اخترونه او زموږ بې ځایه لګښتونه


د اخترونو ورځې د خوشحالۍ ورځې دي خو موږ دغه ورځې هم پخپلوځینو بې ځایه لګښتونو او رواجونو دځانونو لپاره د زحمت او آن خواشینیو په ورځو بدلې کړې دي.
کله چې اختر نږدې شي خلک د اختر لپاره تیاری نیسي له نویو موډونو سره پربرابرو جامو سربیره داختر په ورځو کې له نورو سره دسیالي او دخپلو دسترخوانونو دښکلي کولو لپاره ډول ډول وچې او تازه کورنۍ او بهرنۍ میوې هم رانیسي.
لکه چې د روژې په مبارکه میاشت کې بیې دوه چنده کیږي د اخترونو په ورځو کې د لباسونو، میووبیې او آن د ترانسپورتي وسایطو کرایې هم دوه او دری چنده کیږي. که ارزانه وي که قیمته زموږ خلک ځانونه مجبور ګڼي دا شیان داختر لپاره واخلي.او ددې لپاره چې په اختر کې یې دسترخوان تر نورو تش او بدرنګی نه وي نو هر ډول مجبوریت پر ځان تیروي خو داختر خرڅ برابروي یا له نورو پیسې په قرض او سود اخلي ځینې آن رشوت ته هم زړه ښه کوي یو شمیر بیا که د غلا په پیسو هم وي داختر خرڅ برابروي.
زموږ دهیواد په مختلفو سیمو کې داختر رواجونه بیلابیل دي خو زه دلته په کابل ښار کې دخپلو ځینې په اصطلاح رواجونو او بې ځایه لګښتونو یادونه کوم. دلته په کابل کې هر سړی داختر په ورځ باید پخپل کور کې لوی دسترخوان وغوړوي ډول ډول میوې پرې کتار کړي په هرچالازمه ده چې داختر په ورځ دخپل دوست او اشنا کره ولاړشي دوی که هره ورځ هم سره ویني خو داختر په ورځ باید حتمآ دخپل دوست، خپلوان او ګاونډي کره ورشي که ورنه شي نو تر بل اختره به هغه بل ترې خپه وي تر بل اختره به ددوی ترمنځ کینه او نفرت وي یو دا بل په دې تورنوي چې ګویا پلانی کبرجن شوی دی او بل به بیا بل په دښمني، بدنیتۍ او دخپلوي او انډیوالي په نه پالنه تورنوي.دبل کال په اختر کې که کوم خیرخوا سړی پیدا شو اودوی یې سره پخلا کړل ښه ترښه که نه ددوی ترمنځ داختر په ورځو کې دنه ورتګ له امله یوه دایمي خوابدي او آن دښمني راپیدا کیږي.
په هرصورت خبره د له ځانه جوړوشویو رواجونو او بې ځایه لګښتونو وه ددې رواجونو ترڅنګ په کابل ښار کې نور رواجونه هم شته چې زیاتره بې ځایه او لګښتونه یې ملا ماتونکي دي.خو زه یواځې داختر په ورځو کې دیوبل کره ورتګ او ددغو ناپایه میلمنو لپاره د لګښتونو او سرګردانیوپه اړه خبرې کوم.موږ ددې پر ځای چې دخوښیو په دې بختور و ورځو کې خوشحالي وکړو، خپل ماشومان سیل او میلو ته بوځو ، سرګردانه یو په دې فکر کې یو چې کوم دوست مو د دې څلور میلیوني ښار په کومه څنډه کې راڅخه پاتې نه شي چې بیا به ټول کال او کیدای شي ټول عمر راڅخه خوابدی وي.نو بیا دښار له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته دکابل په دې ګډوډ ترانسپورت کې سرګردانه یو، په دې ورځ د ټکسیانو کرایې هم څو چنده وي چې د منځني عاید درلودونکی یې هیڅ وس نه لري.ځینې کسان نه یواځې پخپله بلکې ټوله کورنۍ د خپلو دوستانو کره ورولي، کوربه هم مجبور وي د هغوی میلمه پالنه وکړي.داختر په ورځ زموږ بله سرګرداني او تشویش داوي چې هسې نه شي کوم دوست او ملګری مو کورته راشي زه نه یم.که چیرته ځو په کور کې مو څوک نه وي چې له میلمنو سره کیني او له لیرې ځایونو څخه راغلي میلمانه له دروازې څخه ستړي ستومانه بیرته ستنیږي او که په کور کې دنورو میلمنو لپاره پاتې کیږو نو ډیری دوستان مو راڅخه خوابدي کیږي.نو داختر په ورځو کې هم دهرې کورنۍ زیات لګښت کیږي او هم له اختره وروسته ډیر کسان ترې خوابدي وي.
داختر په ورځ مې له یوه استاد سره ددغو بې ځایه لګښتونو او رواجونو په باره کې خبرې کولې هغه پوه شخصیت چې له خپل وطن او خلکو سره بې کچې مینه لري راته وویل دکابل ښار نفوس تر څلور میلیونو زیات ښودل کیږي که موږ په دې حساب په کابل کې دکورنیو شمیر پنځه لکه وبولو او دهرې کورنۍ د اختر دورځو مصرف دوه زره افغانۍ حساب کړو موږ په اختر کې لس زره لکه افغانۍ بې ځایه لګوو او دا زموږ اقتصاد ته ډیر لوی زیان دی.
نو څه باید وکړو؟ راځئ په دې فکر وکړو خپل ژوند له سرګردانیو وژغورو دخوښۍ ورځې په خوښۍ سره تیرې کړو او له بې ځایه لګښتونو کې ډډه وکړو.په دې برخه کې زیات غور ته ضرورت دي څو ځانونه له سرګردانیو او لګښتونو څخه وژغورو څه چې همدا اوس زما په ذهن کې ګرځي په درنښت یې له تاسې سره شریکوم:
۱- حکومت باید داختر دمیلو لپاره د ښار په یوه یا څو سیمو کې میله ځایونه وټاکي چې ټول خلک داختر په ورځ هلته ولاړ شي او داختر خوښۍ یو ځای سره ونمانځي، که دا کار حکومت نه کوي(لکه څنګه چې نور کارونه نه کوي) نو خلک دې یې وکړي.
۲- پخپله په دې ورځو کې باید ډیر تګ راتګ کم او یا هم بیخي مه کړو، همدغه کار له خپل ځانه پیل کړو، ما پیل کړی دی په لومړیو اخترونو کې مې دوستان راڅخه خوابدي و، خو اوس ټول پوه شوي اوس نه راته وایي چې ته کبرجن یې، یا بې زړه یې یا رواجونو ته احترام نه لرې، بلکې دوی هم عملي کړي دوی هم داختر په ورځو کې خوښ وي او لګښت یې هم یوڅه کنترول شوی دی.
۳- د اختر په ورځ به دسترخوانونه نه غوړوو او ډول ډول میوې به نه پرې کتاروو دا نه زموږ د پلرونو رواج و او نه هم زموږ په سپیڅلي دین کې د داسې څه امر شوی دی.
۴- که ډیر ضرور وي چې دیو نیم میلمه لپاره میوه ولرو، نو ښه به وي چې دخپل وطن ارزانه او خوږې تازه میوې راوړو، هر کال د اخترونو په ورځو کې زموږ د وطن د انګورو او مڼو کڅوړې د ښار په سرکونو کتار ایښې وي بیې یې هم ډیرې ارزانه وي خو څوک یې نه رانیسي پر ځای یې چینایي، پاکستانۍ او ایرانۍ میوه رانیسي یا هم وچې میوې او غیر روغتیایي کیک او کلچې رانیسي.
که موږ دخپل وطن تازه میوې واخلو هم په صحي لحاظ ښې او ګټورې دي او هم به مو د خپل وطن له اقتصاد سره مرسته کړې وي، همدغه انګور اومڼې څه موده وروسته د سړو خونو او دساتلو دنورو وسایلو د نه لرلو له وجې خوسا کیږي او په دې توګه د هیواد اقتصاد ته ډیر زیان اوړي.بل خوا زموږ د وطن کروندګرمجبوریږي د باغونو د کرلو روزلو پرځای د کوکنارو کرلو ته مخ واړوي.
دا څو ټکي و، چې له بې ځایه لګښتونو او رواجونو او سرګردانیو څخه دخلاصون په برخه کې زما په ذهن کې و، له تاسې سره مې شریک کړل تاسې ته به تر دې لاښې لارې معلومې وي راځئ چې په ګډه فکر پرې وکړو، عملي یې کړو او ځانونه له بې ځایه او بې ګټې لګښتونو، رواجونو او سرګردانیو څخه وژغورو.
علم ګل سحر