آيا د ملي ګټو پر خونديتوب د کرزي ټينګار د زړه له کومي دی؟

په داسې حال کې چې د امریکا او افغانستان ترمنځ د سټراټژيک تړون له تصویب سره په کورنۍ او بهرنۍ او همدارنګه سیمه ییزه کچه مخالفتونه هماغه شان دوام لري، د افغانستان ولسمشر حامد کرزي اعلان کړی چې دغه تړون هغه مهال عملي کېږي چې امریکایان د افغانستان ملي واکمنۍ او ګټو ته درناوی وکړي.
پوښتنه داده چې ښاغلی کرزی، تاسوو کومې ملي ګټې یادوې، آیا نیواک او دلته د امریکایانو شتون ملي ګټې دي او که خپلواکي او اسلامي واکمني زموږ ملي ګټې دي؟
د حضرت عمر (رض)فرمايي: ((موږ سپک او ذلیل قوم و، کله مو چې اسلام راوړ، عزت مو وموند، خو که مو له اسلامه مخ وګرځاوه،بیابه له ذلت او خوارۍ سره مخ شوو.))
نو په خدای قسم چې عزت په اسلام کې دی، که تاسوو او ستاسوو نور ملګري عزت غواړئ، نو پر اسلام منګلوې ټینګې کړی، پوه شئ چې له اسلام پرته، په امریکا او نورو قدرتونو پورې ځان تړل، عزت نه شي درکولای.
دې ته په پام سره چې موږ یو اسلامي ولس یوو او د اسلام لپاره تر هرڅه تېر یوو، تاسوو په دې اړه فکر کړی چې زموږ د هېواد برخلیک د اسلام له حکم او اصولو سره سم وټاکل شي، تاسوو له امریکاسره د سټراټژيک تړون په اړه له کومو دیني عالمانو مشوره اخیستې؟
ښاغلی کرزی آیا داسې کوم مثال وړاندې کولای شئ چې امریکایانو د تاریخ په اوږدو کې د کوم ملت یا کوم هېواد ملي واکمنۍ او ملي ګټو ته درناوی کړی وي؟
د کرزي دغه څرګندونې هغو شرطونو ته اشاره ده چې نوموړي د لویې جرګې د پرانستلو پرمهال په خپلو خبرو کې مطرح کړې ا و په دې غونډه کې ګډونوالو هم د جرګې د پای په وخت کې د یوې بیانیې په خپریدو سره د کرزي پرڅرګندونو د صحت ټاپه ووهله او له امریکا سره یې له سټراټژيک تړون سره په مشروط ډول موافقه کړې ده.
د امریکایانو له خوا د شپې عملیاتو بندول او د افغانستان د قضايي ادارو له خوا د امریکايي عسکرو د محاکمې امکان هغه شرطونه دي چې لویې جرګې له امریکا سره د سټراټژيک تړون لاسلیکولو لپاره وړاندې کړي دي.
ددې تړون د مخالفینو د لیدتوګې له مخې، د لویې جرګې دغه دریځ له امریکاسره د سټراټژيک تړون سره د موافقې په معنا دی او ددې جرګې له خوا د شرطونو اعلانول یوازې د عامه افکارو غولول دي، او داچې لویه جرګه یوازې له امریکا سره د سټراټژيک تړون د تایید لپاره نه ده جوړه شوې.
له همدې امله طالبانو هم د لویې جرګې د جوړیدو په غندلو سره، د افغانستان دنیواک ددوام په اړه خبردارۍ ورکړی دی.
د سیاسي کارپوهانو په باور د افغانستان خلک تمه لري چې امریکا او ناټو د خپلې ژمنې له مخې، تر ۲۰۱۴ میلادي کال پورې له افغانستانه د خپلو ځواکونو په بشپړه توګه وتلو سره ددغه هېواد ملي واکمنۍ ته درناوی وکړي او د افغانستان دولت ته په بشپړه توګه د امنیتي او پوځي چارو په سپارلو سره، ددې هېواد په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.
له همدې امله د افغانستان خلک له امریکا سره د اړونده مسایلو او بدلونونو په اړه ددې هېواد ددولت او پارلمان د ځواب ویلو غوښتوونکي دي.
د لویې جرګې په غونډه کې د افغانستان د ولسي جرګې د مشر ابراهیمي پر برخې اخیستو دولسي جرګې د استازو نیوکه او د ابراهیمي له دندې لرې کولو لپاره د لاسلیکونو راټولول په همدې برخه کې د پام او غور وړ دي.
د افغانستان د خلکو د لیدتوګې له مخې د امریکا له خوا د سټراټژيک تړون په چوکاټ کې ددې هېواد د نیواک دوام به، تر پخوا ډېر ددې هېواد د ملي واکمنۍ د له منځه وړلو لامل شي.
ځکه په سویلي کوریا، جاپان او جرمني کې د امریکایانو د پوځي شتون تجربې دغه موضوع ثابته کړې ده.
پر عفت تېری او د جنایتکاره امریکایانو په محاکمه کولو کې ددې هېوادونو د قضايي ادارو کمزورتیا، نه یوازې د جاپان او سویلي کوریا خلک سخت په غوسه کړي دي، بلکې واشنګټن ددې هېوادونو د خلکو اعتراضونو او نیوکو ته له پام پرته په دې هېوادونو کې د خپل پوځي شتون پر دوام ټینګار کوي او پر امنیتي تړون غور لپاره ددې هېواد د خلکو غوښتنه ردوي.
په همدې حال کې په ختیځه آسیا په ځانګړې توګه کوریا ټاپو وزمه کې د نا امنیو د رامنځ ته کولو لپاره د امریکا هڅې هم ددې ښودنه کوي چې په مختلفو سیمو کې د امریکا پوځي شتون نه یوازې د امنیت رامنځ ته کولو لامل نه شي کېدای، بلکې د خپلو ناروا ګټو د پرمخ بېولو لپاره د سیمې د هېوادونو په اړیکو کې د کړکیچ او فتنې د رامنځ ته کولو پر اقدام لاس پورې کوي.
نوځکه د روسیې په شمول د سیمې هېوادونه هم د امریکا او افغانستان له امنیتي تړون سره سخت مخالف دي.
سیدرحمن سالار