له پارلماني ټولټاکنو څخه د مصر د خلکو بې جوړې هرکلی

 د مصر د لومړنیو پارلماني ټولټاکنو لومړۍ ورځې څخه ددې هېواد خلکو بې جوړې هرکلی وکړ.
د مصر په ۹ ولایتونو کې د رایې د صندقونو اوږده صفونه، پر دې د تایید نښه ده چې د مصر خلک ددې هېواد پر راتلونکې د اغیز اچونې لپاره هوډمن دي.
که څه هم چې ټاکل شوې وه ټولټاکنې به د ځايي وخت له غرمې وروسته اوو بجو پورې دوام ولري، خو د رایې اچونې په مرکزونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه ددې لامل شوه چې لوړه پوځي شورا، د رایې اچونې وخت دوه ساعته نور هم اوږد کړي.
نن هم په مصر کې د رایو اچولو دوام درلود.
د مصر د ټولټاکنو لوړې کمېټې، لسو نړیوالو سازمانونو ته چې ۳۰۰ بهرني څاروونکي پکې شامل دي، په مصر کې د دیکتاتوري رژيم له پرځېدو وروسته لومړنیو پارلماني ټولټاکنو له بهیره د څارنې اجازه ورکړې ده.
د امریکا د جمهوري غواړو اکاډمي، کارټر موسسه او ددې هېواد د ډیموکراټانو اکاډمي، هغه امریکايي موسسې دي چې د مصر د  ټولټاکنو پر بهیر څارنه کوي.
ډنمارک، پولنډ، سویلي افریقا او ترکیې هېوادونو هم هره یوه، د مصر د ټولټاکنو د څارنې لپاره یو سازمان ټاکلی دی او دوې عربي موسسې هم د مصر د ټولټاکنو له بهیره څارنه کوي.
د بښنې نړیوال سازمان او ملګري ملتونه هم د مصر پر ټولټاکنو د څارنې کار پرغاړه لري.
د مصر د درې پړاویزه ټولټاکنو له لومړي پړاوه لس زره قاضیان هم څارنه کوي.
په دې منځ او مان کې د مصر پوځ هم ژمنه کړې چې د ټولټاکنو امنیت به پر غاړه اخلي.
پرون د مصر د پولیسو په څنګ کې، د اخوان المسلمين غورځنګ غړو هم د رایې اچونې په مرکزونو کې د نظم او آرامښت سره د مرستې لپاره شتون درلود.
په مصر کې ټولټاکنې په داسې حال ګې ترسره شوې چې په زرګونو مصریان چې له ۱۲ ورځو راهیسې په التحریر میدان کې شتون لري، ټینګار یې کړی چې خپلو لاریونونو او پرلتیو ته به خپلو انقلابي غوښتنو ته تر رسېدو پورې دوام ورکړي.
خو دې اعتراض کوونکو د مصر د لوړې پوځي شورا پر کړچار دې اعتراض کوونکو، په قاهره کې د رایو په صندقونوکې خپل ګډون نه دی هېر  کړی.
په ځانګړې توګه دا چې شیخ الازهر اعلان کړی و چې په ټولټاکنو کې د هر مصري شتون، ملي دنده او شرعي فریضه ده.
شیخ الطیب د مصر خلکو ته په خطاب کې وویل، په دې ټولټاکنو سره به مصر نوی پړاو پیل کړي چې په دې هېواد کې به د ډیموکراسۍ، آزادۍ او عدالت زږنده وي.
د عربي ټولنې پخواني عمومي منشي او د مصر راتلونکو ولسمشریزو ټولټاکنو ته احتمالي نوماند، عمر وموسی هم پرون د خپلې رایې له کارولو وروسته ټینګار وکړ چې ټولټاکنې، ددې هېواد د انقلابي  موخو د پرځایښت لپاره پيل دی.
د مصر ډېری ګوندونه او سیاسي شخصیتونه، ټولټاکنو ته،نوي وخت ته د مصر د داخلېدو لپاره د لارې په توګه ګوري .
داسې وخت چې کولای شي د مصریانو هیلې پرځای او د هغوی پر مخ نوې زمینې پرانیزي.
د ټولټاکنوپه دې پړاو کې د پارلمان د ټولټال  ۴۹۸ چوکیو څخه د ۱۶۸ چوکیود ترلاسه کولو لپاره ۳ زره ۸۰۹ نوماندان یو له بل سره سیالي کوي.
له همدا اوسه ډېری سیاسي کړۍ، په مصر کې د دیکتاتوري رژيم له نسکوریدو وروسته د لومړنیو پارلماني ټولټاکنو په ډګر کې اسلامي ګوندونه او نوماندان بریالي معرفي کړي دي.
 
سیدرحمن سالار