
صادق ترابزی
په افغانستان کې د بودا لرغوني تاريخي اثار د اسلام څخه د مخه ۱۰۰۰ کلن تاريخ لري، له کله نه چې د اسلام مقدس دين راغې د بوداييزم ټغر په افغانستان کې ټول شو له همغه وخته بيا د بودا ځېنې منقولې او غېرې منقولې مجسمې د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې خصوصا په سويلي هندوکش پاتې دي چې په يو ډول نه يو ډول د هېوادوالو يا دولت په لاس ورغلي دي.
خو په هر حال دغه مجسمې د افغانستان لپاره ډیرې ازښتناکه دي او د تاريخ يوه برخه یې بيانوي، يو شمېر بې ضميره او بې احساسه افغانانو د د تېرو لسيزو په جنګ جګړو کې د خپلو چوکيو لپاره د دې تر څنګ چې افغان ولس يې په سرو وينو ولمبوو افغانستان يې وران کړ، خپل فرهنګ پلورلی او قاچاق کړی دی .
په تېرو کورنيو جګړو کې د نورو ورانيو تر څنګ يو شمېر بې خرڅو د افغانستان ملي موزيم ته اور واچاوه لوټ يې کړ او هغه منقول اثار چې د افغانستان د تاريخ يوه برخه بیانوي بهرنيو هېوادونو ته قاچاق کړل او په دې سره یې غوښتل ځان لپاره د يوې مړی ډوډۍ پېدا کړي.
د دغه افغانانو سره دومره احساس نه وو چې خپل فرهنګ پلوري خو د بهرنيو هېوادونو د اتباعوسره دا احساس شته دی چې د همدغه بې ضميرو څخه چې دغه اثار یې قاچاق کول ونيسي او پرېنږدي چې ويي پلوري.
د افغانستان د ملي موزيم د مسولينو په وينا په تېرو کورنيو جنګونو کې د افغانستان اويا سلنه لرغونې اثار نورو هېوادونو ته قاچاق شوي دي چې نهه زره قلمه يې بيرته د ځېنو هېوادنو له لورې دغه موزيم ته سپارل شوي دي او له نوروهېوادونو تمه لري چې د هغه هېوادونو په پل پل کېږدي چې د افغانستان لرغونې تاريخي اثار یې بيرته دغه هېواد ته وسپارل.
د ملي موزيم د مشر عمراخان مسعودي په خبره د نورو هېوادونو تر څنګ په پاکستان کې د افغانستان ډیری منقول لرغونې تاريخي اثار پراته دي چې څو ځله د پاکستان سفارت په واسطه له پاکستانې چارواکو څخه غوښتنه کړې ده چې هغه اثار چې دغه هېواد په قاچاق شوي دي بيرته د افغانستان موزيم ته وسپاري.
مسعودي وايي د پاکستان د دولت تر څنګ د پاکستان د کورنيو چارو پخواني وزير په کور کې د افغانستان د اثارو موزيم جوړ کړی دی او له هغه يې هم غوښتي چې د افغانستان لرغونې تاريخي اثار بيرته دغه هېواد ته وسپاري.
که څه هم اويا سلنه اثار چې د دغه هېواد څخه د نړۍ ګوټ ګوټ ته قاچاق شوي دي او افغان دولت په هڅه کې دی چې بیرته یې لاس ته راوړي په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازې حبيبه سادات او په مشرانو جرګه کې د زابل ولايت استازی محمد داوود حساس د اطلاعاتو کلتور وزارت لرغونې اثارو ته په نه پاملرنه تورنوي او ډيروي چې د اطلاعاتو کلتور وزارت په دې برخه کې توجه نه ده کړې تر څو هغه منقول تاريخي اثار چې نورو هېوادونو ته قاچاق شوي دي بیرته راټول کړي.
دوی وايي د اطلاعاتو کلتور وزارت د لرغوني منقولو تاريخي اثارو په ساتنه کې بې غوره دي.
دوی وايي د يو هېواد لرغونې اثار د همغه هېواد لپاره وياړ دی او د تاريخ يوه برخه یې بیانوي او افغانستان په خپل ځان کې ډیر لرغونې تاريخي اثار لري چې دا اثار د دغه هېواد يو تاريخي ميراث دی او بايد دې ته افغان دولت پوره پاملرنه وکړي او ساتنه یې وکړي.
په اوسني وخت کې ځېنې ستونزې چې لرغونې اثارو ته ګواښ دی د دغه موزيم د مسولينو په وينا هغه تخنيکي وسايل او کيمياوي مواد دي چې دوی يې له مخې کولای شي زيانمن شوي ټوټې پرې ورغوي او نور له زيانمنيدو څخه وژغوري.
دوی وايي موزيم خپل عايد نه لري او يواځې د ګوتو په شمېر نندارچيان ورته راځې چې ډیرې لږي پېسې ترې اخلي دوی وايي که د اړتيا وړ کيمياوي مواد ورته برابر نه شي نو ځېنې مجسمې يې د بيا خربېدو له ګواښ سره مخ دي.
د يوې ټوليزې پايلې په توګه دا پوښتنه مطرح كېداى شي، له دې هر څه سره سره چې افغان دولت د يونسكو په مرسته د غلا شويو لرغونو اثارو د بېرته ستنولو په موخه هڅې په لاره اچولې، ايا دا شونې ده، چې پاكستاني، عرب، اروپايي او امريكايي اثار پلورنکو دغه اثار بيرته افغانستان ته وسپاري او كه څنګه افغان دولت او د ملي موزيم مسولين تمه لري او د هغه وخت په انتظار دي.
2012-08-14