژيم د چارواکو ټینګار هم په منځني ختیځ کې د سازبازي بهیر د منفي پایلو منعکسونکی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د عربي سولې طرحه د ځینو عربي هېوادونو له خوا هماغه شان تعقیبېږي چې صهیونیسټ رژيم د خپل سولې ضد ماهیت له امله، له هرډول سوله غواړې طرح سره مخالف دی او پردې طرحې هم خوښ نه دی.
خو صهیونیسټ رژيم چې آن د فلسطيینانو د ډېرو کمو حقوقو له پرځایښت سره هم مخالف دی، د عربي سولې د طرح له وړاندې کولو سملاسي وروسته یې هغه رد کړه او عملا  د صهیونسیټ رژيم په مخالفت سره دغه طرح له بندون سره مخ شوه.
امریکايي چارواکي هم په دې وروستیو کالو کې په دې لټه کې دي چې د عربي سولې په طرح کې د بدلون په رامنځ ته کولو سره عملا آن د فلسطینیانو هغه لږ حقوق چې په دې طرح کې د فلسطینیانو لپاره په پام کې نیول شوي دي، له منځه یوسي.
نوځکه په مصر کې خلک، مدني جوړښتونه او دیني ارګانونه د اسلامي هېوادونو د عامه افکارو دمخ پر زیاتېدوونکو غوښتنو سره په یووخت کې، د عربي سولې د طرح او د کمپ ډیویډ تړون په شمول، د صهیونیسټ رژيم پروړاندې په مختلفو بڼو کې د سازباز د څنګ ته کولو غوښتوونکي دي.
سیدرحمن سالار