په پكتيكاولايت كې د دوو جلا جلا پېښو له امله لسو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د پكتيكا چارواكي وايي چې د دغه ولايت په يوسف خيلو ولسوالۍ کې په يوه موټر د ماين چاودنه شوې او له امله يې څلورماشومانو وژل شوي او يوتن پكې ټپي دى او همداشان په سرروضه ولسوالۍكې پريو كور د توغندي لګيدو په پېښه كې يوه مېرمن او څلورماشومان ټپيان شوي دي.
كه څه هم ځايي چارواكي د دپېښو مسووليت وسله والوطالبانو ته متوجه كوي خو هغوى په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.   
د پكتيكاد والي وياند مخلص افغان وايي چې تېره ورځ ناوخته د دغه ولايت د يوسف خيلو ولسوالۍ د خربين په سيمه کې د ملکي وګړو موټرپه هغه ماين وربرابرشوى چې په لويه لار كې ځای پرځای شوی وو، دى زياتوچې د ماين پدې چاودنه كې څلورماشومان وژل شوي او يو سړى پكې ټپي دى، ويل كيږي چې په موټركې وژل شوي ماشومان او نارينه ښارته د اختري شيانولكه جامو او خوراكي توكو د راوړلوپه موخه تللي وو.
بل پلود همدې پكتيكاولايت په سرروضه ولسوالۍ هم ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده د والي وياندمخلص افغان وايي چې د سرروضې ولسوالۍ د سلطانو په سيمه کې يو توغول شوى توغندی استوګنې په يوه كورلګېدلى چې له امله يې پنځه كسان ټپيان شوي دي په ټپيانوكې يوه مېرمن او څلور ماشومان دي، ټپيان چې وروسته روغتون ته لېږدول شوي دا مهال تر درملنې لاندې دي او روغتيايي حالت يې هم ښه بلل شوی دی، د پکتيکا والي محب الله صميم دا دواړه پېښې په سختو ټکو غندلي دي.
كه څه هم چارواكي وايي چې داوړه پېښې د وسله والوطالبانو لخوا شوي خو تراوسه خپله وسله والوطالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.